Homeخبرونهکابل ښاروالۍ د ارزانه ډبرو سکرو د پلور مرکزونه اعلان کړل

کابل ښاروالۍ د ارزانه ډبرو سکرو د پلور مرکزونه اعلان کړل

تاند:(پنج شنبه، د قوس درېیمه) کابل ښاروالۍ په ارزانه او ټاکل شوې بیه د ډبرو د سکرو د پلور ځایونه مشخص کړل.

ښاروالۍ د یوې خبرپاڼې له خپرولو سره ویلي، چې کابل ښاریان کولای شی، له دغو مشخصو ځایونو څخه یو ټن د ډبرو سکاره په ۹ زره افغانۍ وپېري.

په خبرپاڼه کې د ډبرو سکرو د پلورلو لپاره په لومړۍ ناحیه کې سینما بهزاد، په ۲مه ناحیه کې د ټلویزیون غره سړک، په ۳مه ناحیه کې ګذرګاه(نهردرسند)، په ۴مه ناحیه کې افغان خیبر هوټل ته څېرمه د اوسپنې خرڅوونکو سیمه سلیم کاروان ته مخامخ، په ۵ ناحیه کې دېوان بیګي روغتون ترڅنګ، په ۶مه ناحیه کې د جمنازیوم ساحې دننه د امید سبز ښارګوټی، په ۷مه ناحیه کې ایوب خان مېنه، چهلستون، ټنی کوټ، د رېشخور د فامیلیو سیمه او ده مراد خان، په ۸ ناحیه کې رحمن مېنه د ۳ سړک پارک ته نږدې، په ۹ ناحیه کې ژوندون ټلویزیون ته څېرمه یکه توت سیمه او قابل بای کې د کابل ګمرک ته نږدې، په ۱۰مه ناحیه کې د اریا ښارګوټی د یونایټد د تېلو ټانک شاته، د نصوار پای کوب سیمه د برج برق شاته او سرک نو، په ۱۱مه ناحیه کې پنجصد فامیلي د ډاکټر نجرابې د روغتون سړک هدېرې ته څېرمه، په ۱۲مه ناحیه کې ۱۱، ۱۳ او ۱۶ بلاکونو په منځ کې، په ۱۳مه ناحیه کې د سنګر تپه او چونغر چینه، په ۱۴مه ناحیه کې د پغمان بازار د دوره سیمه، په ۱۵مه ناحیه کې د شیخ زاید د روغتون شاته، د هوايي ډګر سړک د برېښنا د سبسټېشن ترڅنګ او د کچالو د پوستې سیمه، په ۱۶مه ناحیه کې د خواجه سبز پوش د غونډې شمال ختیځ ته د سړک ترڅنګ، ۶۰ متره سړک ته څېرمه او د بګراميو منډوي د چکري د تېلو ټانک ختیځ لور ته، په ۱۷مه ناحیه کې د سرای شمالي سیمه حرارتي برېښنا سټېشن ته څېرمه، په ۱۸مه ناحيه کې د حاجي ملک کریم سرای د اتلسمې ناحې د ریاست ودانۍ ته څېرمه د کابل- بګرام عمومي سړک او د ده سبز ولسوالۍ عمومي سړک د قلعه زرین سیمه د پل سنګي دولتي رغتون ترڅنګ، په ۱۹مه ناحیه کې د پلچرخي بازار شاته د ملي دفاع وزارت خالي ځمکه او عزیزي هوتک د تېلو ټانک سیمه د احمدزي سرای، په ۲۰مه ناحیه کې د چهار آسیاب بازار د همراه هوټل ته څېرمه د ډډک سرای او د چهار اسیاب بازار د معتبر سری، په ۲۱مه ناحیه کې د غازي آباد او صافي کوټ سیمه او د لته بند څلوېشت متره سړک د ښاروالۍ پله ته نږدې او په ۲۲مه ناحیه کې د لمر هوټل شاته سیمې د ډبرو سکرو د پلورو لپاره مشخصې شوې دي.

کابل کې د يادو مرکزونو د جوړيدو اعلان د ډبرو سکرو له قيمتۍ څخه د خلکو تر شکایتونو وروسته شوی.

1 COMMENT

  1. د غنی په حکومت یو ټن سکاره په ۶۰۰۰ افغانی خرڅیدل. مونږه فکر کاوو چی د امارت له دوباره راتلو سره به د خلکو ژوند کی یو مثبت تغیر راشی خو برعکس خلک اوس هم تعزیر کیږی، لوټ کیږی، وهل او ټکول کیږی، د تعلیم حاصلول په مباحو کی وشمارل شول، قحطی او بیوزلی بیحده زیاته شوه. خلک ټول د بیکاری له وجی په تیښته دی. غربت او بیوزلی د دی سبب شوې چی خلک خپلی لورانی خرڅی کړی او یا یی په وړکتوب کی کوزده کړی ـ لعنت دی پر داسی اسلامی حکومت شی چی د خلک بغاری یی تر آسمانه جګی کړې ـ

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...