یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهعاصم مُنیر د پاکستان لوی درستیز ونومول شو

عاصم مُنیر د پاکستان لوی درستیز ونومول شو

تاند (پنجشنبه، د قوس ۳مه) داسې ښکاري چې د پاکستان د لوی درستیز د ګومارلو لانجه بالاخره د عاصم منیر په نومولو پای رسیدلې ده.

د پاکستان د قوانینو له مخې، لوی درستیز د صدراعظم له لوري وړاندیز کېږي او ولسمشر یې تاییدوي خو په اوس وخت کې د پاکستان ولسمشر په مخالف سیاسي ګوند (تحریک انصاف) پورې تړاو لري، ځکه د نوي لوی درستیز د ټاکلو مسله په جنجال بدله شوې وه.

تېره اوونۍ د پاکستان د پیپلز ګوند مشر بلاول زرداري بوټو، چې د بهرنیو چارو وزیر هم دی، د هېواد ولسمشر عارف علوي ته خبرداری ورکړی چې د لوی درستیز په ټاکنه کې د ستونزې د پېښولو ناوړه عوقب به د ده په غاړه وي.

د عاصم منیر په اړه ویل کېږي چې پخوا د آی ایس ای ريیس پاتې شوی او اوس د پوځ یو جګپوړی قوماندان و.

د ده په اړه دا هم ویل کېږي چې مذهبي دی.

د پاکستان پوځ په مذهبي او سیکولرو وېشل شوی دی. د پوځ مذهبي جنرالان د عمران خان ننګه کوي نو باور کېږي چې ولسمشر به د منیر له ټاکلو سره مخکې تر مخکې سلا کړې وي.

تراوسه پورې ولسمشر عارف علوي رسماً نوی لوی درستیز تایید کړی نه دی. خو د ولسمشر له تاییده وروسته به عاصم منیر د جنرال باجوه ځای ونیسي.

د پاکستان له قوانینو سره سم، ولسمشر که څه هم اجرايي صلاحیت نه لري او تر ډېره یې دنده تشریفاتي ده، خو د لوی درستیز په شان چارواکي سره له دې چې د صدراعظم له لوري نومول کېږي د ولسمشر توشیح ته اړتیا لري.

د پوځ لوی درستیز، چې د کار دوره یې درې کلنه ده، د پاکستان په سیاست کې حیاتي رول لري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب