یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهاقتصادي خبرونهبرښناشرکت: له ازبکستانه وارداتي برېښنا تر نیمايي زیاته کمه شوې

برښناشرکت: له ازبکستانه وارداتي برېښنا تر نیمايي زیاته کمه شوې

تاند(پنجشنبه، د قوس ۳ مه) د افغانستان برښنا شرکت وايي، په وروستیو ورځو کې له ازبکستان څخه افغانستان ته وارداتي برېښنا څه باندې ۵۰ سلنه کمه شوې ده.

د افغانستان برښنا شرکت عملیاتي رييس صفي الله احمدزي له لوري په یوه خبرپاڼه کې ویل شوي ازبکستان افغانستان ته خپله صادراتي برېښنا له ۴۳۰ میګاواټو ۲۰۰ میګاواټو ته لږه کړې ده.

ده په دې اړه چې ازبکستان ولې په دې وخت کې، چې په افغانستان کې د برېښنا مصرف ته اړتیا زیاته ده، خپله صادراتي برېښنا کمه کړې، ویلي چې د ازبکستان د برېښنا د تولید په سټېشنونو کې تخنیکي ستونزې سبب شوي چې د برېښنا صادرات کم کړي.

د افغانستان برښنا شرکت عملیاتي ريیس دا هم ویلي، که څه هم ازبکستان ژمنه کړې وه چې په راتلونکو درو ورځو کې به دا ستونزه حل کړي خو د درو ورځو له تېرېدو وروسته لا هم مشکل په خپل حال دی.

ښاغلي احمدزي ویلي چې د ازبکستان د برېښنا له کمېدو وروسته دوی له ترکمنستان او تاجکستان سره خبرې پیل کړي چې د برېښنا کموالي د دغو دوو هیوادونو په وارداتي برېښنا پوره کړي.

تاجکستان په وروستیو ورځو کې ویلي و چې افغانستان د برېښنا د واردولو له درکه د تاجکستان ۳۳ میلیون ډالره پوروړی دی.

د تاجکستان د برښنا ادارې عمومي ريیس محمدعمر اسوده زاده ویلي چې د افغانستان له لوري د پور د نه ورکولو دلیل دا نه دی چې د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان حکومت پیسې نه لري بلکې ستونزه دا ده چې د افغانستان بانکونه له بندیزونو سره مخامخ دي چې له کبله یې د پیسو انتقال له خنډ سره مخامخ دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب