یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهلوګر او لغمان کې پر ۴ ښځو او ۱۰ نارينه وو عام...

لوګر او لغمان کې پر ۴ ښځو او ۱۰ نارينه وو عام محضر کې «شرعي حدود» تطبيق شوي

تاند:(پنج شنبه، د قوس درېیمه) له لوګر او لغمان ولايتونو څخه د طالبانو له لوري په عام محضر کې د مختلفو جرمونو په تور د ۴ ښځو او ۱۰ نارینه وو د « شرعي مجازاتو» خبر ورکړل شوی.

د لوګر لپاره د طالبانو د والي وياند عمر منصور ویلي، چې لږ تر لږه ۳ ښځې او ۹ نارينه پرون دوی د دې ولايت په فوټبال سټيډيم کې د زرګونو تنو مخکې د زنا، لواطت او غلا په تور په درو وهلي دي.

ويل کيږي، چې د دغې صحنې د لیدو لپاره د طالبانو د خپرې شوې اعلاميې له مخې شاوخوا پینځه زره تنه را ټول شوي وو.

د طالب والي ویاند ویلي، چې مجازات شویو کسان له ۲۱ څخه تر ۳۹ درو وهل شوي، ښځینه تورنې خوشې شوي او ځینې نارینه لا هم بندیان دي.

په ورته وخت کې له لغمان څخه هم د نا مشروع جنسي اړيکو په تور د یوې ښځې او نارینه د ورته مجازاتو خبر ورکړل شوی، خو ډېر جزییات یې نه دي رسنيز شوي.

څو ورځې مخکې په تخار کې د ۱۰ نارینه او ۹ ښځو د ورته مجازاتو خبر ورکړل شوی و.

روانه اونۍ د اروپايي ټولنې د پارلمان مشرې روبرتا متسولا انديښنه وښوده، چې افغانستان به بيا د تېرو شلو کلونو مخکې په شان د طالبانو له لوري د شرعي حدودو د تطبيق په پلمه د ښځو او نورو خلکو د اعدام، سنګسار، په درو وهلو او د وجود د‌ غړو د پرې کیدو د پېښو شاهد وي.

د طالبانو له بيا واکمنيدو سره، د‌ دوی امیرالمؤمنین ملا هبت الله اخندزاده څه موده مخکې بيا د دغو سزاوو د تطبيق امر کړی او له مختلفو ولايتونو څخه ېې د عملي کیدو راپورونه ورکړل شوي.

د‌ پکتيا پخوانی والي حليم فدايي وايي، چې د شرعي حدودو په نوم عملي کيدونکې سزاوې د حضرت محمد (ص) او خلفای راشدینو پر مهال هم په ډېر استثنایي ډول عملي کيدې.

د هغه په وينا، ډېر ځله هغه کسان، چې خپله یې په سختو جرمونو اعتراف کاوه د اسلام ستر پيغمبر او خلفای راشدینو وخت ورکاوه، چې که پر خپل اعتراف پښېمانه شي او حدود پرې عملي نه شي.

د‌ طالبانو منتقدین له دوی پوښتنه کوي، چې که امیرالمؤمنین یې ځان ريښتيا د مسلمانانو رهبر بولي، د ۹۰ سلنه وږو افغانانو د مړولو لپاره ېې څه کړي، چې د غلا او نورو جرمونو په پلمه یې په خپلو جنګياليو مجازات کوي؟

د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد بيا وايي، چې دوی د شرعي حدودو په تطبيق کې ډېره بېړه د دې لپاره نه ده کړې، چې شرعي حساسيتونه په پام کې ولري.

3 COMMENTS

  1. دا شرعی حدود اول باید پخپله ملا خنږیر باندی تطببق شی چی له ډير لواطت څخه اوس خلکو نه مخ پټوی مخ دیوال ته کوی او کونه خلکوته اړوی کله چی امیر لوطي وی ریت به خامخا لواطت کوې

  2. دېدې فاسد او ځناور مذهب کړنې د بشر د حقوقو خلاف کار او حیواني دي ! ملت باید خپل تصمیم ونیسي !

  3. ملایان د نران شي ، خپلې ښځې د له پنجابیو راخلاصې کړي . دوی په زندان کې پراته ول ، ښځو یې د تور پنجاب له نسله بچې ورته زېږول.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب