دوشنبه, مې 20, 2024
Homeخبرونهروغتیا وزارت ته ۱۲۰ نوي پېرودل شوي امبولانسونه وسپارل شول

روغتیا وزارت ته ۱۲۰ نوي پېرودل شوي امبولانسونه وسپارل شول

تاند:(پنج شنبه، د قوس درېیمه) د طالبانو د حاکمې ادارې له لوري عامې روغتيا وزارت ته پېرودل شوي ۱۲۰ امبولانسونه وسپارل شول.

د طالبانو د حاکمې ادارې د چارو د ادارې مشر شېخ نورالحق انور وويل، چې ياد شوي امبولانسونه د شاوخوا ۶ نیم میلیونه ډالرو په ارزښت له ازبکستان هېواد څخه پېرودل شوي دي.

نوموړي ټینګار وکړ، چې خلکو ته د لازمو روغتیايي خدمتونو برابرول د دوی د حاکمې ادارې له لومړیتونو څخه دي.

د طالبانو منتقدین بيا پر دوی نيوکه کوي، چې د په زوره واک ته رسېدو او نړۍ سره د نه تعامل له وجې یې پر اقتصادي او بشري ناورين سربېره افغانان له روغتیايي ناورین سره هم مخ کړي.

د افغانستان له مختلفو ولايتونو څخه راپورونه ښيي، چې د نړیوالو روغتیايي مرستو د خورا کمیدو له امله ډېر روغتیايي مرکزونه تړل شوي يا لازم تجهيزات او درمل پکې نشته.

د سره صليب نړيوالې ادارې هم په دې اړه انديښنه ښودلې او ویلي، چې د شاوخوا يو نيم زر افغان روغتيايي کارکوونکو معاشونه دوی د روغتیایي خدمتونو د یو مخ سقوط د مخنيوي لپاره پر خپله غاړه اخیستي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب