پنجشنبه, سپتمبر 26, 2024
Home+مصالحه / هیله هدايي

مصالحه / هیله هدايي

مصالحه:اسلام، ولسواکي او لوېدیځ د پاکستان د پخوانۍ لومړۍ وزیرې بېنظیر بوټو مشهور کتاب دی چې په دې ورستیو کې اغلې هیلې هدايي له انګریزي پښتو ته ژباړلی دی. یاد اثر چې تازه په کابل کې د اکسوس خپرندویې ټولنې له خوا خپور شوی، په خواله رسنیو کې یې پراخ هرکلی شوی دی. 

لاندې د اغلې هدايي په قلم پر کتاب لیکل شوې سریزه لوستلی شئ:

مصالحه

د دې کتاب د ژباړلو بنسټیزه موخه د دې کتاب د ارزښتمنو موضوعاتو او د هغوی تړون د افغانستان له وضعیت سره دی. د کتاب هره برخه که هغه د اسلام په هکله ده، د بشپړواکه حکومتونو او یا هم د ولسواکۍ د ارزښت په هکله د افغانستان له شته وضعیت سره مستقیمه اړیکه پيدا کوي. تر یوه بریده د هغې پاملرنه خپله د پاکستان هېواد ته ده خو ډېری موضوعات داسي دي چي پر ټولو اسلامي هېوادونو عایدېدلی شي. په کتاب کې تر یوې کچې د بې پلوۍ په نظر کې نیول خپله د کتاب ځانګړنه په ډاګه کوي. 

په سیاسي ډګر کې د ډېریو لیکل شوو کتابونو په لړ کې د بېنظیر بوټو لیکل شوی کتاب “مصالحه” د نړۍ په کچه د ارزښتمنو کتابونو په لړ کې ګډون لري. په یاد کتاب کې د ډېریو نورو موضوعاتو تر څنګ بنسټیزه د بحث وړ موضوع د هانګټینګټون ” د تمدنونو ټکر” د نظریې څرنګوالی بیانوي او د هغې نظریې د ناوړه پایلو سره یوځای هغه ته بدیلونه هم لټوي. د کتاب په لومړي او او څلورم څپرکي کې نوموړې د ۲۰۰۷م کې د خپل د بیرته راتګ د سفر په وخت کې د پېښو ناخوالو په هکله څرګندونې وړاندې کړې او د هغو چاودنو په هکله چې د هغې د بیرته راتګ په وخت کې ترسره شوې مسؤلیت یې د دیکتاتوره حکومت پر غاړه اچوي. 

د کتاب له علمي بحثونو څخه یوه په زړه پورې برخه چې په دوهم څپرکي کې تر بحث لاندې نیول شوې هغه د اسلام په داخل کې جګړه ده. د اسلام داخلي جګړه هغه موضوعات را نغاړي چې د هغوی په برخه کې انعظاف پذیري شتون نه لري. محافظه کاره او د وروسته پاتي فکرونو خلک د دیني موضوعاتو په هکله بیا تفسیر له کفر سره یوشان بولي او سپېڅلی اسلام سختګیره او بې خونده نړیوالو ته څرګندوي. د ښځو د حقونو په برخه کې ضد او نقص تفسیرونه، د مذهبي فرقو ترمنځ د ډېرو وړو بحثونو پرسر ترینګلي اختلافونه او په ځانګړې توګه له اسلام سره د ولسواکۍ نه هم غږي هغه موضوعات دي چي اوسنۍ اسلامي ټولنه یې ځپلې او د هغوی د وروسته پاتي والي بنسټیز لامل ګرځېدلي دي. 

د دې علمي او فلسفي بحثونو ترڅنګ نوموړې په څلورم څپرکي کې د پاکستان په هکله هر اړخیز معلومات وړاندې کړي. د پاکستان  د وروسته پاتي والي اصلي لامل په پاکستان کې نظامي حکومت او په حکومتي چارو کې د استخباراتي ادارو لاسوهنه بولي. د دې ترڅنګ د دیکتاتوري او بشپړواکه نظامونو په ناوړه پایلو او پر پاکستان  د هغوی په اغېزو هم د پام وړ څرګندونې لوستونکو ته چمتو کوي. په همدې څپرکي کې نوموړې د بېلابیلو اسلامي هېوادونو د بېلګو په څرګندولو سره د ولسواکۍ ارزښت او په نشتون کې یې زیانونه بیانوي.

پنځم څپرکی خپله د کتاب له اصلي موضوعاتو څخه پر یوه چي د تمدنونو د ټکر نظریه ده، رڼا اچوي. نوموړې د هانګټینګټون د نظریې ناسموالی په ډاګه کوي او د یادې نظریې له کبله ټولې نړۍ ته له پېښ ګواښ څخه لوستونکي آګاه کوي. ترڅنګ یې هغه نظرونو هم یادوي چې په نړیواله کچه د پېژندل شوو پوهانو له لورې د یادې نظریې د ناسموالي په هکله څرګند شوي. وروستی څپرکی د کتاب بنسټیزه او اصلي موضوع تر پاملرنې لاندې نیسي او د اسلامي هېوادونو ترمنځ د یوه سازمان په جوړولو سره هغوی ته د پياوړتیا او اقتصادي غوړېدنې پواسطه د لوېدیځ او اسلام ترمنځ د ټکر د رامنځته کېدنې د مخنیوي لپاره وړاندیزونه او وړاندوینې څرګندوي.

د کتاب د نورو ارزښتمنو موضوعاتو ترڅنګ نوموړې تر یوه بریده د افغانستان پر جنګ او د یاد هېواد پر سیاسي او امنیتي بې ثباتۍ هم غږېدلې. نوموړې د خپلو بحثونو په څرګندولو سره دا په ښکاره توګه په ډاګه کوي چې د افغانستان په جګړه کې، د مجاهدینو په رامنځته کولو، افراطپالنې او اورپکۍ ته د ټاټوبي په چمتو کولو کې تر ټولو اساسي رول د پاکستان نظامي حکومت او استخباراتو سرته رسولی. که څه هم دا کتاب څو کاله پخوا لیکل شوی خو د دې لپاره چې تر نن ورځې پورې یاد موضوعات د ارزښت وړ او لوستونکو ته په مثبته بڼه تمامېدلی شي نو ځکه یې د ژباړلو هڅه شوې. پاکستان زموږ ګاونډی هېواد دی او تر ډېره بریده له دې هېواد سره افغانستان نامناسبې سیاسي اړیکې لري، نو د دې لپاره اړینه ده چې موږ باید د هغوی د مشرانو او لیدلورو په هکله بنسټیز معلومات په لاس کې ولرو ترڅو وکولای شو د مناسبو لارو څخه ګټه پورته کولو د استراتیژیک پلان اچوونې په برخه کې غوره لاسته راوړنه ولرو.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب