پنجشنبه, سپتمبر 26, 2024
Homeخبرونهپاکستان د مسکو ناستې د« مانا او ثمر لرونکو» پایلو هیله ښودلې

پاکستان د مسکو ناستې د« مانا او ثمر لرونکو» پایلو هیله ښودلې

تاند:(دوشنبه ،د عقرب در ویشتمه)‏‌ ‏د افغانستان په چارو کې د پاکستان ځانګړي استازي محمد صادق خان د افغانستان په اړه د روسیې په کوربه توب د سیمه ییزو هېوادونو په دويمه غونډه کې د ګډون په موخه روسیې ته د خپل سفر خبر ورکړی.

نوموړي په یوه ټویټ کې هیله مندي ښودلې، چې دغه ناسته به« مانا او ثمر لرونکې» پايلې ولري.

پاکستاني استازي له دغو څرګندونو څخه خپله مشخصه موخه نه ده په ډاګه کړې.

د مسکو دا غونډه د طالبانو د ادارې له استازو پرته روانه چارشنبه پیلیږي، خو طالبانو له دې کبله وار د مخه بې پایلې ګڼلې، چې دوی ته پکې د ګډون بلنه نه ده ورکړل شوې.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف څو ورځې مخکې خپل هندي سيال سره په یوه خبري غونډه کې د مسکو ناستې ته د طالبانو د نه بللو دلیل د ټول شموله حکومت په جوړولو کې د دوی پاتې راتګ وباله.

پاکستان ظاهرا د سیمې د نورو هېوادونو د هغو غوښتنو ملاتړی دی، چې طالبانو نه د نجونو د ښوونځيو بيرته پرانيستل، د ټول شموله حکومت جوړول، د افغانستان له خاورې د ترهګرو ډلو د نه استفادې او د بشري حقونو تضمین غواړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب