شنبه, نوومبر 23, 2024
Homeخبرونهيوناما: ط-ان دې ستنو شویو افغان متخصصينو څخه ګټه واخلي

يوناما: ط-ان دې ستنو شویو افغان متخصصينو څخه ګټه واخلي

تاند:(دوشنبه ،د عقرب در ویشتمه)‏‌ ‏په کابل کې د ملګرو ملتونو د سیاسي دفتر ( يوناما) مشرې روزا اوتونبایوا د طالبانو له حاکمې ادارې غوښتي، چې د افغانستان د ودې او پرمختيا لپاره له هېواد ته ستنو شویو افغان څېرو ګټه واخلي.

نوموړې دا غوښتنه پرون له سیاسي شخصیتونو سره د طالبانو د اړيکو د کميسيون مشر او د کانونو او پټرولیم وزیر مولوي شهاب الدين دلاور سره د لیدنې پر مهال کړې ده.

د یوناما مشرې په ستنو شویو کسانو کې متخصصو څېرو ته اشاره کړې، چې ویل کیږي بې برخليکه ژوند کوي.

د طالبانو د اړيکو کميسيون مشر مولوي دلاور هېواد ته د بیرته ستنو شویو کسانو شمېر شاوخوا زر تنه او د طالبانو د رييس الوزرا سياسي مرستيال مولوي عبدالکبیر دغه شمېر شاوخوا ۴ سوه تنه ښودلی.

طالبانو د يوناما د غوښتنې په اړه څه نه دي ويلي.

مخکې د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت مرستيال عباس ستانکزي بهر مېشتو افغانانو ته د هېواد ستنیدو د بلنې تر څنګ ويلي وو، چې د وزارتونو او ولایتونو د واک ترلاسه کیدو په تمه دې هېواد ته نه را ګرځي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب