Homeخبرونهزابل کې لسګونه ماشومان په تورې ټوخلې اخته شوي

زابل کې لسګونه ماشومان په تورې ټوخلې اخته شوي

تاند:(دوشنبه ،د عقرب در ویشتمه)‏‌ ‏د زابل د شاه جوي ولسوالۍ په باره خېلو او د شهر صفا ولسوالۍ اسحاقزي مانده سيمه کې ۶۰ ماشومان په تورې ټوخلې ناروغۍ اخته شوي دي.

د یاد ولایت عامې روغتیا ریاست ویلي چې سیمې ته روغتیا پالان رسېدلي او د ناروغانو درملنه یې پیل کړې ده.

ځايي چارواکو په دې اړه نور جزییات نه دي ورکړي.

د ژمي له رارسيدو سره نړيوال مرستندويان او څارونکي په افغانستان کې د بشري او اقتصادي ناورين تر څنګ د روغتيايي ناورین د رامنځته کیدو وېره هم لري.

د دوی په وينا، اقتصادي او بشري ناورين د نورو ستونزو تر څنګ په ساړه ژمي کې د افغانانو او خاص ډول ماشومانو ژوند ګواښي او اړتيا ده چې عاجلې روغتیايي مرستې هم افغانانو ته ورسول شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

میتن (متهن) چکرورتي: د وړیا خوړو لپاره مې په محفلونو کې نڅا کوله

تاند (سې شنبه، د تلې/ میزان ۷ مه) د بالیووډ مشهور اداکار میتن چکرورتي د خپل هنري ژوند د لومړیو ورځو د ستونزو په...