پنجشنبه, سپتمبر 26, 2024
Homeخبرونهد سخت دريځو او اصلاح غوښتونکو ط-انو تر منځ د اختلافاتو د...

د سخت دريځو او اصلاح غوښتونکو ط-انو تر منځ د اختلافاتو د شدت خبر ورکړل شوی

تاند:(دوشنبه ،د عقرب درویشتمه)‏‌ ‏واشنګټن پوسټ ورځپاڼې د طالبانو د يو شمېر چارواکو په حواله د دوی د سخت دریځو مشرانو او اصلاح غوښتونکو د اختلافاتو خبر ورکړی.

سرچېنې د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د نشراتو د رييس مولوي عبدالحق حماد دغې ورځپاڼې ته ويلي، چې د طالبانو ډېری مشران د نجونو د ښوونځيو د بېرته پرانیستلو پلویان دي، خو د اميرالمومنين شاوخوا ته یې يوې نيږدې سخت درېځې ډلې د دغې غوښتنې مخالفت کړی.

د طالبانو يوه مطبوعاتي فعال نجيب الله جامع د مولوي حماد د خبرو ضمني تاييد سره وويل، چې د طالبانو ډېری اصلاح غوښتونکي نه يوازې د نجونو د ښوونځيو بيرته پرانيستل، بلکې په سیاسي او ټولنیزو برخو کې د ښځو ونډه، ټول شموله حکومت جوړیدل او حتا د ټاکنو په اړه د بحث پلویان دي.

ځينو باوري سرچينو تاند ته ويلي، چې د طالبانو د امیرالمؤمنین ملا هبت الله اخندزاده شاوخوا ته د رييس الوزرا ملا حسن اخند په ګډون یې یوه ډله سخت دريځو سلاکارانو د نجونو د ښوونځيو د پرانيستلو او ځينو نورو اصطلاحي ګامونو مخنیوی کړی.

ژورناليست او شنونکی سمیع یوسفزی، چې د طالبانو چارې له نیږدې څاري وايي د طالبانو له محدودو سخت دریځو مشرانو پرته اکثریت یې ډېره برخه خلک د ښوونځيو د پرانيستلو په ګډون د ډېرو اصلاحي ګامونو پلویان دي، خو له دې کبله چې دوی د يوه ايډيالوژيک جریان په توګه خپل اختلافات نه رسنیز کوي، دا اختلافات یې نه دي رسنیز کړي.

د طالبانو وياندويانو د دغو راپورونو په اړه څه نه دي ويلي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب

لار | زهير سپېڅلی