جمعه, فبروري 6, 2026
Homeخبرونهافغاني سره مياشت ۵۴ په سختۍ سره معالجه کیدونکي ماشومان جرمني ته...

افغاني سره مياشت ۵۴ په سختۍ سره معالجه کیدونکي ماشومان جرمني ته لیږي

تاند:(سې شنبه ،د عقرب اوولسمه)‏‌ ‏د افغاني سرې میاشتې ټولنه وايي د سولې کلي موسسې په همکارۍ ۵۴ ماشومان چې د د هډوکو ناروغۍ لري او يا سوزيدلي د درملنې لپاره جرمني ته لیږدوي.

د افغاني سرې مياشتې ټولنې لپاره د طالبانو د ادارې مشر مولوي مطيع الحق خالص وويل، چې د دغو ماشومانو درملنه د المان د سولې کلي په مرسته ترسره کېږي.

د جرمني د سولې کلي له ۱۹۸۷ کال راهیسې د یو شمیر ناروغو افغان ماشومانو د درملنې اسانتیاوې برابرې کړي.

تمه کيږي، چې د پنجشنبې په ورځ به د هلکانو او نجونو په ګډون نوي ماشومان ياد شوي هېواد ته د درملنې لپاره ولیږدول شي.

هغه یادونه وکړه چې له دې وروسته به د زړه د سوري لرونکو ناروغانو درملنه په هېواد کې دننه کېږي او بهر ته د لېږلو اړتیا به نه وي.

د هغه په ​​وينا، افغاني سرې مياشتې په هېواد کې د زړه په سوري ناروغۍ د اخته ماشومانو د درملنې لپاره دوه ميليونه ډالره ځانګړي کړي دي.

د جرمني د سولې کلي له ۱۹۸۷ کال راهیسې په ۸۷ ډلو کې ۴۷۰۰ ناروغ ماشومان د درملنې لپاره جرمني ته لېږدولي او له روغېدو وروسته بېرته افغانستان ته ستانه شوي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د ډاکتر حکیمي کلیزه | ‌‌ذبیح‌الله شفق

زه پوهېدم چي ته به سترګي لکه نن بدلوې ‏‎ځکه مي تا باندي یوه شېبه حساب نه کاوه په ۱۹۹۲م کي هارون حکیمي د زابل په...