Homeخبرونهمحمود کرزی:نظر بند نه يم، د ځینو ستونزو د حل لپاره به...

محمود کرزی:نظر بند نه يم، د ځینو ستونزو د حل لپاره به خپله خوښه هېواد کې پاتې يم

تاند:(سې شنبه ،د عقرب اوولسمه)‏‌ ‏د پخواني ولسمشر حامد کرزي ورور او د کندهار د عینومېني د افکو کمپنۍ مشر محمود کرزی وايي، چې د طالبانو ادارې په هېواد کې ممنوع الخروج کړی نه دی.

نوموړي نن په یوه ویډیويي پیغام کې ویلي، چې د طالبانو د عدلیې وزیر د عینومېني د ځینو ستونزو د حل لپاره موقتي او دده په خوښه انتظار کړی.

هغه زياتوي، چې بهر ته د دایمي استوګنې لپاره نه؛ بلکې د وېزې د تمدید لپاره ځي.

د يادونې وړ ده، کې محمود کرزی په پرزول شوي جمهوري نظام کې د ښار جوړونې وروستی وزير و.

له څو ورځو راهيسې ځینو رسنیو د طالبانو له خوا په کابل هوايي ډګر کې د نوموړي د نیول کیدو راپور ورکړی و، خو د طالبانو د ادارې يوه وياند بلال کریمي وویل، چې هغه د عینو مېنې ښارګوټي شریکوال سره ېې د حقوقي ستونزې له امله ممنوع الخروج شوی دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...