Homeخبرونهکندهار کې یو تن له تښتونکو وژغورل شو

کندهار کې یو تن له تښتونکو وژغورل شو

تاند:(سې شنبه ،د عقرب اوولسمه)‏‌ ‏‏په کندهار کې یو ځوان د انسان تښتونکو له منګولو څخه وژغورل شو.

د کندهار د اطلاعاتو او فرهنګ لپاره د طالبانو رييس ويلي ،چې دغه کس عصمت الله نوميږي او څلوېښت ورځې مخکي د دایکندي ولایت په مرکز کې انسان تښتونکو تښتولی و.

 د سرچينې د معلوماتو له مخې،نوموړی په کندهار کې د طالبانو د امنیتي ځواکونو له لوري وژغورل شو او د سه شنبې په ورځ کورنۍ ته سهي او سلامت وسپارل شو.

د طالبانو له واکمنيدو وروسته، د داسې پېښو خبرونه زیات شوي، خو چارواکو د تښتول شویو کسانو د بیرته خوشې کیدو خبرونه ورکړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

له مرحوم محمد هاشم میوندوال سره زما دوې خاطرې | زمری محقق

د میوندوال د شهادت د ۵۳ کال په مناسبت: لومړی خاطره (انتخابات ):   د مرحوم محمد هاشم میوند وال د انتخاباتو څځه زما یوه نه هیریدونکې...