دوشنبه, مې 20, 2024
Homeخبرونهکراچۍ کې د سلګونه افغانانو د نیولو جزییات خپاره شول

کراچۍ کې د سلګونه افغانانو د نیولو جزییات خپاره شول

تاند:(سې شنبه ،د عقرب اوولسمه)‏‌ ‏د پاکستان د سند ایالت په کراچۍ ښار کې د طالبانو تر کنټرول لاندې د افغانستان کونسلګرۍ په سند کې د پاکستان د پوليسو له لوري د سلګونه افغانانو د نیولو جزییات وړاندې کړي.

د دغې کونسلګرۍ سرکونسل عبدالجبار تخاري ویلي، چې پاکستاني پوليسو په وروستيو کې له سند ایالت څخه يوازې په اکتوبر او نومبر میاشتو کې تر ۱۳۰۰ پورې افغانان نیولي، چې ښځې او ماشومان هم پکې شامل دي.

نوموړي زياته کړې، چې په دغو کسانو کې څه باندې دوه نیم سوه مېرمنې او څه باندې درې سوه ماشومان هم شامل دي.

د طالبانو تر کنټرول لاندې د افغانستان دغې کونسلګرۍ دا هم ویلي، چې د ډېرو دغو افغان بنديانو د خلاصون هڅې ېې کړي، خو د خوشې شویو او په بند کې پاتې کسانو د شمېر په اړه ېې څه نه دي ويلي.

طالب ديپلومات په عین حال کې ويلي، چې افغانانو او پاکستانيانو تر منځ د کرکټ سياليو په سر ناندرۍ د دغو افغانانو د نیولو اصلي دليل دی.

په پاکستان کې ېوې پښتنې مدافع وکیلې انيزه کاکړ وويل، چې پاکستاني پوليسو د هر افغان بندي د خوشې کیدو په سر تر زرو امريکايي ډالرو پورې له دوی رشوت غوښتی.

د طالبانو سرکونسل د نیول شویو افغان کډوالو د نیولو یو بل دلیل په پاکستان کې د دوی ناقانونه موجوديت ښودلی، خو انيزه کاکړ وويل چې په پاکستان کې د قانوني استوګنې اسناد لرونکي افغانان هم په نیول شویو کسانو کې شامل دي.

د طالبانو يادې کونسلګرۍ تر هغې وروسته په دې اړه محتاطانه غږ پورته کړ، چې پرون د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي د پاکستاني پولیسو لخوا د دغو افغانانو د بندیانولو خلاف غبرګون وښود او دا ستونزه ېې رسنیزه کړه.

کرزي له ملګرو ملتونو او د بشري حقونو له مدافع بنسټونو وغوښتل، چې په پاکستان کې د مېشتو افغان کډوالو حقونو د دفاع لپاره لاس په کار شي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ رهبر منظور پښتین د ډيورنډ فرضي کرښې په اوږدو او د پاکستان تر واکمنۍ لاندې سیمو کې افغانانو سره د پاکستان د ناوړه چلند خلاف د ولسي لاریون اعلان وکړ.

د طالبانو پر ادارې نیوکه کیږي، چې نه یوازې په پاکستان، بلکې ایران، ترکېې او د نړۍ په بل هیڅ هېواد کې ېې د افغان کډوالو د ستونزو په اړه مسوولانه دریځ نه دی غوره کړی.

1 COMMENT

  1. د سر کونسل پرځای جنرال قونسل او دفتر ته یې جنرال قونسلګري وایی .
    د قونسل سر بله معنی ورکوي .

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب