ډېوه بېجينګ، چين
د افغانستان ځوان سوداګر علي فيض د درېيم ځل لپاره د چين په وارداتي نړيوال نندارتون کې ګډون کوي او دا ځل يې لا زيات افغان توليدات دغه نندارتون ته وړاندې کوي. اوس هغه په دغه نندارتون کې ستوری سوداګر ګڼي او د ده په پلورځي کې زيات شمېر چيني مشتريان افغان توليدات ګوري او اخلي. په مسلسلو دريو دغه نندارتونونو کې د علي فيض د ګډون کولو لېوالتيا له سترو سوداګريزو فرصتونو سره تړاو لري. د افغانستان توليدات د دغه نندارتون له لارې د چين پراخ بازار ته ننوتلي دي. علي فيض وويل، چې د افغانستان جلغوزي په يوه او دوو ثانيو کې په زرګونو بيلو پلورل شوي او لسګونه ټنه جلغوزي په ډېر لنډ وخت کې پلورل شوي هم دي، چې دا يوازې په چين کې ليدل کېږي.
په افغانستان کې له لسيزو جګړو وروسته اقتصاد سخت زيانمن شوی. له ۲۰۲۱م کال څخه امريکا او ځيني لوېديځ هېوادونه له افغانستان څخه په وتو سره مرستې ځنډولې او پر افغانستان يې اقتصادي بنديز لگولی دی، نو د دغه هېواد د بيارغونې بهير لا نور ستونزمن شوی. د افغانستان سرپرست حکومت او خلک په خپله د قتصاد د پرمختګ اهميت پېژندلی دی. د افغانستان خلک تل وايي، چې موږ بډايه طبيعي زېرمې، د ښه کيفيت کرنيز توليدات او ځانګړي لاسي صنايع لرو، خو بازار غواړو. د چين وارداتي نړيوال نندارتون يو داسی ډګر دی چې د چين له بازار سره نښلوي، چې د بېلا بېلو هېوادونو نوي توليدات او ټکنالوژۍ په دغه نندارتون کې له ښودلو وروسته د چين د بازار دروازه خلاصولی شي.
اوسمهال، په نړيوال وضعيت کې ستر بدلون راغلی او د نړيوال اقتصاد د پرمختګ خوځنډه ځواک کمزوری دی. څنګه بايد د نړيوال اقتصاد د پرمختګ ستونزې حل شي؟ د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د چين د پنځم وارداتي نړيوال نندارتون تر سره کولو په وخت کې ورته ځواب کړی، چې بايد د ورخلاصون له لارې ستونزې حل کړو، د همکارۍ او نوښت ځواکونه دې راغونډ کړو، ګډې ګټې دې ومومو، د اقتصاد نړيوال کېدو ته دې پرمختګ ورکړو او د بېلا بېلو هېوادونو خلکو ته دې د پرمختګ د ګټو رسولو لپاره هڅې وکړو.
چين پر ورخلاصون ټينګار کوي او د چين بازار به د نړۍ د بېلا بېلو هېوادونو د توليداتو او ټکنالوژيو صادراتو ته فرصت ورسوي، دغه راز هر هېواد په مساوي ډول دغه فرصت شريک وي او د هر هېواد ښه توليدات د چين په بازار کې د هرکلي وړ دي. د چين بازار البته د افغانستان د ښو توليداتو مرجع ده. د چين او افغانستان تر منځ د هوايي دهلېز له پرانيستلو راهيسې، د چين په بازار کې د افغانستان جلغوزي چټک پلورل شوي او د افغانستان خلک د چين بازار په اړه لوړې تمې لري. ښاغلي علي فيض وويل، چې زما کاروبار د ځان نه دی، لا زيات چيني مشتريان د افغانستان توليدات اخلي، زما د وطن د خلکو ژوند د ښه والي لپاره رښتينی رول لري. د افغانستان خلک هيله لري، چې خپلې کورنۍ بيا ابادې کړي او په خپل هېواد کې د طبيعي سرچينو له لارې خپلې شتمنۍ رامنځته کړي، څو نور هېوادونه به د افغانستان په کورنيو چارو کې لاسوهنه ونه کړي.
د امريکا ولسمشر جو بايډن د نومبر په ۴مه نېټه په کاليفورنيا ايالت کې د منځمهاله ټاکنو د کمپاين په يوې غونډه کې ويلي، چې افغانستان د خدای له ياده وتلی او په ګڼو ستونزو کې راګير هېواد دی. د بايډن دغه څرګندونې د خواشينۍ او افسوس وړ دي. افغانستان د خدای په ياد دی او يو ښه ځای دی، بډايه طبيعي سرچينې او توليدات لري، او يوه ورځ به په دې اتکا ښه ژوند رامنځته کړي. وګوره، د چين په وارداتي نړيوال نندارتون کې د چين تصدۍ او مشتريان په پر له پسې ډول د افغانستان د توليداتو په پلور ځای کې تګ راتګ کوي، دغه توليدات اخلي، له افغان سوداګر سره د معاملې تړونونه لاسليک کوي. موږ پوهېږو، چې افغانستان به ستونزو ته ماتې ورکړي او په نړيوال ډګر کې به خپل ځای ولري.