شنبه, اپریل 27, 2024
Homeخبرونهافغانستان بهرنيو هېوادونو ته ۶۵ زره کارګران استوي

افغانستان بهرنيو هېوادونو ته ۶۵ زره کارګران استوي

تاند:(سې شنبه ،د عقرب اوولسمه)‏‌ ‏د طالبانو د کار اوټولنیزو چارو وزارت وايي ،چې ۶۵ زره کسان د کار په موخه بهرنیو هېوادونو ته لېږي.

د یاد وزارت مرستيال مخدوم عبدالسلام سعادت ویلي، چې ۶۵زره کسان به کار په موخه قطر، سعودي او ترکيې ته ولېږي.

د نوموړي په وينا، یادو هېوادونو تازه طالبانو سره ژمنه کړې، چې په مختلفو برخو کې به افغان کارکوونکي ومني.

طالبانو په دې اړه نور جزییات نه دي ورکړي.

د افغانستان د پرزول شوي جمهوري نظام پر مهال يو شمېر هېوادونو سره عملآ د افغان کارګرانو د استولو په اړه تړونونه هم لاسليک شوي وو، خو دا هوکړې عملي شوې نه وې.

خلکو په هېواد کې پراخ بشري او اقتصادي ناورين ته په کتو سره د داسې هوکړو کیدل او عملي کیدل ېې مهم بللي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب