یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهافغانستان تر پخوا خوندي خو تر ټولو نا امنه هېواد؛ سمنګاني: امریکایي...

افغانستان تر پخوا خوندي خو تر ټولو نا امنه هېواد؛ سمنګاني: امریکایي نظر پوښتنې همداسې وي

تاند:(پنجشنبه ،د عقرب پینځمه)‏‌ د ګالوپ په نوم يوې نړيوالې موْسسې د هېوادونو د امنيت په اړه خپل کلنی راپور خپور کړی.

په دغه راپور کې راغلي، چې افغانستان د ۲۰۱۹ په پرتله نسبي امنيت لري، خو لا هم د نړۍ تر ټولو نا امنه هېواد دی.

ګالوپ وايي، چې د نظر پوښتنې مهمه پوښتنه یې دا وه، چې آيا پر خپلو سیمه ییزو پولیسو باور لري، په خپلو سیمو کې ځانونه خوندي بولي او آیا تېر کال د غلو کوم برید سره مخامخ شوي کنه؟

سرچينه زياتوي، چې د همدغو پوښتنو د ځوابونو په اساس یې افغانستان د نړۍ تر ټولو نا امنه هېواد موندلی.

په دغه نظر پوښتنه کې سینګاپور د نړۍ تر ټولو امن او افغانستان تر ټولو نا امنه هېواد ګڼل شوی.

ګالوپ زياتوي، چې د ۲۰۲۰ وضعيت ېې د کرونا ویروس د بحران له امله نه دی څېړلی، خو په دغه کال کې هم وضعیت له ۲۰۱۹ سره ډېر توپير نه درلود.

د ګالوپ نظر پوښتنه په افغانستان کې د طالبانو حاکمیدل د تاوتريخوالي د کمیدو عامل ګڼل شوی، خو ويل شوي چې امنيت نه دی ښه شوی.

دغې ادارې زياته کړې، چې دوی د تاوتريخوالي او امنيت توپيرونه د نړیوالو معیارونو په اساس کړی، ځکه افغانستان کې تشنج کم شوی، خو خلک لا هم له طالبانو سخت وېريږي او ځانونه خوندي نه بولي.

د طالبانو غبرګون

د حکومت د رسنیو مرکز لپاره د طالبانو له لوري ټاکل شوي رييس انعام الله سمنګاني د ګالوپ امریکايي بنسټ دغه راپور ته غبرګون ښودلی.

سمنګاني ویلي، چې په دغه راپور کې روسيه د نړۍ څلورم نا امنه هېواد ښودل شوی.

طالب وياند هره هغه نظر پوښتنه او راپور چې امریکایانو چمتو کړی وي، پايله ېې بايد همداسې وي.

2 COMMENTS

  1. په افغانستان کی د نړۍ د ټولو هیوادونو په نسبت د ځانی امنیت کچه لوړه ده خو اقتصادی او شُغلی او جنسیتی او مدنی او تعلیمی امنیت اصلاً د ډاډ وړ نه دئ.
    البته
    یوازی ځانی امنیت کفایت نه کوی ( د ژوند پر نورو چارو هم باید د ” امنیت ” د اِحساس رُڼا خپره وی ).
    بله دا چی پر نړۍ خصوصاً افغانستان باندی هر اړخیز امنیت !!!!!!! د امریکې د امنیت !!! محصول دئ.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب