یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهاقتصادي خبرونهافغانستان بانک: نوي بانک نوټونه به ژر بازار ته وړاندې کړو

افغانستان بانک: نوي بانک نوټونه به ژر بازار ته وړاندې کړو

تاند:(پنجشنبه ،د عقرب پینځمه)‏‌ د طالبانو تر کنټرول لاندې د افغانستان بانک چارواکو ويلي، چې له يوې مياشتې په کمه موده کې به نوي چاپ شوي بانک نوټونه بازار ته وړاندې کړي.

د دغه بانک د تفتيش کمېټې ويلي، چې نوي بانک نوټونه چې تر ۱۰ ميليارده افغانيو کیږي، د پول پولنډ امنيتي شرکت له لوري چاپ شوي دي.

د سرچينو د معلوماتو له مخې، يادې پيسې به له يوې مياشتې تر کمې مودې افغانستان ته را ورسیږي.

مخکې د افغانستان بانک ځينو سرچينو ويلي، چې پر دغو بانک نوټونو د جمهوري نظام د مقاماتو لاسليکونه دي.

ويل شوي، چې په بازار کې د افغاني بانک نوټونو د کمښت ستونزه له څو کلونو راهيسې موجوده وه او د جمهوري نظام په وروستيو کلونو کې د نويو بانک نوټونو د چاپ چارې جريان کې وې.

د طالبانو له واکمنيدو سره دغه لړۍ دريدلې وه، خو د افغانستان لپاره د امريکا ځانګړي استازي ټام ويسټ تېره اونۍ وویل، چې هېواد ېې پر طالبانو له بانکي بنديزونو سره يې د دغو بانک نوټونو د چاپ اجازه ورکړې ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب