جمعه, فبروري 6, 2026
Homeخبرونهد يوه ډاکټر د وژل کیدو او صراف د ټپي کیدو تر...

د يوه ډاکټر د وژل کیدو او صراف د ټپي کیدو تر څنګ يوه سپين ږيري ځانوژنه کړې

تاند:(پنجشنبه ،د عقرب پینځمه)‏‌ د افغانستان له مختلفو سيمو څخه تاند ته په رسيدلو راپورونو کې راغلي، چې د يوه ډاکټر د وژل کیدو او يوه صراف د ټپي کیدو تر څنګ يوه سپين ږيري ځانوژنه کړې ده.

راپورونه ښيي، چې پرون ماښام د مزار شريف په اوومه ناحیه کې د اسدالله شارق په نوم يو ډاکټر د خپل کور مخکې وژل شوی.

د بلخ د امنیه قومندانۍ لپاره د طالبانو وياند محمد آصف وزيري وويل، چې د ناڅرګندو کسانو په ډزو ياد شوی ډاکټر وژل شوی او موټر چلوونکی يې ټپي دی.

د کندهار له دامان ولسوالۍ څخه بيا د غلو په ډزو د اسدالله په نوم د یوه صراف د ټپي کیدو او ورڅخه د پيسو د وړلو خبر هم ورکړل شوی.

له کاپیسا څخه د يوه سپين ږيري د ځانوژنې راپور هم تر لاسه شوی.

د سپين ږيري نوم محمد نعيم، د اوسېدو ځای نجراب ولسوالي او د ځانوژنې دليل اقتصادي ستونزې ښودل شوي.

د طالبانو يوه ځايي وياند عبدالفتاح فايز ويلي، چې هغه رواني ناروغ و.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د ډاکتر حکیمي کلیزه | ‌‌ذبیح‌الله شفق

زه پوهېدم چي ته به سترګي لکه نن بدلوې ‏‎ځکه مي تا باندي یوه شېبه حساب نه کاوه په ۱۹۹۲م کي هارون حکیمي د زابل په...