Homeخبرونهبادغيس کې د ګازو يوه زېرمه کشف شوې

بادغيس کې د ګازو يوه زېرمه کشف شوې

تاند:(پنجشنبه ،د عقرب پینځمه)‏‌ په بادغیس کې د طالبانو ځايي چارواکو د ګازو د یوې لویې زېرمې د کشف خبر ورکړی.

  د بادغيس د کانونو لپاره د طالبانو رييس قاري شمس الدين نظامي وايي، چې د کانونو او پټروليم وزارت انجنيران د لومړنيو څېړنو په موخه دغه ولايت ته ورغلي او د بالامرغاب ولسوالۍ په تنګي بزبای سيمه کې يې د ګازو یوه ستره زېرمه کشف کړې ده.

هغه په دې اړه نور جزییات نه دي ورکړي.

د طالبانو له واکمنيدو سره په ډېرو هغو سيمو کې چې پخوا نا امني وه، اوس د کانونو د سپړلو او نویو کانونو د کشف خبرونه ورکړل شوي.

طالبان باور لري، چې د کانونو په ګډون نورو طبيعي سرچينو څخه به د خپلې واکمنۍ مالي اړتياوې پوره کړای شي.

د دوی منتقدین بيا وايي، چې طالبانو افغانستان او اړوندې ادارې یې له مسلکي کادرونو تصفيه کړي او په دې صورت کې به د غیر مسلکي مسوولینو او ملایانو په لاس د کانونو کيندل او خرڅلاو د هېواد په تاوان تمام شي.

1 COMMENT

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...