شنبه, اپریل 20, 2024
Homeخبرونهاقتصادي خبرونهسپين بولدک کې د اوبو چيک ډم جوړ شو

سپين بولدک کې د اوبو چيک ډم جوړ شو

تاند:(پنجشنبه ،د عقرب پینځمه)‏‌ د کندهار په سپین‌بولدک ولسوالۍ کې د اوبو چیک ډم جوړ او پرانيستل وسپارل شو.

د طالبانو ځايي چارواکو ويلي،چې دغه چيک ډم د کلیو او پراختیا ریاست له لوري د خوړو د نړیوال سازمان په مالي ملاتړ په اخترزو کلي کې جوړ شوی.

 د کندهار د کلیو او پراختیا لپاره د طالبانو رئیس ملاعبدالجبار حکمت وویل” د اوبو دا چیک ډم چې د ۴۵۰ متره مکعب اوبو ذخیره کولو وړتیا لري، په ۷ متره جګوالي، ۱۷۰ متره اوږدوالي او ۳۲ متره مساحت سره د ۱۱ میلیونه افغانیو په لګښت جوړ شوی دی”.

 د هغه په وینا” له دې چیک ډم څخه به ۳۹۸ کورنۍ په مستقیمه او ۲۷۸۶ کورنۍ په نا مستقیمه توګه ګټه واخلي”.

 د کندهار د اقتصاد لپاره د طالبانو رئیس ملا عبدالسلام بریالي وویل، چی د دوی له بيا واکمنيدو سره په کندهار کې دا څلورم لوی چیک ډم دی، چې جوړيږي.

د هغه خبره د ۲۱ نورو بندونو او چیک ډمونو د جوړېدو چارې عملاً د بېلابیلو ادارو له لوري دوام لري.

2 COMMENTS

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب