جمعه, اپریل 26, 2024
Home+یو سفر، یوه پوښتنه | آصف بهاند

یو سفر، یوه پوښتنه | آصف بهاند

د اوکراین د سفر یوه خاطره

ما (آصف بهاند) د اوکرایین پلازمینې کییف ته څو ځلې سفرونه کړي دي، تر ټولو له خاطرو ډک سفر مې د ۲۰۱۴ ام کال په مني (د اکتوبر له پیل نه تر پایه پورې) کې و چې یو زرین منی مې د زېـړو پاڼو د رژېدو او تر پښو لاندې د ماتېدو له میلودي سره تېر کړ.

د دې سفر په ترڅ کې مې د کییف په زړه کې یو سرخلاص نظامي موزیم هم ولید. په دې موزیم کې یوه په زړه پورې خو دردونکې برخه هم وه چې پر افغانستان باندې د شوروي قواوو د یرغل په موده کې، کومې درنې او سپکې وسلې چې شوروي نظامیانو هلته کارولې وې؛ د هغو بېلگې په دې موزیم کې اېښودل شوې وې چې یوه بېلگه یې یوه جنگي چورلکه وه. زه د شعر په ژبه له دې چورلکې سره غږېدلی یمه. دا شعر ما د ۲۰۱۴ ام کال د نومبر پر اته ویشتمې خپور کړی و، اوس چې د اوکرین جگړې ټوله نړلۍ لړزولې ده او منفي تاثیرات یې د نړۍ هروگړي ښورولی دی، د هغه وخت اوکراین او د هغه وخت کییف له اوسني اوکرایین او کییف سره هېڅ د پرتلنې وړ نه دی.

د ۲۰۱۴ ام کال په اکتوبر کې د د زېـړو زرینو پاڼو شړقا وه او د سږ په اکتوبر کې د رنگارنگ مرمیو پـړقا ده؛ زه په دغسې یو حالت کې یو ځل بیا خپل یاد شعر (چورلکې نه پوښتنه) له دې لنډکۍ مقدمې سره خپروم.

هېڅ چا به فکر نه کاوه چې اوکرایین او کییف به د هغې جگړې ډگر شي، چې همدې چورلکې او د دې چورلکو امرینو او چلونکو په افغانستان کې توده ساتلې وه. ما چورلکه یو ژوندی انسان گڼلې، خبرې مې ورسره کړې دي او دا پوښته مې ځنې کړې ده:

چورلکې نه پوښتنه

زه هم پیلوټ یم

خو د اوښکو پیلوټ 

موږ ته تیاره طیاره د ویر راغلې ده سپاره یو په کې

دا دی د جنګ الوت مو کړی دی کرار نه کینو

دا دی د ویر الوت مو کړی دی خندا نه لرو

خو دې الوت کې موږ بقا نه لرو

په دې الوت کې نن هم لاړمه ډیر لرې، لرې

لاړمه نن یو نندارتون ته

چې نا څاپه مې خندا په ژړا واوښتله

چا را ته وې چې دغه دړه ګوره!

ما چې کتل: 

ورباندې نوم زما د وطن ښکاره شو 

سترګې مې ښې خلاصې کړې ومې لیدل

هلته د اوسپنې په شمار څو اسبابونه ولاړ 

یوه چورلکه، څو ټانکونه ولاړ 

یو ځیـږهَ غږ له کومې خوا نه را تهَ 

چې دې چورلکې په افغان او په ستان کې ډیر خدمت کړی دی

زه هم زینې ته ور نږدې شومه ور وختمه

د ژوند یوه نښه یې منځ کې نه وه 

یو یې پیلوټ، څلور دیسانت ځاییدل 

زه د پیلوټ په ځای کې کیناستمه 

شا و خوا دومره سوچونه او تنۍ ډیرې وې 

لکه زما د وطن ویر چې ډیر دی

هماغه یو ځیـږ غږ راته ویل یې:

چې دې چورلکې په افغان او په ستان کې ډیر خدمت کړی دی 

زه د پیلوټ ځای کې کرار ناست وم خندا راغلله

او د خندا پټو څپو سره مې مخې ته ژړا راغلله

زړه کې مې ځان سره ژړل او ویل: 

خدمت خو دا وي چې د بم پر ځای ګلان وکري

خدمت خو دا وي چې سپیره ډاګونه شنه کاندي

او کلیو کې مکتب ودان کړي

خدمت خو دا وي چې نا لوستي هلکان او نجونې

له لاسه ونیسي ښوونه او روزنه ورکا 

خدمت خو دا وي چې یا هیڅ ور نه شي

او که ورځي نو آبادي به کوي

فولاد نه جوړ له دې شاهین نه په څو ځلې تاو شوم

د ژوند یوه نښه یې هیڅ یو څنګ کې 

او یا هم منځ کې نه وه 

ښکته او پورته، لاندې باندې 

څلور خوا ته یې د مرګ نښې وې 

په پای کې پوه شوم چې خدمت څه شی وي

ورغلم مخې ته یې

سترګو په سترګو سره ودریدو

ما وې چې څوک نه شته رښتیا و وایه!

دې اوسپنیز سطل نه غږ راوزي:

چې تا خدمت کړی دی

زه بې هم ومنم دغه خدمت دې

خو ته رښتیا و وایه:

تا د خدمت موده کې

زما د څو تنو ځیږ پوستو هیواد والو وینه تويې کړله؟؟؟

۲۰۱۴/۱۰/۲۰

کییف، اوکراین

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب