جمعه, مارچ 29, 2024
Homeخبرونهکاناډا:د ۴۰ زره پلان شویو له ډلې مو ۲۳۵۰۰‌‌ خطر ځپلي افغانان...

کاناډا:د ۴۰ زره پلان شویو له ډلې مو ۲۳۵۰۰‌‌ خطر ځپلي افغانان لېږدولي

تاند:(پنجشنبه ،د عقرب پینځمه)‏‌ د کاناډا د کډوالو چارو وزير شان فریزر وايي، چې هېواد ېې د ژمنه کړو ۴۰ زره تنو له ډلې ۲۳۵۰۰ تنه افغانان، چې هېواد کې یې ژوند له خطر سره مخ و، کاناډا ته لېږدولي دي.

شان فریزر په یوه ټویټ کې دا هم ویلي، چې د ۲۰۲۳ کال تر پايه به د دغو کسانو شمېر ۴۰ زره تنو ته ورسوي.

کاناډا د افغانستان د جمهوري نظام له سقوط وروسته ژمنه وکړه، چې ۴۰ زره خطر ځپلي افغانان به د پناه غوښتونکو په توګه ومني.

دا په داسې حال کې ده، چې له تېرو څو اونيو راهيسې دغه هېواد له پاکستان او تاجيکستان څخه د سلګونه افغانانو د لېږد لړۍ بیرته پیل کړې ده.

په افغانستان کې د جمهوري نظام له سقوط وروسته ډېر افغانان د هېواد پريښودو په تکل کې دي.

دوی د طالبانو له لوري د ژوند د محدودیتونو لپاره ظالمانه قيودات، د نجونو د ښوونځيو تړل کیدل، اقتصادي او بشري ناورين او دغه راز د طالبانو غچ اخیستونکي اقدامات له افغانستان څخه د وتو عمده لاملونه بولي.

طالب چارواکو بيا په دې اړه ادعاوې بې بنسټه ګڼلي دي.

د یادونې وړ ده، چې د جمهوري نظام له سقوط څخه وروسته ته شاوخوا ۸۰ زره افغانان امریکا متحده ایالاتو ته تللي، جرمني هم لسګونه زره منلي او ژمنه یې کړې چې لسګونه زره نور هم مني.

د دې ترڅنګ په میلیونونه نور افغانان په قانوني او غير قانوني لارو پاکستان، ایران، تاجیکستان، ترکېې او نورو هېوادونو ته تللي.

1 COMMENT

  1. داخو ډیر خینت دی چې منډې وهې دغه غله هرچېرته منډې وهې ، نیکونه یې هم مهاجر وو دوی د ورک شي .

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب