Home+ناوې د زوم له ګاڼو او پیسو سره وتښتېده 

ناوې د زوم له ګاڼو او پیسو سره وتښتېده 

داوود جبارخیل
په هند کې په یوه عجیبه پېښه کې یوه ناوې د واده له مراسمو یوه ورځ وروسته وتښتېده او د زوم له کوره یې ټولې پیسې او زیورات غلا کړل.
ناوې وروسته له خپل میړه سره په تلیفوني اړیکه کې وویل: “زه له تاسره مینه نه لرم او نور ما ته ټیلیفون مه کوه”.
دا پیښه د هند د کانپور ښار په جنوب کې د بلهار ولسوالۍ په یوه کلي کې شوې ده.
دغه ځوان زوم چې اوس په دې پوه شوی چې د درغلۍ قرباني شوی، د دې ښځې او د هغې د کورنۍ پر ضد د پولیسو په څانګه کې شکایت کړی دی.
د “انډین ایکسپریس” ورځپاڼې د راپور له مخې، میړه یې پولیسو ته شکایت کړی او موضوع یې تر څېړنې لاندې ده.
زوم په خپل شکایت کې ویلي، کله چې د واده د شپې يه سهار له خوبه را پاڅېده، مېرمن یې د واده په مراسمو کې د ورکړل شویو زیوراتو او جامو تر څنګ ۳۰ زره روپۍ له ځان سره وړې وې.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...