Homeخبرونهاروپايي ټولنه: افغانان، سيمه او نړۍ ټول په افغانستان کې ټول ګډونه...

اروپايي ټولنه: افغانان، سيمه او نړۍ ټول په افغانستان کې ټول ګډونه حکومت غواړي

تاند:(پنجشنبه ،د عقرب پینځمه)‏‌ د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي توماس نیکلسون يو ځل بيا په افغانستان کې د ټول ګډونه حکومت د رامنځته کیدو غوښتنه کړې ده.

نوموړي په تازه څرګندونو کې ويلي، چې افغانان، د سيمې او نړۍ هېوادونه ټول په دې اړه يو ډول غږ او غوښتنه لري.

هغه د اروپايي پارلمان د بهرنيو اړيکو د کميټې په غونډه کې ټينګار کړی، چې د ټول ګډونه حکومت رامنځته کېدل او د بشري حقونو تامين به په په اوږدمهاله توګه د افغانستان او سيمې د ثبات کيلي وي.

د نوموړي او نورو ډېرو بهرنيو ديپلوماتانو دا غوښتنه بيا-بیا په داسې مهال مطرح کيږي، چې د طالبانو حاکمه اداره ځان د افغانستان ټول شموله حکومت بولي او د بشري حقونو د پوره تامين ادعاوې لري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...