Homeخبرونهملګري ملتونه:۷۹ سلنه افغان کورنۍ په ژمي کې د ځان تودولو امکانات...

ملګري ملتونه:۷۹ سلنه افغان کورنۍ په ژمي کې د ځان تودولو امکانات نه لري

تاند:(پنجشنبه ،د عقرب پینځمه)‏‌ ‏د‌ ملګرو ملتونو د مرستو د همغږۍ ادارې د ژمي له رارسيدو سره په افغانستان کې د خلکو د سخت وضعيت په اړه انديښنه څرګنده کړې ده.

دغې ادارې (اوچا) په يوه تازه راپور کې ویلي،‌ چې ۷۹ سلنه افغان کورنۍ د ځان تودولو امکانات نه لري.

ويل شوي، چې دغه ۷۹ سلنه کورنۍ په داسې ځايونو کې اوسيږي، چې ودانيو ته پکې اړتيا ده.

د ۵۶ سلنه نورو افغانانو په اړه ويل شوي، چې لږ تر لږه خپلو ماشومانو ته د ژمنیو لباسونو د برابرولو امکانات نه لري.

ياده اداره په ورته مهال زياتوي، چې د افغانستان د ژمنیو اړتياوو لپاره ېې تر اوسه د غوښتل شوې مرستې ۷۷ سلنه لا هم نه ده موندلې.

اوچا ادارې د ژمنیو مرستو لپاره څلور میلیارده ډالره غوښتې وه، چې تر اوسه ېې يوازې ۳۳ سلنه برابره شوې.

دغه نړيواله اداره ۲۴ میلیونه افغانان د بشري مرستو مستحق بولي.

د نړیوالو ادارو په وروستيو راپورونو کې د افغانستان د فقر ځپلو کچه د ټول هېواد د نفوسو ۹۷ سلنه ښودل شوې ده.

طالب چارواکو هم له نړیوالې ټولنې افغانانو سره د عاجلو مرستو غوښتنه کړې.

د تېر کال په ژمي کې د لوږې له کبله د یو شمېر افغانانو د تلف کيدو راپورونه ورکړل شوي وو او د بشري حقونو یو شمېر فعالان د نورو ورته تلفاتو انديښنه لري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...