Homeخبرونهملا برادر د چین سفیر ته د ور پېښو انديښنو د حل...

ملا برادر د چین سفیر ته د ور پېښو انديښنو د حل ډاډ ورکړ

تاند:(چار شنبه ،د عقرب څلورمه)‏‌ ‏د طالبانو د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند د افغانستان لپاره د چین سفیر وانګ یو سره په لیدنه کې د افغانستان له خاورې د دغه هېواد د انديښنو د حل ډاډ ورکړی.

د نوموړي د دفتر په یوه اعلامیه کې راغلي، چې ‏په دې لیدنه کې دواړو لورو د افغانستان او چین ترمنځ د سترو اقتصادي پروژو د هوکړه شویو مواردو پر عملي کولو او ددې پروژو د عملي چارو پر پیل هر اړخیزې خبرې وکړې.

سرچينه زياتوي:« ملاصاحب وويل، چين او افغانستان تاريخي اړيکې لري موږ د دغو اړيکو لا پراختيا غواړو، چین په نړیوال اقتصادي فورم کې اوسمهال تر ټولو ښه ځای لري او موږ د چین له حکومت څخه غواړو چې په افغانستان کې پانګونه وکړي. »

‏د هغه په خبره، افغانستان پراخې طبیعي زېرمې لري او اوسمهال په افغانستان کې یو خوندي چاپېریال رامنځته شوی دی.

  ملا برادر همدا راز له چین څخه وغوښتل چې افغانستان دې د «یو کمربند او یوه لار» پروژه کې ور داخل کړي.

د چین سفیر وانګ ‌یو د خپلو خبرو پر مهال وویل، چین له افغانستان سره د خپلو اړیکو پراختیا غواړي او په هر حالت کې د نوي حکومت ملاتړ کوي.

 د هغه په خبره، چین په همدې موخه په پلان کې لري چې ډېر ژر به په هغو پروژو چې د چین له لوري پیل شوې وې، عملي کار پیل کړي او همدارنګه هغه نورې لویې پروژې چې د نړېوال بانک یا هم د آسیا پراختیایي بانک له لوري تمویلېدې او اوس نیمګړې پاتې دي، غواړي بشپړې کړي.

دده په خبره دوی د طالبانو له حاکمې ادارې څخه غواړي، هغه پروژې چې دوی ته لومړیتوب لري، له دوی سره دې په اړه معلومات شریک کړي، تر څو دوی په دې برخه کې د پانګونې له پاره پلان جوړ کړي.

د چین سفیر زیاته کړه، هېواد یې چمتو دی چې د طالبانو حاکمې ادارې سره خپلو دوه اړخیزو همکاریو او اړیکو ته دوام ورکړي او په دې برخه کې به له هېڅ راز هلو ځلو ډډه ونکړي.

د طالبانو د اعلاميې په اساس، ملا برادر وويل، د طالبانو حاکمه اداره چين ته د ټولو هغو اندېښنو د له منځه وړلو اطمينان ورکوي چې دوى يې د افغانستان له خاورې څخه د پېښېدو په اړه لري.

د طالبانو په اعلامیه کې له افغانستان څخه د چين د مطرح شویو انديښنو په اړه جزييات نه دي ورکړل شوي.

ویل کیږي، چې د ایغور مسلمانان، چې د دغه هېواد د کمونيسټي نظام خلاف فعالیت کوي، چین ورسره د طالبانو له اړیکو انديښمن دی.

چینایي چارواکو په ښکاره په دې اړه څه نه دي ويلي، خو طالب چارواکو د سیمې او نړۍ ټولو هېوادونو ته ډاډ ورکړی، چې د افغانستان خاوره به ېې پر خلاف نه کارول کېږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...