پنجشنبه, مې 2, 2024
Homeخبرونهد ط-انو دفاع وزارت کې پراخ بدلونونه؛ ملا هبت الله ۲۷ نوې...

د ط-انو دفاع وزارت کې پراخ بدلونونه؛ ملا هبت الله ۲۷ نوې ګمارنې کړي

تاند:(چار شنبه ،د عقرب څلورمه)‏‌ د طالبانو امیرالمؤمنین ملا هبت الله اخندزاده د دوی د دفاع وزارت په تشکیلاتو کې نوې ګمارنې کړي.

 د‌ طالبانو په یوه اعلامیه کې د دغو ګمارنو جزییات په دې ډول ښودل شوي:

1.د ۲۰۷ الفاروق قول اردو مخکینی قومندان مولوي محمد ظریف مظفر؛ د ملي دفاع وزارت د ټیکنالوژۍ او لوژستیک د معین په توګه

‏2.د ملي دفاع وزارت د اپراسیون مخکینی رئیس مولوي باز محمد حمیدي، د همدې وزارت د پرسونل او تعلیماتو معینیت د مرستیال په توګه

3.د ۲۰۵ البدر قول اردو مخکینی مرستیال ملا عبدالغفار محمدي د ملي دفاع وزارت د هوايي قواوو د قومندان په توګه

‏4.د تخار ولایت مخکینی والي مولوي نورالدین؛ د ملي دفاع وزارت د ساختماني چارو د رئیس په توګه

5.د ۳۱۳ مرکزي قول اردو مخکینی مرستیال مولوي نور الرحمن نصرت؛ د ملي دفاع وزارت د اپراسیون د رئیس په توګه.

‏6.د ۲۰۹ الفتح قول اردو مخکینی قومندان ملا امیرخان حقاني؛ د ۳۱۳ مرکزي قول اردو د قومندان په توګه

7.د ۳۱۳ مرکزي قول اردو مخکینی قومندان مولوي نصرالله مطیع؛ د ۲۰۹ الفتح قول اردو د قومندان په توګه

‏8.د ۲۱۷ عمري قول اردو مخکینی قومندان ملا رحمت الله محمد؛ د ۲۰۳ منصوري قول اردو د قوندان په توګه

9.د ۲۰۳ منصوري قول اردو مخکینی قومندان قاري محمد ایوب خالد؛ د ۲۰۷ الفاروق قول اردو د قومندان په توګه.

‏10. د ۲۰۱ خالد بن ولید قول اردو مخکینی مرستیال ملا اغا محمد ابراهیم، د ۲۱۷ عمري قول اردو د قومندان په توګه.

11. د ننګرهار ولایت د دریمي پلي لواء مخکینی قومندان مولوي عبدالحکیم نظامي؛ د ۲۰۱ خالد بن ولید قول اردو د مرستیال په توګه.

‏12. د ۲۱۷ عمري قول اردو د لومړۍ سرحدي لواء مخکینی رئیس ارکان قاري امین الله طیب؛ د ۳۱۳ مرکزي قول اردو د مرستیال په توګه.

13. د ۲۰۵ البدر قول اردو مخکنی رئیس ارکان ملا عبدالباري ګل اخند؛ د همدې قول اردو د مرستیال په توګه

‏14. د کندهار ولایت د درېیمي سرحدي عبیده لواء مخکینی قومندان ملا نصیب الله زبیر؛ د ۲۰۵ البدر قول اردو د رئیس ارکان په توګه

15. د ملي دفاع وزارت د ساختماني چارو مخکینی رئیس مولوي عبدالعلي جهادیار؛ د ۲۰۳ منصوري قول اردو د رئیس ارکان په توګه

‏16. د ۲۰۳ منصوري قول اردو مخکینی رئیس ارکان مولوي حزب الله افغان؛ د ۲۱۷ عمري قول اردو د مرستیال په توګه.

17.د زابل ولایت د دوهمي پلي خیبر لواء مخکینی قومندان ملا عبدالله حبیب؛ د شهید افتاب (۱۱۱) فرقې د رئیس ارکان په توګه.

‏18.ملا عبدالسلام اغا؛ د کندهار ولایت د دریمي پلي ابودجانه لواء د قومندان په توګه.

19.ملا غلام رسول اخند؛ د کندهار ولایت د دریمي پلي ابودجانه لواء د رئیس ارکان په توګه.

‏20.د شهید افتاب (۱۱۱) فرقې مخکنی رئیس ارکان ملا نېک محمد ملنګ؛ د زابل ولایت د دوهمي پلي خیبر لواء د قومندان په توګه.

21.ملا راز محمد خنجري؛ د جوزجان ولایت د دوهمي پلي لواء د قومندان په توګه.

22.قاري احمدي؛ د جوزجان ولایت د دوهمي پلي لواء د رئیس ارکان په توګه.

‏23.د خوست ولایت د دوهمي پلي لواء مخکنی قومندان مولوي بدر الدین؛ د غزني ولایت د دریمي پلي محمدي لواء د قومندان په توګه.

24. مولوي نقیب الله جمال؛ د خوست ولایت د دوهمي پلي لواء د قومندان په توګه.

‏25.د هرات ولایت د لومړۍ پلي لواء مخکنی قومندان ملا محمد رحیم حاجي لالا؛ د همدې ولایت د پنځمي سرحدي لواء د قومندان په توګه.

26.د هرات ولایت د پنځمي سرحدي لواء مخکنی قومندان مولوي صلاح الدین ایوبي؛ د هرات ولایت د لومړۍ پلي لواء د قومندان په توګه.

‏27.حنیف اخندزاده؛ د فراه ولایت د دوهمي پلي لواء د قومندان په توګه و ټاکل شول.

د طالبانو په پوځي لیکو کې د دغو پراخو بدلونونو دلیل دوی نه دی ښودلی.

په وروستيو کې د طالبانو اميرالمومنين له خپلو يو شمېر پوځي منسوبینو سره ليدنه کې دوی ته د جګړې پر وخت نيول شويو اسیرانو او شکمنو مخالفانو سره ېې ښه چلند ته بللي.

3 COMMENTS

  1. د طالبانو امیرالمؤمنین ښه اصطلاح نه ده. دا داسې ښیي لکه مؤمنان چې یوازې طالبان وي. «د طالبانو لوی مشر» یا «د طالبانو مشر» ټایټل ورته بهتر دی. بله خبره دا ده چې تېر نظام هم دومره غول وکړل چې سړی یې په یوه ټیز پرده اچوي درې ټیزونه یې نور ښکاره کیږي نو د هغوی خو هېڅ ملاتړ نه دی په کار. مننه

  2. نو هبت الله ته خوبل چا بیعت نه دی کړی همدې چڼواوطالبانوبیعت ورسره کړی اوهمدی دپاره دچڼواوطالبانوامیر دی
    دتیرنظام اکثریت هم مجاهدین وه فاسد اوس یې دوهم نسل دی دواړو دیوه تالی جهادی دال څټلی وه

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب