جمعه, اپریل 19, 2024
Homeخبرونهقطر ته د افغان پناه غوښتونکو د لېږد بهير ځنډيږي

قطر ته د افغان پناه غوښتونکو د لېږد بهير ځنډيږي

تاند:(چار شنبه ،د عقرب څلورمه)‏‌ له کابل څخه قطر ته د افغان پناه غوښتونکو د لېږد له بهیره با خبره سرچينو د دغه بهير د موقت ځنډ خبر ورکړی.

اين بي‌ سي ټلویزیون د دغو سرچينو له قوله ویلي، چې د دغه ځنډ دليل په قطر کې د فوټبال د نړېوال جام د سياليو تر سره کيدل دي.

ویل شوي، چې د دغو سياليو له امله به تر راتلونکې جنورۍ میاشتې د‌ افغان پناه غوښتونکو د لېږد دغه بهیر وځنډیږي.

امریکايي چارواکو این بي ايس تلويزيون ته ويلي، چې له موقتي ځنډ څخه وروسته به د پلان شویو افغان پناه غوښتونکو د لېږد بهير ته دوام ورکړي.

د قطر په ګڼو پنډغالو کې زرګونه افغانان، چې د‌ طالبانو له واکمنيدو سره یې ژوند په خطر کې ګڼل کېږي، له کابله په دې نيت مېشت شوي، چې امريکا او نورو ملګرو هېوادونو ته یې یوړل شي.

د طالبانو چارواکو په دغو کمپونو کې د افغانانو د بشري حقونو د نقض ادعا کړې او په هېواد کې ېې دوی او نورو خلکو ته د خطرونو د موجودیت خبرې رد کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب