زړه مې درد کوي له زړه ورپسې ژاړم دوښمنان مې چې وي مړه ورپسې ژاړم
د درویش صاحب دغه بیت د ده د شاعرانه عظمت وراخوا د مضمون او منځپانګې له پلوه هم هغه تلنه او عاطفي غلو “تر مبالغې پورته مبالغه” ده، چې حد اقل د ده د قوم او ملت پر هیڅ سیاسي، فکري او فرهنګي بستر نه ده وربرابره.
درویش صاحب همدومره ظریف او لوی شاعر هم دی، چې د خپل قوم او ملت دغسې یوه برعکس خبره هم عجېبه کولای او شعر کولای شي. پخوا چې زموږ اجتماعي او کلتوري برخې جنګونو نه وې زیانمنې کړې، پر دې خبره بېخي هر څوک پوهېدل، چې موږ د خپل کلتوري مناسبت له مخې ځینې ارزښتونه لرل لکه جرګه، مرکه، نرخ او څلي، دغه کلتوري ارزښتونه همدغسې یوه تلنه او ارزونه وه، چې د دوستی او دوښمنی معقول حد او سیالي به یې معلومولی شوای. مطلب د خبرې دا دی، چې د درویش صاحب د شعر مضمون زموږ د اوسمهالي فرهنګ په زماني و مکاني کچ و میچ عجیبه دی، نه د یوه راپاتې اوږدمهالي کلتوري او فرهنګي میراث په توګه!!
دا خبره د خپل کلتوري نرګسیت له مخې نه کوم؛ بلکې د اوسنيو دوښمنیو او دوستیو پر هغه حد یې قیاسوم، چې د فکري، سیاسي او ټولنیزو مناسبتونو تعاملات مو له یوې مخې پر داسې یوه موډ او حد اوښتي، چې هر څه او هر چلن ته یې جل و جهالت حیران ولاړ دی. زموږ فکري او علمي بحثونه چې د یوې نسبتاً لوستې طبقې اړوند خلک یې کوي، پر هیڅ اړخ کې د یوه واقعي ډسکورس یا مکالمې کوم علمي او اصولي موقف نشته؛ بلکې زه به ووایم، چې موږ حتی لا تراوسه فکري او نظریاتي بحثونه هم نه دي پېل کړي؛ مساله دا ده، چې هر څوک پر هر فورم او بحث د بل له خوا توهین، تحقیر او مردود دی.
زموږ ټولنیز چلندونه اوس هم د یوه وروسته پاتې عصر له ارزښتونو سره ځان وصل بولي حال دا چې وروسته پاتې عصر یوازې د یوه روایت په توګه د ارزښت وړ ده. دا به خورا سخته وي، چې د یوشتمې پېړۍ انسان دې د اتلسمو او نولسمو پيړیو له انسان سره په همغه بدوي زمانو کې اوسېږي، چېرې چې د انسان د فکر او شعور دروازې له یوې مخې د تدریجي ارتقا له لومړیو پړاونو راتېرېدلې. اوس چې نړۍ د یوه جال په بڼه د روغو کلتورنو او ملي هویتونو د خوړنې زور او زر هم لري، دا نو د هر ملت د هویت او کلتور ساتنې یوه جدي ضرورت دی، چې د نړۍ له ټولو معاصرو تمایلاتو سره په څه نه څه ډول ځان او کلتور داسې سیال او عیار کړي، چې هم یې خپل ملي هویتونه ساتلي وي او هم یې سیالۍ د یوې مهذبې ټولنې او فرهنګ په ایجاد کې نقش لرلی وي. مهذبه ټولنه او معاصر پرمختللي فرهنګونه همغه دي، چې لیک، لوست، ښوونه او روزنه، ټولنیز اخلاق، متقابل درناوی، فکري او مذهبي روداري او زغم یې د معقولو چلندونو په توګه د ورځني ژوند او اند برخه وي.
زه یې د خپلې کم عمره تجربې پر بنسټ درته وایم، چې په تېره یوه پیړۍکې مو هیڅ سیاسي جریان، حکومت او نظام نه د اختلاف ارزښت پېژندلی او نه یې د دوښمنی تعین معقوله او سیاله دوښمني کړې ده، هر چا او هر حاکم، نظام او حکومت د خپلې فکري او ایډیالوژیکي سلیقې له مخې د خپل ورور او همشریکه وطنوال اختلاف په دوښمنۍ اړولی او دوښمن یې پر همدې سلیقه د خیر پر غونډۍ پر همدې ارمان خوشحال او مطمین ساتلی. نو ځکه ویلی شو، چې زموږ د سیاسي اختلاف او دوښمنی تعامل برعکس او بلکې نه پېژندونکی تعامل دی.
یو څوک که د وطن د یو وګړي په توګه پر ملي او سیاسي مسایلو نظر ښکاره کوي او دا نظر د یوه بل وطنوال له فکر و نظر سره همغږۍ نه وي؛ نو د دې مانا کله هم دا نه ده، چې دی د وطن یا د هغه بل وګړي د نظر د اختلاف لامله دوښمن وبلل شي؛ بلکې دا د هر چا خپل طبعي او ملي حق ده، چې په هره ملي او سیاسي مسله خپل نظر ورکړي؛ مګر دا حق هیڅوک نه لري، چې یو څوک یوازې د نظر پر اختلاف توهین، نحقیر او دوښمن وګرځوي. دوښمن د سر و مال او ملي ارضي تمامیت او ارزښتونو داسې مخالف وي، چې پر هیڅ تاوان دې نه وي اړ؛ مګر د نظر مخالف دې پر دې ټولو ارزښتونو درګډ وي، دا ټول ارزښتونه یې درسره مشترک دي، د دې ټولو پر ګټه و تاوان درسره ولاړ دی، که ورک شو ورک یې او که مړ شوې مړ دی. دا د ملکي سیاستونو هغه معادله ده، چې اختلاف یې کله هم د دوښمنۍ تر بریده ه وړل نه دې پکار. د نظر مخالف د ملک یا ریاست ورور او عزیز وي او دوښمنان معمولاً پردي وي، زموږ د برعکس تعامل خبره همدا وه، چې پردي مو وروڼه او خپل بللي او خپل مو دوښمنان او بېګانه ګڼلي.
د اختلاف، دوست و دوښمن تعین زموږ د ملي سیاست یوه ډېره زوروره خلا او ربړه ده، له هر څو کلونو وروسته چې حکومتي یا نظامي تحول راغلی، ټولو خپلو مخالفینو ته یې د دوښمن په سترګه کتلي دي، دغه کتنې چې اکثریت یې د همدې پورته عواملو پر بنسټ د ناپوهۍ محصول و یوازې د انتقامونو کلچر یې رامنځته کړ، ټولو د انتقام اخیستنې ځوانۍ وکړې مګر هیڅوک داسې پیدا نه شول، چې دې ناځوانیو ته “نه” ووايي. حتی روغو ملي و مسلکي سیاسي او غیر سیاسي متخصص کدرونه او شخصیتونه هم یوازې په دومره قدري مسایلو صرف نظر شول، چې د یوه چا پر ایډیالوژیکه تله او ازرزونه نه وو برابر. زه فکر کوم دا همغه تله او ارزونه ده، چې موږ یې د دوستۍ او اختلاف له خوند او ارزښت بې برخې کړي یو. زموږ د ملي سیاستونو د نجات په لار کې دې دا هیڅوک نه هېروي، چې د اختلاف او دوښمني کرښه باید سره معلومه شي، دوښمن د سر و مال او ملت قاتل وي او مخالف یوازې د نظر مخالف ورور او عزیز وطنوال دی.
هیڅ بل مثال او بېلګې ته یې اړتیا نشته، دیني عالمان چې په دیني چارو کې اختلاف د عامو خلکو لپاره رحمت بولي، دا خبره ورسره د یوه ضروري سیاسي مصلحت له مخې هم پکار ده، چې سیاسي اختلاف د ملتونو د سیاسي او ملي اړتیا لپاره خورا ضروري او حتمي رحمت ده. جمهوریت چې د نړۍ د اکثریت هېوادنو د نظام بڼه ده، اختلاف پکې د یوه خورا مهم اصل په توګه د جمهوریت حسن ګڼلی شي. موږ چې د دې دواړو لوریو په برخه کې د کافي خلکو د لرلو خبره کوو؛ پکار ده، چې اختلاف پکې د یوه ملي او سیاسي ارزښت په توګه د خپلې سیاسې قبلې د سمولو په خاطر نور یو ملي او حتمي ضرورت وبولو. داسې او دومره خوږ ضرورت چې بیا یې د درویش صاحب په څېر یې په تلنه او مړینه پسې وژاړو.