جمعه, اپریل 26, 2024
Homeخبرونهط-انو د بشري حقونو نړیوال څارونکي دوی سره په شخصي او عقده...

ط-انو د بشري حقونو نړیوال څارونکي دوی سره په شخصي او عقده يي چلند تورن کړل

تاند:(چار شنبه ،د عقرب څلورمه)‏‌ د طالبانو د بهرنيو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې د بشري حقونو د نقض په اړه د دوی په اړه مطرح شویو راپورونو ته توند غبرګون ښودلی.

په دې اړه د طالبانو په اعلامیه کې راغلي:« موږ د ملګرو ملتونو په چوکاټ کې د بشر حقونو او بشري وضعيت د څار لپاره ګومارل شويو ادارو او اشخاصو ته د بې پرې څېړنو او واقعيت موندنو لپاره هر ډول اړينې اسانتياوې برابرې کړي او د امنيتي ادارو په ګډون ټولې ادارې په دې برخه کې اړينه همکاري‌ ور سره کوي، نو یادي اداري هم باید اخلاقا له دغي مثبتي روحیې څخه ناوړه استفاده ونه کړي.»

د طالبانو د بهرنيو چارو وزارت په اعلامیه کې زیاته شوې، چې هيوادونه او نړيوال سازمانونه بايد« دغسې اشخاصو ته اجازه ور نه کړي چې د هيوادونو او نړيوالو ادارو له نوم څخه په ناوړې ګټې اخيستنې شخصي عقدې او سياسي اجنډاوې پر مخ بوځي».

د طالبانو په اعلامیه کې خبرداری ورکړل شوی،چې د‌ دوی لخوا د بشري حقونو د نقض په اړه راپورونه به یې د بشري ادارو سره د چارواکو د همکاریو روحیه وځپي.

طالبانو په خپله نننۍ اعلامیه کې يو ځل بيا په افغانستان کې د بشري حقونو د وضعیت ښه کیدو ادعا کړې ده.

د بشري حقونو نړيوالو ادارو د طالبانو ادعاوو ته غبرګون نه دی ښودلی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب