دوشنبه, مې 6, 2024
Homeخبرونهروسيې په کابل کې د ويزو ورکړه وځنډوله

روسيې په کابل کې د ويزو ورکړه وځنډوله

تاند:(چار شنبه ،د عقرب څلورمه)‏‌ په کابل کې د روسیې سفارت د‌‌ ويزو د ورکړې د خدمتونو د ځنډولو خبر ورکړی.

د‌ دغه سفارت په یوه اعلامیه کې راغلي:« د افغانستان اتباع امکان لري، چې په ایران او پاکستان کي د روسیې په ډیپلوماتیک ماموریتونه کی ویزې ترلاسه کړي.»

د روسیې د سفارت په اعلامیه کې راغلي:« په دې حالت کي افغان اتباع هغي اسناد ته، چې په ایران او پاکستان کي د مداوم استوګني (د ۹۰ ورځو څخه زیات) لپاره حق ورکوي، اړتیا نه لري. که په دعوتنامه کي لیکل شوي دي چې د ويزې د صادرولو ځای «افغانستان، کابل» دئ، دا کومه ستونزه نه ده.»

 روسیې په کابل کې د ويزو د ورکړې د ځنډولو دلیل نه دی ښودلی، خو باور دا دی چې امنیتي خنډونه به ېې د دې پریکړې دلیل وي.

څه موده مخکې په کابل کې د روسیې پر سفارت ځانمرګی برید وشو، چې مسوولیت یې داعش ډلې پر غاړه واخيست.

په ياده پېښه کې د يو شمېر افغانانو تر څنګ دوه روسي ډیپلوماټان ووژل شول.

طالبانو په پرله پسې ډول بهرنیو سفارتونو ته د کار د پيل بلنه ورکړې، خو له محدودو هېوادونو پرته ډېرو نورو څه د طالبانو د ادارې د نړيوال مشروعيت نه لرلو او ځینو نورو د امنيتي ننګونو له کبله خپل سفارتي کارونه نه دي پیل کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب