Home+څېړنه، د اې ویټامین زیات استعمال د سږو سرطان سبب کېدای شي

څېړنه، د اې ویټامین زیات استعمال د سږو سرطان سبب کېدای شي

خبریال: حبارخیل
بیجینګ: یوې څیړنې موندلې چې د ویټامین ګولیو ډیر استعمال د سږو د وژونکي سرطان خطر زیاتوي.
په چین کې عموما، خلک د ویټامین A ګولۍ اخلي چې د خپل معافیت سیسټم او د سترګو لید ښه کړي. خو په چین کې د پیکنګ پوهنتون څېړونکو خلکو ته خبرداری ورکړی چې دغه ویټامین ګولۍ د سږو د سرطان سبب کېدای شي.
پخوانیو څیړنو ښوولې وه چې د ویټامین A ډیر مصرف د تخمدان د سرطان خطر ډیروي خو دا لومړی ځل دی چې د ویټامین A ګولۍ او د سږو د سرطان د تړاو په اړه خبرداری ورکول کېږي.
یوې څېړنې، چې پایلې یې د تغذیې د برخې په «فرنټیر» خپرونه کې خپره شوې، موندلې چې د ویټامین A ګولیو ډیر کارول د سکواموس حجرو (squamous cell) او اډینو کارسینوم (adenocarcinoma) د سږو سرطان خطر ډیروي.
د سږو سرطان په بریتانیا کې د مړینې یو لوی لامل دی، هر کال په بریتانیا کې 47,000 خلک د سږو په سرطان اخته کیږي او 34,700 یې د دې ناروغۍ له امله مري.
squamous cell carcinoma او adenocarcinoma دواړه د سږو د سرطان عام ډولونه دي، چې adenocarcinoma تر ټولو عام ډول دی.

1 COMMENT

  1. الله رب العزت فرمایی؛ کلوا واشربوا و لا تسرفوا۰۰۰۰۰
    ساینسی متخصصینو لکه چې یوه نمونه یی جبارخیل صاحب وړاندی کړی،ډیر څه موندلی، ویتامینونه مفید دی خو د ضرورت په اندازه،میانه روی او اعتدال ؛چې اسلام خپله د اعتدال دین بلل شوی.
    اسلامی حکومت مسئوليت که رښتیا هم اسلام باندی عمل او د هغی په رڼا کی د انسانی ټولنی رشد،خدمت او د امت هوساینه او په نتیجه کی تقرب الی الله وی،نو نباید اذهان د خلکو په کلونو د ښځو په تعلیم مصروف وساتل شی یا ښځو ته د ماقبل اسلام بدی خاطری ور په یادشی او په منافقانه روش د تعلیم،مکتب او پوهنتون مخی ته نسواری ګازونه استعمال شی،چې افغان او اسلام د خلکو د خندا کړی۰
    نو لنډه دا چې هر حکومت د ملت د صحت لپاره ټول هغه تدابیر باید ولری چې اړین دی ،یو یی لکه
    انرژی او نور مضرو مشروباتو ،خواړه او درملو ، نه واردول او قاطع بندول دی،دا او دیته ورته کارونه د هغی سلګونو ایاتونو په صحیح فهم پوری اړه لری چی په سلګونو مسلم او غیر مسلم ساینسی متخصصینو ورباندی تحقیق او کتابونه لیکلی، دا د فاقدالاعتبار او مشکوکو مدرسو له سویی لوړه او نا شونی خبره ده۰

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...