شنبه, سپتمبر 28, 2024
Homeخبرونهد۲۷هېوادونو ډله ییزه غوښتنه؛ د افغان نجونو ښوونځي پرانيزئ

د۲۷هېوادونو ډله ییزه غوښتنه؛ د افغان نجونو ښوونځي پرانيزئ

تاند:(جمعه ،د ميزان ۲۹مه)‏‌ ‏د نړۍ ۲۷ هېوادونو په ډله ییزه توګه د يوې اعلاميې له خپرولو سره د طالبانو له حاکمې ادارې غوښتي چې د افغان نجونو لپاره له شپږم ټولګي څخه پورته تړلي ښوونځي بېرته پرانیزي.

امريکا متحده ايالات، انګلستان، قطرږ اسټرالياژ بنګله دېش، بلجیم، کاناډا، فرانسه، جرمني، اندونيزيا، ایرلینډ، ایټالیاږ جاپان، ترکیه او متحده عربي امارات د دغو هېوادونو په ډله کې شامل دي.

په اعلامیه کې ټینګار شوی، چې نه یوازې نړيواله ټولنه، بلکې خپله د افغانستان اکثريت خلک هم د دغو ښوونځيو بيرته پرانيستل غواړي.

د اعلاميې په اساس، له زده کړو څخه د افغان نجونو محروم ساتل به د افغانستان د اقتصادي ودې لپاره لوی خنډ او تاوان وي.

اعلامیه کې د افغانستان د ملګرو ملتونو د استازي دفتر یوناما څخه غوښتنه شوې، چې د افغان ښځو د وضعیت په اړه دقیق معلومات شريک کړي.

دا په داسې حال کې ده،چې د طالبانو د ادارې عمومي ویاند ذبیح الله مجاهد څو ورځې مخکې په ترکیه کې د علماوو د یوې غونډې پرمهال د نجونو د ښوونځيو پرانيستل حتمي وبلل.

د طالبانو له بیرته واکمنيدو سره دوی له شپږم ټولګي څخه د نجونو پورته ښوونځي تړلي، خو د بیا -بیا ژمنو سره ېې د څه باندې یوه کال له تېرېدو سره لا هم بیرته نه دي پرانیستي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب