شنبه, نوومبر 23, 2024
Homeخبرونهروسيې لسګونه افغان محصلانو ته د تحصیلي ویزو ورکړه پيل کړه

روسيې لسګونه افغان محصلانو ته د تحصیلي ویزو ورکړه پيل کړه

تاند:(جمعه ،د ميزان ۲۹مه)‏‌ ‏د افغانستان د لوړو زده کړو وزارت د روسیې له لوري هغو افغان محصلینو ته د ویزو د ویش د بهیر د پیل خبر ورکړی،چې ياد شوي هېواد ته د زده کړو لپاره معرفي شوي.

د طالبانو تر کنټرول لاندې دغه وزارت د يادو محصلانو شمير ۳۶۵ تنه ښودلی.

د وزارت د معلوماتو له مخې، دغه محصلين په کابل کې د روسيې سفارت او د بهرنيو چارو وزارت له لارې دغه وزارت ته معرفي شوي دي.

وزارت ویلي، چې دغه محصلین به د روسیې په پوهنتونونو کې د لیسانس، ماسټرۍ او دوکتورا په کچه زده کړې وکړي.

د يادو تحصیلي بورسونو يوه محصل احسان الله رسولي دوی ته د اسانتیا برابرولو له امله د طالبانو د ادارې هڅې ستایلي دي.

تېره میاشت په کابل کې د روسیې سفارت اعلان وکړ،چې افغان محصلینو ته یې د ۲۰۲۳-۲۰۲۴ تعلیمي کلونو لپاره ۵۰۰ بورسونه ځانګړي کړي دي.

پاکستان هم په دې وروستیو کې اعلان وکړ چې د افغانستان د دولتي او خصوصي پوهنتونونو تر ۳۰۰ زیاتو پوهنځیو ته به ځانګړي پروګرامونه ورکړي.

دا په داسې حال کې ده،چې د طالبانو منتقدین بيا د دوی واکمنيدل د نورو برخو تر څنګ د ډېرو علمي کادرونو د جلا وطنۍ او پر تحصيلي بنسټونو د طالبانو د ډېرو قيوداتو له امله تحصیلي نظام ته لویه ضربه بولي.

طالبان په دې اړه نیوکې ردوي او خپل قيودات د تحصیلي نظام د اصلاح هڅې او ګټورې بولي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب