Homeخبرونهجنرال غرزی خواخوږی ومړ

جنرال غرزی خواخوږی ومړ

تاند:(جمعه ،د ميزان ۲۹مه)‏‌ ‏د افغانستان يو مشهور سیاسي او پوځي کارپوه جنرال غرزی خواخوږی د ور پېښې ناروغۍ له امله په جلا وطنۍ کې ومړ.

خواخوږی د کندهار ولايت اوسیدنکی، د افغان بلوڅانو د سراسري شورا مرستيال او دغه راز د ملي امنیت پخوانی جنرال او د کابل ښاروالۍ مرستيال پاتې شوی و.

ویل کیږي، چې نوموړی له هغو پخوانيو خلقيانو څخه و، چې د طالبانو د تېرې واکمنۍ پر مهال دوی سره ملګری شوی او وروسته د کودتا په تور بندي شوی و.

د نوموړي ځينو مخالفانو هغه د پاکستاني استخباراتو په ملتیا د افغانستان د پخواني ولسمشر ډاکټر نجيب الله په وژلو کې په لاس لرلو هم تورن کړی و، خو نوموړي دا ادعاوې بې بنسټه بللې وې.

غرزی خواخوږی د حامد کرزي د واکمنۍ پر مهال د نوموړي د دفتر رییس عبدالکریم خرم له نیږدې کسانو او د امریکا د تګلارو له منتقدینو ګڼل کېده.

هغه سربېره پر دې لیکوال او د خواخوږي کولتوري ټولنې موسس و او د دغې ټولنې له ادرسه یې خپل او د نورو لیکوالو کتابونه خپاره کړي وو.

د غرزي خواخوږي پلار محمد ابراهيم خواخوږی هم فرهنګي او سياسي څېره وه، چې د خپل وخت د مشهور ملي – مترقي خوځښت( وېښ زلميان) او وروسته د صدراعظم هاشم ميوندوال د ملي مساوات ګوند له مخکښانو و.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...