Homeخبرونهبادغيس کې چاودنې ۳بېوزله نجونې ووژلې

بادغيس کې چاودنې ۳بېوزله نجونې ووژلې

تاند:(جمعه ،د ميزان ۲۹مه)‏‌ ‏‏د بادغیس د مقر ولسوالۍ په خارستان سیمه کې پخوانیو ناچاوده توکو د چاودنې له امله درې نجونې وژل شوې دي.

ځينو رسنيو دغه نجونې بېوزله او کباړ ټولونکې بللي، خو د طالبانو تر کنټرول لاندې باختر خبري اژانس ویلي چې پر دغو نجونو د لوبو پر وخت چاودنه شوې ده.

باختر اژانس له ناچاوده توکیو څخه د هېواد پاکول د طالبانو د حاکمې ادارې يو مهم لومړيتوب یاد کړی.

مخکې په نورو سيمو کې هم د ورته چاودنو پر مهال د ماشومانو د مرګ ژوبلې خبر ورکړل شوی و.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

میتن (متهن) چکرورتي: د وړیا خوړو لپاره مې په محفلونو کې نڅا کوله

تاند (سې شنبه، د تلې/ میزان ۷ مه) د بالیووډ مشهور اداکار میتن چکرورتي د خپل هنري ژوند د لومړیو ورځو د ستونزو په...