جمعه, اپریل 26, 2024
Homeخبرونهد منظور پښتین په مشرۍ بونیر کې زرګونو تنو د افراطیت خلاف...

د منظور پښتین په مشرۍ بونیر کې زرګونو تنو د افراطیت خلاف لاريون وکړ

تاند:(جمعه ،د ميزان ۲۹مه)‏‌ ‏‏د پښتون ژغورنې غورځنګ د رهبر منظور پښتین په مشرۍ زرګونو تنو نن د پښتونخوا په بونير کې د افراطيت خلاف او د پښتنو د حق غوښتنې لپاره سوله ییزه غونډه او لاریون وکړ.

 په دې غونډه او لاریون کې پر ښاغلي پښتین سربېره د پښتون ژغورنې غورځنګ د مرکزي کميټې غړي صابر بلال، اولس یار، مخکښ غړي نظیف لالا، خیرالامین، فرید لالا، ګیلامن پاشتین، اسد قرار، ډاکټر مشتاق یوسفزي، کامران خان، مقیب اپريدي او د تحریک ګڼ شمیر غړو ګډون کړی و.

په ټولنیزو رسنیو کې ډېرو پښتنو فعالانو د پښتون ژغورنې غورځنګ د دې غونډې او لاریون تر څنګ د دوی پياوړي شوي ټول وروستي فعالیتونه ستايلي او ويلي،چې د پاکستان تر ولکې لاندې ټول پښتانه ملتپال دې له ټولو سیاسي تفاوتونو سره د منظور پښتین په مشرۍ د پښتون ژغورنې هڅې او رامنځته شوی لوی چتر پياوړی کړي.

په وروستيو کې پاکستان د تحريک طالبان پاکستان ډلې د فعالیتونو د بيا شدت خبر ورکړی و، خو د منظور پښتین په ګډون ډېری پښتانه ملتپالو مشرانو باور درلود،چې پاکستاني طالبان هم د پاکستان يوه استخباراتي پروژه ده، چې هم پښتانه پرې ځپي او هم ېې د بدنامولو کوشش ورباندې کوي.

کتونکي باور لري،چې د افراطیت د پراختيا د وروستیو هڅو پر وړاندې د پښتنو ملتپالو پرله پسې پراخو غونډو او لاريونونو مثبته پایله ورکړې او د پښتنو سيمو په خوندي ساتلو کې ېې مهم رول لوبولی دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب