چهارشنبه, اپریل 24, 2024
Home+د پراگ طبعي ښکلا او د زندان سختي | آصف بهاند

د پراگ طبعي ښکلا او د زندان سختي | آصف بهاند

زه د ۲۰۰۰ ام کال په دسمبر میاشت کې د یو پناه غوښتونکي په توگه ډنمارک ته راورسېدم. هغه وخت له ستونزو، جگړو، رنگارنگ نارواوو او… نه د تېښتې او په بل ځای کې پناه اخستلو شرایط له نن څخه ډېر ــ ډېر اسانه وو، خو اوس کله چې یو څوک د بېلابېلو دلایلو له مخې مجبوراً خپل هر څه پرېـږي او وخوځېـږي؛ تر خپل ټاکلي ځای پورې یې رسېدل، لس ځلې له هغه پُل نه تېرېدل دي چې لاره یې جنت ته تللې ده.

زه دقیقاً دوه ویشت کاله مخکې د همدې خطرناکه مزله یو نابلده لارورکی لاروی وم. همداسې منی و لکه دا اوس، چې زه مجبوراً د همدې لارې لاروی شوم. دا چې زه څنگه له کابل او افغانستانه ووتم، څنگه مې تر اروپا پورې ځان راورساوه، څه مې ولیدل او څه راباندې تېر شول؛ دا مې له پیل نه تر پای پورې په خپل یو کتاب (لارورکي لارویان) کې په تفصیل سره لیکلي دي او زما یاد کتاب په «افغان جرمن پورتال» او ویکیـپـیـدیا کې په انلاین بڼه موجود دی.

د سږني مني او د همغه وخت مني د ډېر ورتوالي په پار، له یاد کتاب څخه د خپلو سترگو لیدلی هغه حال یو ځل بیا له تاسو درنو لوستونکو سره شریکوم چې له پراگ څخه تر ډنمارک پورې راباندې تېر شوی دی.

… درې ورځې وروسته یې د جرمني په یوه پوسته کې چکانو ته وسپارلو. دا سرحدي پوسته د یوې ښکلې تپې په ښکتنۍ برخه کې جوړه شوې وه. کومه کوټه کې چې موږ په کې اچول شوي وو، د بندیخانې په څیر یې پنجرې درلودې، د پنجرو نه لږ وړاندې د خلکو کورونه ښکاریدل، تپه په ونو پوښلې وه او د ونو پاڼې ټولې ژیړې شوې وې.

دا مهال مازدیګر و، ژیړی لمر د ژیړو پاڼو پر ښکلا یوه بله اضافه وه. زړه مې غوښتل چې آزاد مارغه شم، د تپې ونو ته ور والوزم، د زیړو پاڼو سره یو وار کینم، د ستړي زړه کیسه ور ته تیره کړم خو…

هیڅ چا بل چا سره کار نه درلود، حتی هغه څاروي چې زموږ له نظره دښمنان وو، هغوی هم یو بل ته څه نه ویل. د تپې د ونو له منځ نه یو کنډک غرڅې مخ په ښکته را روانې وې. زموږ د بندیخانې نه لږ وړاندې یوه ښکلې ماڼۍ ولاړه وه، یو لیوه ډولی غټ سپی له ماڼۍ نه ګرد چاپیره ګرځیده، ما فکر وکړ چې سپی به اوس غرڅو ته غاپي او حمله به ور باندې کوي، کتل مې چې غرڅې په نخرو او کرشمو را ښکته شوې او د سپي له څنګه تیرې شوې.

د دې صحنې په لیدلو سره سړي داسې انګیرله چې سپی او غرڅې له پخوا نه سره دوستان وو. زما په زړه کې په ډیره نا امیدۍ تیر شول چې د دوی حتی څاروي چې په څلورې روان دي، هم تفاهم او پوهاوي ته رسیدلي دي او خپلمنځي ستونزې نه لري؛ خو زموږ د وطن ځينې انسانان چې په دوو پښو روان دي او ځان ته اشرف المخلوقات هم وايي، خو بیا له داړونکو څارویو نه لا زیات د نورو وینو تویولو شوقمن او تږي دي اوهره شیبه یو د بل مرګ ته چمتو او لاس په ماشه دي.

زه لا د همدې ښکلې او غمجنې نندارې په لیدلو لګیا وم چې د فکر لړۍ مې د یوه موټر راتګ وشلوله، ښکلی موټر زموږ د پنجرې نه لږ وړاندې ودرید، لکه ناوې پاکه ستره، ځوانه میرمن ور نه ښکته شوه، پرته له دې چې کومې بلې خوا ته پام وکړي، په ودانۍ ور ننوته.

د خیال میرمنې له راتګ سره سم بیا غوښتل، غوښتل پیل شول. څنګه چې د لیست په پیل کې زما نوم و، ځکه یې لومړی زه ور وغوښتلم. کله چې یې د پوښتنو کوټې ته بوتلم، که ګورم چې د خیال میرمن زموږ مستنطقه ده.

زه چې په ډیره تنګسه کې وم او هر ښه او بد را باندې ښه نه تمامیدل، تریو تندی ودریدم، د خیال میرمنې په ځانګړي خیال سره سلام وکړ او له یوې خوږې موسکا سره یو ځای یې د ناستې ست را ته وکړ. بلې خوا ته ژباړن ناست و. له کیناستو سره میرمنې په ډیره نرمه او مهربانه ژبه را ته و ویل:

ډیره خواشینې یم چې څه مرسته نه شم در سره کولای، تاسو د جرمني او چک جمهوریت له قوانینو سره سم، د چک پولیسو ته سپارل شوي یاست او…

یو کاغذ یې زما مخې ته کیښود چې لاسلیک یې کړم، زه نه پوهیدم چې په کاغذ کې څه لیکل شوي دي. ژباړن د کاغذ محتویات څه نا څه را ته و ژباړل، خو ما غوږ ور باندې و نه ګراوه، په زړه کې مې ویل چې هسې یې هم را باندې امضا کوي، نو پوهیدو او نه پوهیدو ته یې څه حاجت دی، بیا مې داسې ور لاسلیک کړ چې د دویم ځل له پاره به هغه امضا هیڅکله و نه شم کړای، پیره دار بیرته خپلې کوټې ته بوتلم.

زموږ په ډله کې یوه کورنۍ (میړه، ښځه، درې ماشومان) هم وه، هغوی په چک کې وخت تیر کړی و او یو څه یې له قوانینو سره بلدتیا درلوده. هغوی موږ ته و ویل چې د سرحدي مراحلو له بشپړیدو وروسته تاسو یو زندان ته لیږدوي. هلته به یو څو ورځې تیروئ، بیا به ځانګړې فورمې ډکوئ چې کوم کلینک ته مو د معایناتو له پاره لیږي، هغه هم د بندیخانې په څیر ده، له هغه ځایه مو د مهاجرینو کمپ ته لیږي او اسناد درکوي؛ بیا نو کولای شئ چې آزاد وګرځئ او په چک جمهوریت کې هرې خوا ته ولاړ شئ.

دې کورنۍ یو کال مخکې دغه لړۍ تیره کړې وه. د چک د مهاجرینو د ادارې کارتونه ور سره وو، کله چې یې نوبت ورسید، کارتونه یې ورکړل او ورته وې ویل چې د ریل ګاډی تم ځي ته ولاړ شئ او د چک په لوري حرکت وکړئ. 

پاتې ټول مسافرین یې یونیفورم والا چکي پولیسو ته وسپارل، هغوی هم خپله وطني تباره په مسافرینو تیزه کړه، په بس کې یې کینول او د زندان په لوري يې وخوځول.

موټر ښایسته ډیره لار و وهله، له ښاره و وت او د کروندو پر واټ ور سیخ شو. د کروندو په منځ کې تور واټ لکه تور ښامار اوږد غځیدلی و. تپې او کروندې، تپې او کروندې، ښکاریده چې موټر مخ په بره روان دی او په تپو ور خیځي، ښه مخ پورته لاړ او بیا مخ په ځوړ روان شو.

زندان د تپو د منځ په یوه ژور ځای کې جوړ شوی وو، تا به ویل چې دې پنځو تپو زندان محاصره کړی دی. لکه د الفت صاحب «خیرات» کې چې د ړانده او شل برخه په کې نه وه؛ دغسې دا سیمه هم ښه شاعرانه سیمه وه، خو افسوس چې په هغې ښکلې سیمه کې زموږ له پاره زندان په انتظار کې و. 

دا زندان په شرقي اروپا کې په هغو زندانونو کې یو زندان و چې ټول مصارف یې د جرمني دولت یا اروپايي اتحادیې له خوا ورکول کیدل. د جرمني دولت یا اروپايي اتحادیې د چک، پولند او سلواک له دولتونو سره تړون کړی و چې یاد هیوادونه مکلفیت لري چې د غیرقانوني مهاجرینو مخه به نیسي، د جرمني په لوري به یې تیریدو ته نه پریږدي. که چیري دغه ډول غیرقانوني خلک په چک، سلواک او پولند کې نیول کیږي، دوی به یې توقیفوي، زندانونو ته به یې اچوي او مصارف به یې ټول د جرمني دولت یا اروپايي اتحادیې له خوا ورکول کیږي. دا مهاجرین به د قانوني مراحلو له تیرولو نه وروسته يا په همغو هیوادونو کې د مهاجر په صفت منل کیږي او یا به له راغلو هیوادونو څخه بیرته هغه لوري ته دیپورت کیږي.

کله چې موټر د زندان دروازې ته ورسید، د دروازې پر سر د جرمني بیرغ را زوړند و او د یوه مارغه نښان د دروازې په بل اړخ لګیدلی و. دروازه بیرته شوه، موټر د زندان انګړ ته ور ننوت. د زندان له پیره دارانو، کلکو پنجرو، ازغنو سیمانو او بندوبست نه داسې ښکاریدل چې د سلواک له زندان نه د دې زندان شرایط ډیر سخت او قیودات یې ډیر دي.

نورو بندیانو د پنجرو له شا نه زموږ ننداره کوله. د دوی په  لیدلو انسان داسې انګیرله چې دا ټول ستر خاینین او قاتلان دي چې د کړې ګناه په تور د پنجرو شا ته لکه د ماتو او ټپي زمریانو په څیر پټه خوله پراته دي، یوازې د مجبوریت سترګې غړوي او بس.

د زندان ټولې ودانۍ یو په بل پورې نښتې وې، موږ یې د یوې ودانۍ پاسني پوړ ته جګ کړو، په یوه دهلیز کې یې ودرولو، تورې پلاستیکي خلطې يې راکړې. ساتونکو ویل جامې مو وباسئ او د لمبلوځای ته ننوزئ، خو موږ د دوی په ژبه نه پوهیدو. بیا یې به اشارو پوه کړو چې کالي وباسئ. موږ ټول کالي وایستل او په یوه نیکر کې ودریدو، بیا ساتونکي څه و ویل، خو موږ په ټکي هم نه پوهیدو. زموږ له ډلې نه کوم یوه خپلې ژبې ته لاس ونیوه او بیا یې لاس ور ته وښوراوه چې په ژبه دې نه پوهیږو. ساتونکی راغی او د همدې اشاره کونکي نیکر یې ښکته وښویاوه. بس د زور کار و، لوڅ لپړ په تشنابونو ننوتو او لمبل مو پیل کړل. موږ له خپلو لوڅو ځانونو شرمیدلو، خو ساتونکو موږ پورې خندل.

ځانونه مو پریولل او د زندان جامې مو واغوستې. کوټې مخکې له مخکې ټاکل شوې وې، ساتونکي راغلل او هرڅوک یې خپلو کوټو ته بوتلل او دروازې یې را پسې کلپ کړې. موږ پوره ستړي او وږي وو، خو نه آرام و او نه خوراک.

زما کټ د پنجرې په څنګ کې پروت و، اوږد وغځیدم او خپل ځان مې د ښامار تر ژامې لاندې بیاموند. چُرت مې واهه، هره خوا تیاره وه، د ذهن په دهلیزونو کې مې د رڼا څرک شانتې هم نه لګیده. له یوه زندان نه و وزه، په بل ننوزه، دا به تر څو پورې داسې وي، نه جُرم، نه جنایت، نه کوم خیانت، نه د چا وژنه یا لوټ، خو ځای دې په زندان کې دی.

پنجرې ته مې ښه په ځیر، ځیر کتل چې نا څاپه ور سره په خبرو شوم او ورته و مې ویل:

تر څو به په ما پسې یې، هر چیرې چې ځم ته مې مخې ته راځې، ولې مې نه پریږدې، ما خو ستا خوب هم نه لیده

اوس می هر چیرې هرکلی کوې، داپه څه او…

پنجره کټ ـ کټ په خندا شوه ، وې ویلی:

چیرته را نه خلاصیدی شې، ستا اصلی ځای همدغه دی.

تاسو افغانانو خپل وطن وران کړی دی،

ستاسو په وطن کی څومره خلک وژل شوي دي؟

څومره وینې تویی شوې دې؟

څومره با عزته خلک بی عزته شوې دې؟

څومره خلک بی کوره، بی اوره، بی پلاره، بی موره او بی ژونده شوې دې؟

هر یو مو چی دلته راځې وایی چی ما څه نه دې کړې، دا ټول چا وکړل؟ ځواب راکړه؟

ما د پنجری پوښتنو ته کوم ځواب نه درلود، ځکه می مخ تری واړاوه او خبری می و رسره غوڅی کړی. ښه می چی پام وکړ، که ګورم ځان سره لګیا یم، پنجره ګونګۍ وه، وچه کلکه ولاړه وه او خپله دنده یی تر سره کوله.

سبا ته یې زه فضل، یو پکتیا وال زلمی او یو پنجشیری زلمی چې اوس یې نومونه له ما نه هیر دي، دریم پوړ ته وخیژولو، څلور واړه یې په یوه کوټه کې بندیان کړو. کمود هم دننه په کوټه کې و. د کوټې د دروازې په منځوۍ برخه کې یو دایروي سوری و، د ډوډی په وخت کې یې هم دروازه نه خلاصوله، ډوډۍ به يې له همدې سوري نه د دروازې شا ته ته پرایښودل شوي میز را پورې وهله. فکر مې کاوه چې دا کوم هنري فلم دی، زه هیرو یم او بدماشانو بندي کړی یم.

زموږ د کوټې کړکۍ د تفریح ځای په لوري خلاصه وه. موږ لیدل چې یوه ډله بندیان زوړند کالي، ببر ویښتان، زیړ زبیښلي له کومې ودانۍ را ویستل شول، که ګورم د سلواک د زندان ځینې کسان هم په کې وو. زه نه پوهیدم چې د څو پنجرو تر شا بندي یم، کله چې د دروازو او پنجرو د خلاصولو غږ ځوږ شو، نو زموږ دروازه هم خلاصه شوه، ساتونکو د وتلو اشاره وکړه، زموږ پر شونډو ایله موسکا خپره شوه.

په تفریح ځای کې بندیانو ژر، ژر یو له بل سره خبرې کولې یو بل ته یې د څو تیرو شویو ورځو حال ویلو چې راتلونکې کې څه وکړي، که کومه پوښتنه یا انتریو په مخ کې وي، څه باید و ویل شي.

زندان په ډیر ټیټ ځای کې جوړ شوی و، ما پاس د تپو ننداره کوله، فکر مې کاوه چې په کومه څاه کې ناست یم.

په زندان کې زموږ نه (۹) شپې ورځې تیرې شوې، ښه له ستونزو ډک زندان و، د سلواک په زندان مو شکرونه ایستل. هلته په اونۍ کې دوه ورځې حمام، د ږیرې رخیلو امکانات، تشنابونه له کوټو نه ښه لرې پاک او هره اونۍ کې د جامو بدلول.

د چک (پراگ) په زندان کې د نورو ستونزو او بدیو تر څنګ لویه ستونزه دا وه چې لکه د ټوپکیانو واکمني ځان پریولل او ږیره خرېیل په کې منع وو، جامې بدلولو باندې بندیز لګیدلی و او تر ټولو سخته او بده یې لا دا چې کمود په کوټه کې دننه، د کوټې په یو کونج کې ایښودل شوی و، د ساتونکو چلند یې کاملاً غیر انساني او زشت و، داسې به يې بد، بد کتل، ته وا موږ د چا د وژلو په تور کې دلته را وستل شوي یو. ما چې د هرې ورځې پيښې په هماغې ورځې لیکلې، د کاغذ د نشتوالي له ستونزې سره مخ وم، له ما سره افغانان په دې ستونزه پوهیدل. یوه ورځ يې د تفریح له پاره د باندې ځای ته ایستلي وو، د تفریح ځای له پنجرې نه د باندې یو ټوټه باران وهلی کاغذ پروت و، زموږ د ډلې کوم تن غوښتل چې دا کاغذ زما له پاره را جګ کړي، لاس یې له پنجرې د باندې وغځاوه چې کاغذ را واخلي، ساتونکی راغی او له عسکري بوټو سره د هغه پر لاس وخوت او بیا وغوریده، له توندې لهجې یې مالومیده چې ښکنځلې کوي.

بله ورځ بیا د تفریح په وخت کې نورو افغان بندیانو چې له موږ نه پخوا زندان ته راوستل شوي وو، له موږ نه پوښتنه وکړه چې تاسو ته يې کاغذونه، فورمې څه شی نه دي درکړي؟

موږ ویل نه داسې څه خو نه دي شوي. هغوی موږ ته لارښوونه وکړه چې ژر او له همدې شیبې د ډوډۍ د نه خوړلو اعتصاب پیل کړئ، دوی خپله فورمې در ته راوړي، هغه در باندې لاسلیک کوي، بیا مو له زندان نه باسي.

موږ هم پرنسونو درنې تیږې واړولې، دوې ورځې مو څه و نه خوړل. ساتونکو ډکې کاسې بیرته وړلې، یوه ورځ چې ساتونکو ډکې کاسې بیرته وړي، په ډونګیدو یې له سوري نه کاسې داسې کشولې لکه په قهر کې چې موږ ته ښکنځلې را ډالۍ کوي، ما ته د کاتب پاڅون یو نظم را په یاد شو. کاتب پاڅون چې هغه وخت یې رنځور تخلص کاوه، کومه شپه زموږ په پلرني کور کې زموږ میلمه و، د شپې له خوا مو د ښو ډیرو مرکو تر څنګه تر ناوخته خپله درنه او د نورو سپکه ویله، سهار ټول ویښ شول، خو کاتب صاحب له شور ځوږ او ټوکو سره، سره را ویښ نه شو. د سهار چای وڅکل شو، هر څه مو ټول کړل، د پیالو او قابونو له کړپ کړوپ سره يې، سر را جګ کړ، له ما نه يې پوښتنه وکړه:

زما برخه چیرې ده؟

ما و ویل:

هر څه خلاص دي، نس پورې دې تیږې وتړه.

بیا یې په خواره خوله را ته و ویل:

یو قلم او کاغذ خو به وي، هغه راکړه.

ما قلم او کاغذ ورکړ، ده یو اوږد نظم ولیکه چې تر اوسه يې هم زما دغه بیتونه په یاد دي:

«چـې پـیـالې تقسیمـیدلې زه ویده وم

ډکـې تـلې تشې راتلـلې زه ویـده وم

دویـدو برخـه د ویـښـوپه نصـیب ده

زما برخې يې لوټلې زه ویده وم…»

ما چې د زندان ډکو کاسو او خپل تش نس ته کتل، قهر لړلې خندا به راغله، خو هیڅ مې له لاسه نه کیدل. ډیر شیان به مې د لیکلو له پاره درلودل، خو کاغذ به نه و چې غمرازي را سره وکړي، زما ذهن ته راغلي میلمانه به بیرته مرور شول او تري تم به شول، بیا مې د لیکل شوو کاغذونو په حاشیه کې لږ سپین ځای تر سترګو شو او د کاسو راوړلو او بیرته وړلوحالت مې د کاتب صاحب د نظم په اقتفا داسې انځورکړ:

چې کاسې به یې راوړلې ما کتلې

ډکـې وې بـیا ډکـې تلـلې مـا کتـلې

د قارجن د مهاجر برخه د لوټ ده

چې ډیـران تـه یې اچـولې مـا کتلې

دوې ورځې وروسته یوه میرمن راغله، ور یې پرانست، د نه خوړلو وجه يې وپوښتله، څه فورمو غوندې کاغذونه یې راوړل او وې ویل دا ستاسو د خلاصیدو پاڼې دي، موږ هم لاسلیک کړلې، د هغې ورځې په سبا يې له زندان نه و ایستلو او د قرنتین په نامه کوم ځای ته يې ولیږلو.

بیا هغه ورځ راغله چې په یو بس کې یې کینولو. موټر د زندان له دروازې و وت، ورو، ورو مخ په بره روان شو، د تپې سر ته چې وخوت، له هماغه ځای نه مې یو وار بیا زندان ته وکتل، له پاسه د زندان پنجرې او ازغن سیمان نه ښکاریدل، ودانۍ د تپو په منځ ښه منظره جوړه کړې وه، تا به ویل کوم تفریحي ځای دی، سترګې مې اوښلنې شوې او مخ مې ځینې واړاوه.

بیا په کرونده کې پر اوږده راغځیدلي واټ باندې ور وخوځیدو. کلی، کور، ښار، بازار او خلک نه ښکاریدل. دلارورکو لارویانو دې سرګردانې ډلې اوس هم ځان آزاد نه احساساوه، ټول په خیالونو کې ډوب وو، له کړکۍ نه يې د باندې کتل او د راتلونکې نامالوم برخلیک په باب یې فکر کاوه.

موټر ودرید او زموږ د نه غږیدا او نه تمامیدونکو چرتونو لړۍ یې وشلوله، ښکته شوو، یو لوی انګړ ته يې ننه ایستو. بیا مو په پنجرو او ازغنوسیمانو کې ځان ایسار ولید. د بیلابیلو هیوادونو سرګردانه مسافر ښکته پورته کیدل، د نورو مهاجرینو په منځ کې افغانان له ورایه پیژندل کیدل، چا د لاس په جګولو، چا د سر په اشاره او چا په ژبه احترام او هر کلی وکړ.

دلته هم هماغه پخوانی ترننی پیل شو:

د کوم ځای یې؟

څنګه راغلې؟

ولې راغلې؟

چاسره راغلې او…

یوه میرمن په یوه کوټه کې ناسته وه، پوه نه شوم چې پولیسه وه که د مهاجرینو د کمپ کومه ملکي ماموره، یو، یو يې ورِ غوښتلو او پوښتنې یې کولې. ژباړن یو افغان زلمی و، خو روزګار په ځوانۍ کې د زړبودۍ ډالۍ ورکړې وه. په سر کې یې له تورو ویښتانو سپین ډیر وو. زما سر او ږیره په زندان کې دومره ببر شوي وو چې سم ځناور رانه جوړ و او نه پیژندل کیدم. ښځې لږ ځان را نه لرې وڅښاوه، حتمآ به زما ځان بوی کاوه، په دې چې په شپو، شپو مې ځان نه وپریولی.

ښځې د بشپړ شهرت، کار و بار، زده کړو او… پوښتنې پیل کړې. زه چې نور له دغو پوښتنو نه پوره ستړی شوی وم، په ستړیا او خواشینۍ مې د خپل شهرت ځینې ټکي بیانول، ما لا دا لړۍ نه وه بشپړه کړې چې ژباړن مې نیغ مخې ته ودرید، مسکی شو، لاس یې راکړ او وې ویل:

استاده ستړی مه شې، زه پلانکی یم، د تاج محمد یاري وراره…

ما چې د ده موسکا او صمیمیت ولیدل، په ځیر مې ور ته وکتل او د ګران دوست تاج محمد یاري هغه وړوکی وراره مې بیا ولید چې د لومړي ځل له پاره مې د یاري صاحب په کور کې، د کابل په ټایمني کې لیدلی و، نو ناڅا په مې ترخولې و وتل:

وای هلکه ته ولې دومره سپين ږیری شوی یې، زندانونه موږ تیروو او د تشویش له لاسه ستا سرسپین شوی دی، ښه خیر،

(…زما که عمر په ضروروي تیر به شینه)

ته جوړ یې؟

یاري صاحب چیرې دی؟ 

ده سمدلاسه و ویل:

هغه په عربستان کې ژوند کوي. ما ورته و ویل اصل ځای ته یې ځای رسولای دی او…

په دې کې ښځې مداخله وکړه، زموږ خبرې یې غوڅې کړې او نورې پوښتنې یې پیل کړې.

کوټې چې له پخوا نه د هر یو له پاره په نښه شوې وې، ورغلو. بیا مو چې د تشتاب او لمبلو امکانات ولیدل، ځانونو څخه مو لږ څه انسانان جوړکړل.

موږ آسیایان هسې هم د اروپایانو له پاره د مرضونو او رواني تکلیفونو د ګوډي حیثیت لرو، نو هماغه و چې صحي معاینات پیل شول، وروسته له دې چې د صحي معایناتو نتایج راغلل، ځانګړي کارتونه، یعنې اسناد راکړل شول.

د قرنتین په څنګ کې دوه څلور پوړیزه ودانۍ وې او له هغو نه يې د مهاجرینو د کمپ په ډول استفاده کوله، هلته يې ولیږدولو، د بندیخانې په شان یې درې وخته ډوډۍ راکوله، خو توپیر یې دا و چې دا آزاد کمپ و، موږ کولای شول چې هره خوا ولاړ شو او آزاد وګرځو، ښار او بازار ته ولاړشو، یعنې په ټولنه کې د شاملیدو حق یې راکړ.

دا کمپ چې موږ په کې دیره وو، د پراګ په اطرافو کې، له مرکز نه په لږ څه لرې واټن کې، د یوه ګڼ ځنګله په منځ کې موقعیت درلود. د کمپ په شا و خوا کې واړه، واړه کلي او طاقه کورونه هم وو، چې د ورځې څلور که پنځه ځلې سرویس تر ښاره پورې تګ راتګ کاوه. ما سره پیسې نه وې چې څه ور باندې واخلم، ښار ته یوازې د چکر په پلمه تلو. یو خو پراګ ښکلی او د لیدلو ښاردی او بل مې قسم رښتیا کاوه چې پراګ مې لیدلی او په کې ګرځیدلی یم چې بیوګرافي مې لږ چاقه او غوړه شي. لکه د کوم افغان لیکوال چې هر څه یې په ذهن کې ګرځیدلي وو، پرته له دې چې د هغو د پایلو په باب فکر وکړي چې د ده لیکنه ژبې ته، ادب ته، د وطن ملي ګټو ته او په پای کې فرهنګ ته څه ورکولای شي که نه؛ هغه یې لیکلي وو. د ښاغلي لیکوال هڅه دا وه چې د آثارو په لست کې یې د یوعنوان کتاب نوم ور ډیر شي.

سړو لکه د افغانستان غمیزه ورځ په ورځ زور اخیست. زما د لارې ملګري فضل سره پيسې وې، خو ډیر کنجوس و، وږی، تږی او لوڅ لپړ ګرځیده، خو د پیسو مصرفول داسې ور ته ښکاریدل چې خدای مه کړه خپل زامن له لاسه ورکوي. ما له ماسکو نه یوه کرتۍ را اغوستې وه چې هغه هم د روسیې او اوکراین د غولو په ډند کې له منځه لاړه. زموږ د لارې د بل ملګري کبیر زړه راباندې وسوځید او یو جمپر یې راکړ، خو جنجا ل په دې کې و چې کبیر خان ډیر پنډ و او زه ډنګر، په ده کې جمپر تنګ و او په ما کې لوی. د جمپر په اغوستلو سره ما ته د خدای بښلي خان قره باغي د هنري ډلې هغه دولس یا دیارلس کلن هلک چې ډولک یې غږاوه، را په یاد شو چې د یوې سندرې د ثبت له پاره یې د نورو هنرمندانو په څیر، ده ته هم یو واسکټ ور اغوستی و، واسکټ د هغه په ځان کې ښه لوی و، ماشوم به چې ډولک واهه، واسکټ به یې له اوږې نه لاندې ښویده او ده به د اوږې په جګولو سره واسکټ بیرته په ځای کاوه؛ ماشوم له ډولک نه واسکټ سره په عذاب و. د کبیر خان جمپر به هم له ما نه هره شیبه ښویده او ما به د هغه د په ځای کولو له پاره اوږې پورته اچولې. بله ورځ چې ښار ته لاړو په جنجال مې له فضل نه سل ډالره په پور واخستل او یو تود ژمنی جمپر مې واخیست.

د پراګ د مهاجرو په کمپ کې هم څو ورځې پاتې شوو. مازدیګر به مو په یو ادیتوریم کې والیبال کاوه. یوه چکي میرمن چې د مهاجرو په همدې کمپ کې ماموره وه، کله، کله به یې مهاجرینو سره والیبال کاوه. دا میرمن په روسي ښه پوهیده او د افغانانو په درد دردمنه وه، د افغانانو ناسته پاسته او کړه وړه یې خوښیدل. یوه ورځ یې د والیبال د تفریح په وخت کې ما ته و ویل:

«څلور کاله کیږي چې زه په دې کمپ کې ماموره یم، په هره میاشت کې یو یا دوه ځلې موږ ته له زندان نه مهاجرین را لیږي. په دې څلورو کلونو کې ما و نه شول کولای چې دا کمپ ډک کړم. بس خلک راوستل شي، دلته ګرځي را ګرځي، اسناد چې واخلي هره ورځ په خوشحالۍ ښار ته ځي. موږ فکر کوو چې ګنې چک ښه ځای دی دا خلک په کې خوشحاله دي؛ خو پنځه یا لس ورځې نه وي تیرې شوي چې خلک بیا تري تم شي، دوی خو وزرونه هم نه لري چې والوزي، دا چیرې ځي او…»

ما چې د خپل سفر کیسه او د انسان د قاچاق داستان نه شو ور ته ویلای، خبره مې داسې په بله واړوله:

ګوره میرمنې! دا مهاجرین بې وزرو مرغان دي، چیرته یې چې ښه هلته یې شپه.

موږ په خپل پروګرام او سرنوشت نه پوهیدو، دلته هم لکه د افغانستان د خلکو په څیر زموږ سر نوشت د هغه چا په لاس کې و چې موږ نه لیدلي و او نه مو پیژانده، هسې د خدای هیلې ته ناست وو، شپې ورځې مو سبا کولې.

په همدې کې یوه ورځ د قاچاقبر صاحب؟ استازی راغی او زموږ د ډلې څو تنوته یې په غوږ کې و ویل چې سبا مازدیګر د حرکت له پاره چمتو شئ.

سبا مازدیګر هم را ورسید. موږ ته و ویل شول چې په ځنګله کې پرغځیدلي واټ باندې وخوځیږئ، یو وړوکی کلی ته رسیږئ، هلته به د یو کنډواله ډوله دیوال تر څنګه یو فلاینګ کوچ غوندې موټر ولاړ وي، په موټر کې وخیژئ.

موږ دا کار په آرامتیا تر سره کړ، موټر وخوځید، موږ لکه ړانده او کاڼه بیا هم په شرق و غرب او شمال او جنوب نه پوهیدو، زړونه مو درزیدل چې اوس به مو چیرې وړي او څه به کیږي. د تیارې څادر سم نه وغوړیدلی چې موټر یوې متروکه سیمې ته مخه کړه. هلته هیڅوک نه وو، یوازې ګدام ډوله لويې، لويې ودانۍ وې. د موټر له ورو کیدو سره، د انګړ اوسپنیزه دروازه بیرته شوه او موټر پرته له تم کیدو ور ننوت، بیا د ودانۍ ور بیرته شو او موټر لکه د وږي په خوله کې مړۍ، په کې ورک شو. پرته له کوم ځنډه دروازې وتړل شوې. په ګدام ډوله ودانۍ کې هم ځانګړې کوټې وې چې مسافرین یې په بیړه په کې ځای پر ځای کړل.

هرو لسو یا پنځه لسو دقیقو کې به همداسې یو موټر له مسافرو ډک را ته او دلته به تشیده. مسؤلین یوازې افغانان نه وو، د نورو هیوادونو اتباع هم په کې ښکته پورته کیدل، چې په اغلب ګمان ویتنامیان یا چینایان به وو.

د تیارې حکومت چې برقراره شو، د ګدام په دروازه یو لوی کاماز ډوله لارۍ راننوته، بدماشانوغوندې خلک تورو لوکسو موټرو کې را ورسیدل. له حرکاتو او امرونو نه یې ښکاریدل چې با صلاحیته خلک دي. ډیر زړه ور وو او خپل کارونه یې داسې په ډاډه زړه تر سره کول چې تا به ویل همدوی د دې ښار واکداران دي. موبایل تیلیفونونه په شرنګا وو، امرونه تلل او راتلل. د دوی له ډلې نه یو تن چې په روسي ژبه غږیدلای شو، کاماز موټر ته وخوت. د ده وظیفه دا وه چې مسافرین، د هغوی جامې او په ځانګړي ډول ماشومان کنترول کړي چې د بې هوشۍ دوا دوی ویده کړي دي که نه.

په موټر کې ډکې بوجۍ پرتې وې. مسافرین یې یو، یو ور خیژول او لکه بوجۍ داسې یې ځای پر ځای کول. ما مسافرین و نه شول شمیرلای شول، ځکه چې موټر ته د ختلو په وخت کې مسؤل سړي د خپل اغوستي جمپر په خاطر وښکنځلم. زما د جمپر ټوټه شخه وه او له ښوریدو سره شریده، هغه یې چپه را باندې واغوست.

ډیره ستونزمنه مساله هم د قاچاقبرله پاره او هم د میندو او  پلرونوله پاره، د ماشومانو د ژړا او آرام مسآله وه. د قاچاقبر صاحب؟ له پاره ځکه چې د جرمني په سرحد کې د پولیسو او له هغو نه بد د دوی د سپيو کنترول له خطرو څخه ډک و، نه ویل کیږي ماشوم و نه ژاړي، ونه خاندي او یا ناڅاپه په لوړ غږ سره ډوډۍ او اوبه ونه غواړي. له بده مرغه چې په داسې له خطره ډکو حالاتو او ځایونو کې به قاچاقبرانو ماشومانو ته یا د خوب درمل ورکول او یا به یې د پیچکارۍ په وسیله کاملآ بې حسه کول. د اوریدو له قراره ځینو ماشومانو چې د بیهوشۍ د یادو درملو د زغملو توان نه درلود، خپل ژوند یې له لاسه ورکړ.

نا چاره او مجبور مسافر لکه باران وهلې کوترې، د خپل نامالوم برخلیک په هیله د حرکت شیبې شمیرلې، چې په دې کې ډریور موټر ته را جګ شو، ټول مسافر یې مخاطب کړل او وې ویل:

له حرکت نه نیم ساعت وروسته د چک ـ جرمني پولې ته رسیږو، هلته موټر د کنترول له پاره دریږي، باید د سپڼ قدرې هم څه وانه وریدل شي او…

خلک ځای پر ځای شول، د موټر ترپالونه ښکته او کلک وتړل شول، موټر حرکت وکړ. چا کلمې ویلې، چا آیتونه چوفول، چا تشه دعا کوله او چا د غم او بې وطنۍ له درانه پيټي سره د یوه  تند او مرګوني طوفان په انتظار کې شیبې شمیرلې. دا وروستی خطرناکه سرحد او خطرناکه آزموینه وه.

بې اسرې انسانان هر یو جلا، جلا د خپلو چُرتونو په ټالونو کې زنګیدل،  چې موټر ودرید. وینه د مسافرو په وجود کې وچه شوې وه، چا سپڼ قدرې هم نه کاوه، تا به ویل چې د بوجیو پرسرناست انسانان له بوجیو سره بوجۍ شوي دي. ښه تند باد چلیده، د موټر ترپال يې ښوراوه او یو ډول سړپهاری یې تولیداوه، د باد او ترپال په دې غږ ځوږ کې د ښوریدا په وخت کې، د مسافرو د جامو غږ ځوږ ورکیده. ډریور د چکینګ وخت دوه درې ساعته اوږد ښودلای و، خو موټر له ویل شوي ټاکلي وخت نه ډیر ژر وخوځید.

نور نو د اصلي خطر له دایرې نه وتلي وو. که پولیسو په سرحد کې نیولي وای، موږ یې د زاړه ترننی له تکرارنه وروسته بیا د یوې میاشتې له پاره د زندان په دسترخوان کینولو او د قاچاقبرجان؟ د مال او موټر د نیول کیدو تر څنګه، د موټر دریور د زندان اوږدې میلمستیا ته وړل کیده.

د لوی قاچاقبر هوښیارتیا په دې کې وه چې همدا باروړونکی موټر یې په کوم با اعتباره تجارتي شرکت کې ثبت کړی و چې ټول موټر نه کنترولیده. کنترول یې یوازې همدومره و چې موټر له بار سره تلل کیده او د موټر وزن یې د بارجامې له اسنادو سره تطبیقاوه، په دې ډول د انساني ترافیک کار و باریانو د خبرو ټول اړخونه سنجولي وو.

په دې خبره هلته پوه شوم چې له چک نه د جرمني پر لاره، په همدې موټر کې مې چا ډه ډه راچوخوله. ډیره تیاره وه، هیڅ شی نه لیدل کیده، په ډیر ټیټ غږ فضل را ته و ویل:

دا در واخله! 

په لاس کې یې څه شی راکړل، که ګورم مومپلي دي. ما ور ته و ویل:

خوار نه شې، دا دې له کومه را پیدا کړه؟

ده و ویل:

یوه بوجۍ مې وڅیرله، فکر کوم په ټولو کې مومپلي دي.

قاچاقبر په موټر کې ځکه مومپلي بار کړي وو، چې وزن یې ډیر لږوي، نور وزن یې په هغو مسافرو ورباندې پوره کړی و، چې دوی غربي اروپا ته تیرول.

د قاچاقبر دې موټر به هره چهارشنبې پیره وهله. د دې له پاره چې د جرمني پولیس ته د دوی پلان افشا نه شي، نو یوه چهارشنبې به یې مسافر د جرمني فرانکفورت ښار ته رسول او بله چهارشنبه به يې د جرمني هامبورګ ښار ته رسول. دا دواړه ښارونه تقریبآ څلور سوه کیلومتره سره لرې دي. له بده مرغه چې زموږ نوبت پر فرانکفورت ور پیښ شو. څنګه چې زما او یو شمیر نورو سر منزل ډنمارک و، که پر هامبورګ ور پيښ شوي وای، نو زموږ سفر به لنډ او بیخطره وای.

زموږ د دې شپې سفر پای ته ورسید. موټر فرانکفورت ته څیرمه یوه وړوکي ښار ته چې کسل نومیږي، ورسید. توره تیاره، موبایل تیلیفون، ګڼ ځنګل، دا هغه شیان وو چې د قاچاقبرانو کار یې ډیر آسانه کړی و. په یوه ګڼ ځنګله کې يې د تورې شپې تر تورې لمنې لاندې خوشې کړو او خپله داسې تري تم شول لکه د یتیم له خولې نه چې خندا مروره شي. 

څوک نه پوهیدل چې څه وکړي، او زه ډیر وروسته پوه شوم چې له دې ځایه مو پولیس بیرته نه شي لیږلای. قاچاقبران داسې د اروپا د مهاجرت په قوانینو بلد او خبر وو، لکه دوی چې د دې قوانینو طراحان وي. د جرمني په خاوره کې یې دومره وړاندې بیولي وو، چې د بیرته لیږلو یا دیپورت د قانون له کړۍ نه خلاص وو. ویل کیږي که یو مهاجر پناه غوښتونکی د یو اروپايي هیواد په خاوره کې تر اتیا کیلومترو وړاندې ولاړشي، بیا دیپورت کیدای نه شي.

قاچاقبر عمدآ په دې ځای کې ښکته کړي وو، چې پولیس مو ونیسي، کوم آرام ځای ته مو بوزي، په آرامه ډوډۍ او اوبه راکړي، بیا مو په کمپونو کې ځای پرځای کړي؛ بیا د قاچاقبر استازی یا په کمپونو کې نیغ ولاړ وي او یا یوه ورځ وروسته ځان رسوي او که داسې هم و نه شول، مسافر خپله باید له قاچاقبر سره اړیکې ټینګې کړي، خپله پته او د کمپ څرنګوالی ور ته و وایي، بیا هغه پوهیږي او کار یې.

وروسته له هغه یې چې مسافرین په ځنګله کې پیاده کړای شول، چا ته که پخوا لارښوونه شوې وه، هغوی ځان عمومي واټ ته و رساوه چې پولیس يې ونیسي، په تیره هغه ډله خلک چې وروستی منزل یې همدا جرمني و.

موږ لکه نابلده غلو غوندې په کادان ننوتو. موږ درې تنه ملگري د پولیسو له ډاره دننه په ځنګله کې روان وو. څراغونه ښکاریدل، موږ داسې ګڼلې وه چې دا به کوم ښار ګوټی وي.هلته به ورشو، ټکسي به ونیسو او هامبورګ ته به ولاړ شو، خو وروسته له ډیر مزله نه پوه شوو چې موږ په سراب پسې روان یو. په پای کې ازغن سیمان مخې ته راغله او لاره بنده شوه. څراغونه هماغسې لرې وو او له لرې یې سترګکونه وهل.

ناچاره بیرته را وګرځیدو او په نا امیدۍ هغه ځای ته ورسیدو چې له موټر نه پیاده شوي وو، موږ سره ټول راغلي مسافر تري تم شوي وو، ته وا خدای مه کړه مځکې خوړلي اوسي. لږ وړاندې عمومي سرک و، هلته ور نږدې شوو. موږ ویلي چې ځه چا سره به خبره پخه کړو، موټر به په کرایه ونیسو او هامبورګ ته به ځو. په دې خبر نه وو چې ډیری جرمنان په آسانه په بله ژبه نه غږیږي، یوازې جرمني ته اړم وي، نور که د هرې ژبې سُرنی ور ته و وهې، مه دې سه.

په ډیر جنجال مو د تیلو یو ټانک ته ځانونه ورسول، زموږ یو ملګري ډالر په مارک باندې تبدیل کړل او  د مارکو په تر لاسه کولو سره مو غوښتل چې قاچاقبر ته زنگ و وهو، په همدې شیبه کې هغه کورنۍ چې موږ ورسره د ماشومانو د وړلو مرسته کړې وه را پیدا شوه، هغه کورنۍ زموږ له پاره ښه شوه. دې کورنۍ له اصلي قاچاقبر سره څه خپلوي درلوده، هغه سره یې چې تیلیفوني اړیکې ټینګې کړې، قاچاقبر وروسته له څه لنډې شیبې نه ور ته و ویل چې تاسو د همدغې سیمې د ریل ګاډي تم ځي ته ورشئ هلته یو ترک زلمی راځي دا او دا یې نښې دي. موږ سمدلاسه هلته ځانونه ورسول، لکه د شپې نوم څه نښې مو سره تبادله کړې، ترک ګوډه ما ته ایرانۍ فارسي ویله، خو موږ پرې پوهیدلو. په ډیره بیړه او مهارت یې پوه کړو چې څه وکړو. شیبه وروسته تُرک زلمي موږ هر یوه ته یو، یو ټکټ په لاس کې را کړ او زیاته یې کړه چې هر یو تن سره باید یو ماشوم وي. هر چا ته یې یو، یو اخبار هم په لاس کې ورکړ او وې ویل:

دا اخبارونه په تُرکي ژبه دي، زه پوهیږم چې تاسې یې لوستلای نه شئ، خو کله، کله یې عکسونو ته ګورئ او کله یې داسې پاڼې سره واړوئ چې ګنې لوستلای یې شئ او کله، کله سترګې داسې پټې ونیسئ چې ویده یاست.

د فرانکفورت او هامبورګ ترمنځ په اوږده لاره کې مو څو ځلې ریل بدل کړ. زموږ لارښود تُرک به یا په اشارو او یا په خبرو لارښوونه کوله چې کوم ریل او کوم واګون ته وخیژو.

مازدیګر مهال و چې هامبورګ ته ورسیدو. ګڼه ګوڼه ډیره وه، د تور ویښتو او زیړ ویښتو توپیر نه و، هر چا هرې خوا ته منډې وهلې. قاچاقبر مخکې او موږ ور پسې، یو څه پیاده لار مو و وهله، چې په یوه رستوران يې و رسم کړو. وروسته له لسو دقیقو یو افغان را پیدا شو. اول یې دا ماشوم داره کورنۍ بوتله او چیرې یې ځای پرځای کړه. بیا یې موږ یو هوټل ته بوتلو چې ډیری کارکونکي یې ایرانیان وو. د باندې وتلو اجازه مو نه درلوده، ډوډۍ به یې کوټې ته راوړله.

پنځه ورځې مو په دې هوټل کې د بندي مرغانو په څیر تیرې کړې. شمس نومی ملګری مو لا په پراګ کې له موږ نه جلا شوی و، زموږ په ډله کې پنځه تنه پاتې وو. زما، د دریو تنو مخه د ډنمارک په لور وه، دوه تنه نور لندن ته تګونکي وو.

پنځه ورځې وروسته، پرته له دې چې په دلیل یې پوه شو، له هوټل نه وخوځول شوو، همالته په هامبورګ کې یې د مهاجرینو یو کمپ ته بوتلو، په دې کمپ کې هم د قاچاقبر نماینده نیغ ولاړ و او په دې کمپ کې یې قانوني ژوند درلود. هغه موږ په یوه کوټه کې ځای پر ځای کړو. دوې ورځې وروسته یې سهار مهال خبر را کړچې مازدیګر حرکت دی. د لندن تګونکي یې له موږ نه مخکې وخوځول، مازدیګرمهال یې موږ هم له کمپ نه ویستو، په میترو کې مو څه لاره و وهله، بیا یې د تکسي په سورلۍ په کوم لوري وځوځولو.

له ټکسي نه چې ښکته شوو، مسؤل سړي و ویل په ما پسې راشئ. که ګورم چې بیا د مسافرو شمیر په ډیریدو شو، مسافر په سترګو کې سره پوهیدل چې ټول د یوې لارې لارویان دي. ټول څوارلس تنه شوو، چې ډیری په کې افغانان وو. په شخصي موټرو کې یې کینولو او موټرو په بیړه حرکت وکړ. موټر دومره په چټکۍ روان وو، تا به ویل د کوم وحشي اور د وژلو ماموریت ته روان دی. اوږده لاره یې په لږ وخت کې و وهله، له عمومي واټ نه یوې کروندې ته ور تاو شو. د ونولاندې ګڼو بوټو سره یې ښکته کړو او وې ویل:

په همدې بوټو کې ځانونه غلي کړئ، څو شیبې وروسته دوه تنه راځي او تاسو بیایي. دا د دوه زرم کال د دسمبر لومړۍ شپې وې.هوا سړه وه او تند باد په بې رحمۍ په څاپیړو وهلو.

موږ خپلو نویو آمرینو ته شیبې شمیرلې، دې کې نیم ساعت، یو ساعت واوښت، څوک را مالوم نه شول. یخنۍ پسې اخیستي وو. بوټو ته نږدې د ګڼو ونو ځنګلګوټی و، لږ باد پناه و، د یخ او باد له ظلمه موهلته پناه واخسته.

وروسته له ډیر انتظار نه د پښو څپهاری تر غوږ شو، که کتل مو دوه تنه چې هیڅ ځای یې اروپایانو ته نه پاتې کیده، را پیدا شول. دوی هم لکه نور سرحدي قاچاقبران په روسي ژبه غږیدل. په اغلب ګومان چې دا هم د پخواني شوروي اتحاد په دایره کې د شرقي اروپا د کوم هیواد اوسیدونکي وو چې د انسان د ترافیک کار و باریانو استخدام کړي وو. له را رسیدو سره سم یې، خپله وطني تباره را باندې تیزه کړه، څومره ښکنځلې چې یې زده وي، هغه يې زموږ په آدرس ځکه را حواله کړې چې ولې موږ ځای بدل کړی دی. پر ستوني مو تیره چاړه ایښودل شوې وه، ځکه مو څه نه شول ویلای.

دوی چې له ښکنځلو او غومبیدو ستړي شول، لکه د نورو هیوادونو د سرحدونو په څیر یې ټول خوارکوټي مسافران په یوستوي لیک کې ودرول، له دوی نه یو تن د کتار په سر کې او بل یې د کتار په پای کې، حرکت پیل شو.

څو شیبې وروسته واټ په مخه راغی، لکه سیلۍ چې د ونو پر پاڼو تیریږي، داسې له سرک نه واوښتوو. دلته ونې نه وې، چې موږ يې په پناه ځای کې په آرامه تللي وای، دلته ستونزمنې کروندې وې. ستونزه یې په دې کې وه چې دا د ریبل شوو جوارو کرونده وه. جواریوه لویشت جګ ریبل شوي وو، پاتې شونې یې داسې وچ او شخ شوي وو، چې قدم اخیستل په کې ډیر ګران و، خو موږ له ناچارۍ په کې روان وو.

ښځې او ماشومان لږ سست روان وو، یوې میرمنې سره دوه د لسو او دولسو په منګ ماشومان وو. دا ښځه ما له هغه وخته پيژانده چې د کابل پوهنتون د ادبیاتو پوهنځي کې محصله وه. په هامبورګ کې چې کله قاچاقبر ټول مسافر سره یو ځای کړل ما او دې د قاچافبر د سپارښت له مخې سلام او ستړي مه شي و نه شوه کړای. دې میرمنې سره د ماشومانو له جنجاله اضافه یو لوی پنډکی هم و. ما د جرمني چک د سرحد له ترخې تجربې او ډار نه ځان د کتار منځ ته برابرکړی و. ټول غلي روان وو او مؤظف سړي ته غوږ په آواز وو چې څه وایي. په دې کې مې ورو، ورو زګیروي او وش و وای واوریدل. څو شیبې وروسته زګیروي په ډیریدو او له ډیریدو نه وروسته په ژړا بدل شول. ښځه ولویده او ماشومانو یې چغې کړې. زه ور نږدې شوم، که کتل مې د نر لور هماغه د کابل پوهنتون د پخو او ښایسته سرکونو بوټونه په پښو دي، خو یو بوټ داسې شکیدلی و، چې نور له کاره لویدلی و، زګیروي یې هم د دې له پاره وو چې د جوارو شخو، شخو ډکو پښه څو ځایه ور زخمي کړې وه.

ښځې د جګیدو ځواک له لاسه ورکړی و، ما لاس ور نږدې کړ او له افغاني دود سره سم مې غږ پرې وکړ:

زما خور او لور یې، لاس دې را کړه چې د خبرو او دمې وخت نه دی. ښځې لاس را کړ او جګه شوه. ما ور ته و ویل چې کولای شې زما بوټ په پښو کړې، خو بوټ یې په پښو کې لوی و، زما دوه جوړه جرابې په پښو وې، هغه مې ورکړې، ایله یې دمه لږ جوړه شوه.

شا و خوا نږدې کورونه، موټر او خلک نه ښکاریدل، خو بیا هم د غلو په شانې پټ غږیدو. ما ورته و ویل دا ستونزمنې لارې او له خطرونو ډک سفرونه؛ د داسې کاليو اغوستل داسې د جګو پوندو بوټ پښو کول دا ماشومان او دا لوی پنډکی؛ دا هیڅ نه سره جوړیږي. تا داسې کالي اغوستي دي لکه کوم واده ته چې روانه یې، زه نه پوهیږم،چا نه وې پوه کړې که څنګه؟

دې وویل:

په ماسکو کې یې زما خاوند ته و ویل چې میرمن او ماشومان دې تر ډنمارک پورې ګل غوندې، پرته له ستونزو رسوو، ته بیغمه اوسه. له ماسکو نه تر هامبورګ پورې په الوتکه کې راغلو، یوازې نن شپه یې دا دی د مرګ تر پولې را ورسولو.

قاچاقبر خو په دې خوشحاله و چې ما ښځه له خټو را جګه کړه او مخ په وړاندې روان وو، خو ښځه ډیره ستړې وه او د خپلو پښو د زخمونو په وجه له ګړندي تګ نه پاتې وه. قاچاقبر له ډیره قهره شین سور سره اوښته. موږ یې باید په ټاکلي وخت هغه ځای ته رسولي وای چې نور خلک له موټر سره موږ ته په انتظار کې شیبې شمیرلې. له هماغه قهر سره ما ته را نږدې شو او په زهرجنه لهجه یې را ته و ویل:

ښځه دې ډیره ټنبله ده، سمه تلای نه شي. که څه پیښ شول مسؤلیت به تا ته در له غاړې وي او…

ما په ځواب کې د ویلو له پاره څه نه درلودل. میرمن چې د رسیدو د زیري په انتظار کې شیبې شمیرلې، په بیړه یې له ما نه پوښتنه وکړه چې سړي څه و ویل؟ خو ما څه و نه ویل او د وړاندې تګ اشاره مې ور ته وکړه.

لته لږ لرې بوټي او ونې ښکاره شوې، په بیړه یې ور نږدې کړو او تر بوټو لاندې یې د پټیدو را ته و ویل. زموږ له پټنځي نه لږ وړاندې یوه زړه شانتې ودانۍ لیدل کیده، د هغې په ډډه باندې ډنمارک لیکل شوي وو. د ډنمارک په لیدلو او لوستلو سره مې لږې لاړې تر ستوني تیرې شوې او له ځان سره مې و ویل چې ځه سړیه که دومره ستړی شوې، ډنمارک ته خو دې پښه ورسیده.

زموږ ساتونکو او لارښوونکو په موبایل کې څه ګونګوسی پیل کړ، څو شیبې وروسته یو کپړی غوندې موټر را پیدا شو، په منډه ور وختلو، ساتونکي لکه د هاغه نورو ورونه چې وي، هماغسې یې ځانونه تري تم کړل.

له حرکت نه وروسته مو چې لږ دمه جوړه شوه،  پوه شوو چې زموږ نوي مسؤلین هم موږ سره په روسي ژبه مکالمه کوي. دوی ګوډه ما ته روسي ویله، په اغلب ګمان چې دوی هم د شرقي اروپا اوسیدونکي وو.

په موټر کې یوازې دوې چوکۍ وې، یوه د ډریور او یوه یې په څنګ کې د یو بل تن له پاره. د دوو څوکیو ترشا لکه زندان یوه اوسپنیزه پنجره نیول شوې وه. د موټر پاتې برخه هسې بیدیا غوندې تشه وه، ښايي دا به د بار وړلو موټر و، موږهسې لکه رمه په کې پنډ وو.

ساتونکو موږ ته و ویل چې تاسو کوپنهاګن ته رسوو. موټر څه د پاسه درې ساعته مزل کړی و چې د تیلو یو ټانګ ته ور وګرځید. د تانک په شا و خوا کې ګڼه ګوڼه نه وه، یوازې یو موټر د تیلو اچولو په حال کې و. مسؤلینو موږ ته و ویل: 

«همدا کوپنهاګن دی، ښکته شئ.»

موږ له دوی نه د ریل ګاډي د تمځي پوښتنه وکړه، خو دوی ته نور څه نه وو مالوم او وې و ویل چې زموږ وظیفه پای ته ورسیده. چا د تیلیفون پوښتنه کوله، چا د ټکسي آدرس غوښته او څوک د خوراکي توکو او اوبو په لټه کې و.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب