Homeخبرونهد کابل د بني حصار په یوه ودانۍ کې د داعش پر...

د کابل د بني حصار په یوه ودانۍ کې د داعش پر ضد عملیات دوام لري

تاند(جمعه، د میزان۲۹) راپورونه وايي چې د طالبانو د حکومت امنیتي ځواکونو د کابل په بني حصار سیمه کې په یوه کور کې داعشیان محاصره کړي دي.

د دې راپور تر ترلاسه کېدو مخکې په سیمه کې د لږترلږه دوو چاودنو او ورپسې د ډزو غږونه اورېدل شوي وو.

وروستي راپورونه وايي چې د کابل ښار د اتمې حوزې په بني حصار کې طالبانو پر یوه لوړه ودانۍ کې، چې د داعش غړیو پکې پناه اخیستې ده، عملیات پیل کړي دي.

تراوسه پورې د عملیاتو په نتیجه کې د مرګ ژوبلو په باب څه نه دي ویل شوي او لا هم ډزې اورېدل کېږي.

د طالبانو د حکومت ویندوی ذبیح الله مجاهد د تاند د خبر تر خپرېدو وروسته پر خپله ټویټر پاڼه ولیکل:

د دې خبر جزییات وروسته وړاندې کېږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...