شنبه, نوومبر 23, 2024
Home+غچ | عابد لويال/ ږوب 

غچ | عابد لويال/ ږوب 

له تېرو دوو کلو څخه مې وزن ډېر زيات شوی دی, خېټه مې ډېره بهر را وتلې ده, په سر مې بوج وي, غصه ډېره راځي, او ورسره مې خوب هم نه پوره کېږي. ډاکټر ته ولاړم, فشار مې ډېر جګ شوی دی, ډاکټر د ورزش او د کم خوراک سپارښتنه راته وکړه, يوه هفته مې ګولۍ وخوړلې دوباره مې فشار چيک کړو, فرق يې نه و کړی.
ډاکټر خپله خبره بيا تکرار کړه:
 له دوايي سره که ته ورزش شرو کړې اميد دی چې ډېر زر به يې په نتيجه پو شې.
 دوه ورځې مخکې بازار ته را روان وم, يو سړی راته ودرېد,
 په پهلوان يې مخاطب کړم, وينه يې غوښته، او دا يې هم راته وويل:
 چې ته خو په صورت ښه يې, په هسپتال کې مې بيمار پروت دی, که زر ولاړ شو, ډېره به ښه وي, ما چې تر دې مهاله وينه چاته نه وه ورکړې, نو ګروپ يې هم نه و را مالوم.
 خير ورسره ولاړم, ليبارټري والا د سورينچ په زریعه وينه ايستله, دوه ځايه يې ستن دښي لاس په مړوند کې ننه ايسته خو غوښه به وه,رګ نه مالومېده,
په دريم ځل يې رګ په کيڼ لاس کې پيدا کړو,
ورته ومې ويل:
ولې دومره په مشکل پیدا شو؟
لیبارټري واله ويل:
 کار دي زما په خيال د ناستې دی؟
ورته ومې ويل, هو دوکان مې دی,
لیبارټري والا وينه مائکروسکوپ ته کېښوده,
مخ يې را واړاوه, پرېکټس دي نشته, د بدن غوښه بايد سخته وي, چې رګونه له ورايه په کې مالومېږي, ته بايد د سهار تر چايو مخکې يو ساعت منډه ووهی.
د وينې نتيجه راغله مساوي نه وه, را ووتم, د ډاکټر او لیبارټري واله خبرو مې فکر نور هم خراب کړ, له هغې ورځې وروسته دا دی هر سهار وختي سټيډيم ته ځم, يو ساعت منډه ووهم , پر هوټل يو کپ شنې چای وکړم, لږ دمه وکړم، او بیا ځم دوکان خلاص کړم, په هوټل کې زه له پنکې لږ ليري کښېنم، ځکه چې بدن مې ډېره خوله کړې وي, زه چې په کوم ټېبل کښېنم دې ته مخامخ کوچنی ځای دی د اوبو نل ورته راغلی دی, دلته د هوټل شاګردان صفايي کوي, د دې هوټل تر ټولو کشر شاګرد ياسین نومېږي, له ونې جګ لکه چنار, تک تور نرم وېښتان, تازه نري برېتونه له لرې نه, خو له نزدې ښه جوت ښکارېږي, په خوله ډېر خاموش خو خبرې يې معقولې دي, تندی يې هر وخت ګونځي وي, په هره خبره کې جدي ښکاريږي, لکه دا هر کار چې په زور په کوې, نن يې چې ماته څنګه د چايو کپ کښېښود, زېړه غټه بالټۍ ته يې د اوبو نلکۍ ورخلاصه کړه، ښۍ مټه يې دېوال ته ولګوله, د سترګو تر کونجانو يې يو بل خوا وکتل, ګنډه يې خلاصه کړه, په هماغه زېړه بالټۍ کې يې متيازي وکړې, بالټۍ چې له اوبو ډکه شوه, نلکۍ يې بنده کړه او بالټۍ يې د پخلنځي خواته يووړه, هلته چې کوم کس ولاړ و, هغه يې بالټۍ له لاسو واخيستله, او د چولې پر سر غټ دېګ کې يې خالي کړه,
هغه د ېګ خو له ما ډېر ليري و، نه را مالومېده, چې څه دي په کښې, خو بوی يې دومره وپوهلوم چې ورېژي دي, ځکه د دې هوټل ورېژي ډېری مشهوري وې, زما چای لا ډېر وختي ختم شوی و, هوټل والا ته مې روپۍ ورکړې او د خپل دوکان په لور را روان شوم, د مياشتې اخرې ورځې وې دوکانداري هم کمزوري وه, د دوولسو يوې بجې وخت و, وږی هم وم, خو سهار چې په هوټل کې د ياسين کوم عمل ما ليدلی و, له ټول هوټلونو مې خوا ګرځېدله, خو نه کېده، معده مې خالي وه.
له دوکانه را ووتم د جامع جومات مخامخ دوکان نه مې مستې او له نږدې داښت څخه مې يوه مړۍ را واخيسته, ټوله ورځ مې د ياسين په اړه فکر بند و چې دې بدبخته خو نن په ټولو خلګو مرداړ وخوړل ځان هم راته مجرم ښکارېدو چې په هغه وخت کې مې ولې ژغ ونه کړ؟
 ولې مې د هوټل مالک ته نه وويل؟
 او آخر ياسين ولې داسې کار وکړ؟
خو ما له ځان سره وپتېيله, چې سبا سهار به ارو مرو پوښتنه ترې کوم, که نه و مالک ته خو يې خامخا وايم, سبا چې هوټل ته ورغلم, چې هر څو مې سترګې وغړولې ياسين نه و, د نور کله په پرتله لږ ناوخته هم شوم, خو د ده هيڅ درک نه و, آخر مې د هوټل له يوه بل شاګرد څخه د ده په اړه پوښتنه وکړه, هغه لومړۍ د کونټر خواته وکتل, بيا زما لور ته لږ را نږدې شو.
راته ويې ويل:
ياسين يې پرون ډېر سخت وواهه.
چا وواهه؟
ما ورته ومې ويل:
شاګرد ټېبل په کپړه صفا کړ, بیرته يې مخ ما ته را واړاوه,
پرون په هاغه مخامخ چوکۍ کې يو حاجي صاحب ناست و, د پسه د بونې اډر يې ورکړی و, ياسين په هغه پلېټ کښې لاړې توکلې وې, هغه ليدلی و, لومړی حاجي صاحب, بیا د هوټل مالک وواهه, وروسته مالک پوليس سټېشن ته ټيلفون کړی و, شپه يې هم په تاڼه کښې وه, اوس هم بندي دی.
شاګرد ته مې وويل!
بیا يې لا پلار يا مشر ورور څوک نه دي پسې راغلې؟
هغه چې روانېدو را ته ويې ويل:
نه دي راغلې او رابه هم نه شي.
ورته ومې ويل:
ولې.؟
ځکه چې هغه مشر ورور نه لري خپله مشر دی , او پلار يې ډېر سخت ظالم انسان دی, په بازار کې يې د رخت دوکان دی هيڅ يې په کيسه کې هم نه دی, څو څو ځله يې دلته په هوټل کې زموږ تر مخ ډېر ناترسه وهلی دی.
شاګرد ته مې روپۍ ورکړې, تر دوکانه پورې په دې فکر کې وم, چې ولې ياسين داسې ناوړه کار کوي؟
 د دې تر شا ضرور څه شته، پلار يې هم پوښتنه کوېږنه نه کوي, آخر داسي څه دي.؟
د دې پر ځای چې دوکان خلاص کړم, نېغ تاڼې ته ولاړم، په تاڼه کې مې پوليس ايس ايچ او روزي خان صاحب ملګری و, هغه د ډېر ښه احساس خاوند دی,خپله خو شاعر ليکوال نه دی خو اکثر به زما د کتابونو دوکان ته راته او د پښتو کتابونه به يې اخيستل, له ادب سره يې ډېر ژور تړون دی, د خوشال بابا کلیات خو يې هغه د چا خبره ټول په ياد دی, له ليکوالانو او شاعرانو سره يې ناسته ولاړه ډېره ده, اکثر په مشاعرو کې هم ناست وي. هغه د چايو ډېر کلک ست وکړ,
ورته ومې ويل:
چې د دوکان مې ناوخته دی,
 بيا به بل وخت…
د ياسين په اړه ورسره و ژغېدم,
روزي خان صاحب وويل زورور خلک دي, پرون زه نه وم, دا هلک يې بې ګنا دلته بندي کړی دی, زه خپله ډېر مصروف وم, ما خپله خلاصاوه, دا ښه دی ته هم پسې راغلې,
 ته يې پېژنې.؟
روزي خان صاحب راته وويل
ورته ومې ويل:
نه بس دومره يې پېژنم چې په هغه هوټل کې مزدور دی او بس, نور خو نو ما او تا د يوه احساس خاوندان يو, دا دی ګوره خپل دوکان مې خلاص کړی نه دی, د دې هلک غم راسره و, په هوټل کې يې شاګرد راته وويل زه هم سيده دلته ورپسې راغلم.
ياسين مو له حوالات را ويوست, او دوکان ته مې را ووست چای او پراټه مې ورته را وغوښتل, چې ښه په ارام شو, نو پوښتنه مې ترې وکړه,
ايا دا ريښتيا دي چې تا د غوښې په ډک پلېټ کې لاړې توکلې وې؟
ياسين مځکې ته وکتل,
 او هيڅ يې و نه ويل,
ورته ومې ويل:
 ګوره پرون دي په بالټۍ کې متيازي هم وکړې, او هغه اوبه يې د وريژو په دېګ کې توی کړې.
ياسين هغسې مځکې ته کتل, شونډې يې وخوځېدې,
تا وليدلم ؟
ما د هو په بڼه سر ورته وښوراوه,
او ورته ومې ويل
 آخر ولې دومره ناروا کوې سم حلال شی په مرداړو بدل کړې؟
يو اوږد اسوېلی يې وکيښ
 او راته ويې ويل
څه در ته ووايم؟او څنګه يې ووايم,
 له دې خلګو مې ډېره کرکه کېږي بد مې ايسي,
دلته هيڅ رحم په چاکې نشته ټول ظالمان دي, د خدای په دې دومره پراخه نړۍ کې يوکس ما نه دی لیدلی چې په زړه کې يې شفقت وي، رحم وي, مينه او عاطفه دي ولري, هر يو کس په خوله يو قسم, او په زړه بل رنګ وي,
د ياسين خبرو هک حيران کړم, چې دی ولې له خلګو دومره ګيله من دی, ښه او بد وګړې خو هر ځای شته, زما د فکر لړۍ د ياسين خبرو غوڅه کړه.
مخامخ را ته کښېناست, او را ته ويې ويل:
هغه حاجي صاحب چې زه يې ووهلم, زه يې د لمسي پر ځای يم خو دی چې هوټل ته راشي زما لاس په لاس کې ونیسي نه يې پرېږدي, په ورانه لاسونه را وهي, او تر غومبرو مي کښوي, له خپلې سپينې ږيرې هم حيا نه ورته درېږي.
نو خو د هوټل مالک ته يې ور وښيه!
ما ورته وويل!
د ياسين ځواب نور هم ناهيلی و.
هغه وويل د هوټل مالک خپله ټوله ورځ له ښايسته هلکانو سره په ويډيو کال ژغېږي, هوټل ته هلکان را ولي او دلې ورسره شپې تېروي, کور يې هم دومره ليري نه دی, واده هم لري بچيان هم لري بیا هم دی…
د خبرو په دوران کې مې ترې پوښتنه وکړه.
پلار دي په بازار کې د رخت دوکان لري ستا مزدوري ته مجبور هم نه دی, نه شي کېدای چې له هغه سره په دوکان کې کښېنې؟ له دې هرې بدبختۍ به هم په امان کې يې!
مخ يې له غصې تک سور واوښت
د پلار په اړه يې داسې خبرې وکړې چې هيڅ یو زوی به يې هم ونه کړي,
ياسين وويل:
 هغه خپله په دې مرض اخته دی, دوه ودونه هم لري خو بيا يې هم په دوکان يو هلک وځي بل ننوځي, څو څو واره مې خپلې سکنۍ مور ته وويل هغې له ډاره چرته ورته ويلی شو, بيا مې ميرې ته وويل, هغې د شپې ورته ويلې و او جنګ يې هم ورسره کړی و, په سبا يې ډېر سخت ووهلم, بيا يې له دوکانه هم وشړلم, لس پينځلس ورځې همداسې وګرځېدلم يوه ورځ يې ور وغوښتلم د دوکان مخې ته يې رېړۍ راته را ويسته, په هغې کې به مې ټماټر او نوره سبزي خرڅوله, يو ماښام چې کورته راغلم مور مې خفه وه, علت مې ترې وپوښت, اول خو يې حال نه راکاوه, خو چې ډېره مې مجبوره کړه, اخر يې حال راته ووايه,
پلار ته مې چا ټيلفون ورکړی و چې څه سامان دي راغلی دوکان دي هم بند دی چاته يې ورکړم, پلار مې ورته ويلې و چې دلې د رېړۍ والا ولاړ دی هغه ته يې ورکړه, مور مې په دې وړه خبره خفه شوې وه, هغې ويل ولې يې داسې نه ورته ويل دالته زما زوی دی هغه ته يې ورکړه,
د سبزي رېړۍ هم تر ډېره نه وچلېده ځکه چې پلار به مې هر وخت روپۍ راڅخه غوښتلې, او رېړۍ به هروخت ګټه نه کوله, په اول کې خو به چې سبزي تاوان هم وکړو ما د سبزي له روپو څه روپۍ ورکولې, او ځان به مې د منډيي قرضدار کړ, په کومه ورځ چې به مې بیا زياتې روپۍ وګټلې, له هغو به مې څه را وګرځولې او هغه به مې په پور کې ورکولې, خو بيا به هم قرضداره وم, يو وخت تر شپږ اووه زره زیات قرضداره شوم, بیا مې څو ورځې پرله پسې پلار ته روپۍ ور نه کړلې, او پور مې ټول پرې کړو, په همدغو ورځو کې مې پلار راته وويل چې دا رېړۍ نوره دلته ونه دروې, ګټه دي نشته د دوکان مخه دي رابنده کړې ده, بیا يې په هغه هوټل کې مزدور کړم, سهار به وختې تلم او ماخوستن به ناوخته کور ته راتلم خوب نه و, ستړيا تر حد زياته وه, د خلګو به چکرونه ارمان و ښه کالي ښه بوټان او ښه خوارکونه به يې ارمان و, زما به خوب ارمان و, چې ښه په ساعتو ساعتو ويده شوی وم او ستړيا مې وتلې وای, سهار وختې به د مورکۍ نفس په را وختی چې را ويښ مې کړي او کار ته مې روان کړي, د دې باوجود به هم د هوټل د مالک له لورې وهل ډبول و, دا خو پرېږده, ډېرې ناترسه کنځلې به يې کولې “ستا خور… ستا مور… حرامي , ګانډو, ولې ناوخته راځې, مزدور مې يې څه پلار خو مې نه يې چې سره سره غرمه را روان يې؟ ” که څه هم زه به هر وخت تر لمر ختو مخکې ورتلم, دا خو د مالک له خوا بدې ردې وې ګيراک چې به راتلی جنګ به يې په کور له ښځې سره کړی و, زور به يې تر موږ ايستلی هغوی به راته کنځلې کولې , خدای چې پيدا کړی يم همدا ښکنځل دي وهل دي ډبول دي, هغه که په بازار کې دي , يا په مدرسه او يا په کور کې,
ښه نو په مدرسه کې دي هم وخت تېر کړی.؟
ما ورته وويل:
ياسين مخ را واړاوه,
هو, له بدبختۍ مې څلور کاله په مدرسه کې تېر کړل, هلته خو تر دې بد حال و, د حافظ په نامه چې کوم خنځير موږ طالبانو ته سبق را ښولی, کلک شین د اوبو پايپ به يې همېش په لاس کې و, له غصې به هر وخت سره اېشېدلی, له ماسره يې ډېره بده واخيسته, ځکه چې زه يې څو وارې خپلې کمرې ته ور وبللم, خو زه به نه ورتلم, ډېر سپين مخې هلکان چې ډېر بد اخلاقه هم و, سبق يې هم نه زده کاوه, خو ده به هيڅ نه ورته ويل, د هغو په اړه به طالبانو ويل چې هر يو ورسره شپه تېروي, له ما سره يې په هم دې ضد پيدا شو, هر وخت به يې په نه خبره وهلم, په سبقونو کې ډېر تکړه وم, ځکه چې ما درې کاله سکول هم ويلی و, تر دريم ټولګي پورې اول نمره راغلی وم, بیا مې پلار را ويستلم, چې سکول زياتې په درد نه خوري مدرسه به وايې, دا چې د ده ناروا غوښتنه ما نه منله, نو زما په وهلو کې هم زياتوب راغی, په څلورو کسانو به يې ورته ونيولم او په هغه کلک پيپ به په کوناټيو وهلم اکثر به پر مځکه سم نه شوای کښېناستلی, د کوناټيو د پاړسوب او د دړد له لاسه به مې د شپې تر ملا بالښت لاندې کړو چې کوناټي مې پر مځکه ونه لګېږي, بیا به ويده کېدم, د ډېرو وهلو له امله به مې آخر زده کړې سبقونه هېرېدل, سر به مې درد کاوه, په مغځو به مې ډېر بوج و, د شپې په خوب کې به مې هم حافظ او د ده په لاس کې شين پيپ ليدل, را وبه غورځېدم, له خولې به مې ناره ووتله, چې سترګې به مې روڼې کړې هيڅ به هم نه و, سهار به په څلور بجې را پورته شوم سبق به مې وايه وايه ښه به مې ياد کړ, د اذان وخت به شو اذان به مې ووايه , له جمعې وروسته به ښه ډاډه وم چې سبق مې ښه ياد کړی خو چې شين پيپ او د حافظ له کاوړه ډکه څېره به مې وليده هر څه به هېر شو, بیا به هغه وهل و, د وهلو دا جرات مې هم پلار ورکړی و هغه ورته ويلې و چې غوښې يې په تال کې راولېږه، زه به ګيله درته ونه کړم, څلور کاله مسلسل مې همداسې تېر کړل,
 يوه ورځ چې ډېر زيات يې ووهلم, دومره زيات چې نه په پښو ولاړېدلی او نه هم کښېناستلی شوم, همالته پړمخې پروت وم او ژړل مې, ښه ډېر مې وژړل, له ډېرې ژړا بې هوښه شوی وم, خو چې کله په هوش راغلم, کالي او صورت مې لانده و, په ډېر مشکل سره دوو کسانو را ولاړ کړم د خوب تر کوټې يې راوستم دوی ولاړو او زه پرېوتم ماخوستن د کوټې درې نور طالبان هم راغلې و زه يې را ويښ کړم د ډوډۍ يې راته وويل خو زما زړه ته نه کېده يوازي اوبه مې ترې وغوښتې بيرته مې سر په خپل خيرن بالښت ولګاوه ويده شوی وم کله چې راپورته سوم لمر را ختلی و د هلکانو د سبق ژغ راته, خپل لاسي ساعت مې ورک و, په کوټه کې هم ګړۍ نه وه چې وخت مې کتلی و, له مدرسې پټ را ووتم کله به ښه تېز روان وم او کله به مې سوکه شوم يو وخت ښه تر ابادۍ را ووتم کورونه نه ښکارېدل سيمې هم درک نه را کاوه, چې کوم ځای دی, خو دومره پوهېدم چې د لمر پريواته په خوا روان يم, نن دويمه ورځ وه چې هيڅ مې نه و خوړلې، ډېر زيات تږی شوی وم, د اوبو یو درک نه و, خو بيا هم روان وم, لکه قيدي چې له زندانه تښتېدلی وي, زما هم دغه رنګه احساسات و, په دې ټولو ستړو برسېره هم خوشاله وم چې له مدرسې څخه راوتښتیدم, د انسانانو پلونه مې وليده, په زړه کې مې امید پيدا شو مطمين شوم او په پلونو پسې روان شوم, دا وخت نو لمر سم د اسمان پر نيمايي و, چې ښه مخ ته ولاړم, د کوچيانو کېږدۍ ولاړې وې, وروګرځېدلم, ژغ مې ور وکړ, يو کوچی را ووت ورته ومې ويل:
ډېر وږی يم له دوو ورځو مې څه نه دي خوړلې, يوه ګوله مړۍ که وچه وي هم خير دی, کوچي چې زما حال وليد يوې خېمې ته يې بوتلم په ډېر کم وخت کې يې ښه ډکه کاسه د کورتو مړۍ راوړه
زه ډېر وږی وم او ښه پرېمانه مې وخوړه, له کوچي څخه مې د “چوخن” د لارې پوښتنه وکړ, کوچي خو لومړۍ راته وويل چې مه ځه غرمه دلې تېره کړه دا د “سره کڅ” دښتې دي لمر به دي ووهي, خو زه نه تم کېدم وېره راسره و چې له مدرسې څوک راپسې را نه شي, کوچي لار را وښودله, او د “چوخن” پر خوا روان شوم, په لاره يواځي وم هيڅوک نه و چې تر چوخن يې يا پر موټر سايکل او يا موټر کې وړی وم نيمه ورځ مې مځکه تر پښو ايستلې وه, خبر نه وم چې پر مخ به لا څومره پاتي وه, مازيګر لمر به زياتې تر غرونو اوښت, يوه کلې ته را ورسېدم, له کچه سړک څخه نرۍ د پښو لار ورغلې وه, ور وګرځېدم د کلي په سر کې يې کوچنی له خټې جوړ جومات و,چې چت يې په لوخو پټ و, د جومات مخې ته څو کسه سپين ږيري او ځوانان ناست و, د ماښام د لمانځه اينتظار يې کاوه, ورغلم سلام مې ور واچاوه له ټولو سره مې روغبړ وکاوه, زه هم ورسره کښېناستم هيچا هم نه را نه وپوښتل
 چې څوک يې؟
 له کومې خوا راغلې؟
 او د څه له پاره راغلی يې؟
د ماښام اذان وشو له لمانځه وروسته چې را وتلو يو جګ سړی چې ښه لونګۍ يې تړلې وه زه يې تر لاس ونيولم او راته ويې ويل چې ته به زما مېلمه يې, یوه بل سپين ږيري ورته وويل چې ملک ساب مېلمه به له ماسره ولاړ شي خو هغه لونګۍ والا ورته وويل چې نه زه يې راسره بیا یم, وراره مې هم له بازاره راغلی دی, ګوندې له هغه سره به دېغ نه شي, کور ته چې ورننوتو زه ډېر سخت ستړی وم خوب هم راته خو سمدستې مړۍ راغله له مړۍ ورسته هغه جګ سړی چې کليوال په ملک مخاطب کړی و,له یو ځوان چې ږيره يې خرېيلې وه او اوږده برېتونه يې لرل, شايد دغه به يې وراره و, ملک له خپل وراره سره مجلس شروع کړ او ما د ډېر خواږه خوب غېږې ته ځان ور رسولی و, بيا په ځان نه وم خبر, خوب کې وينم چې مور مې ډېره سخته ژاړي, ويښتان شکوي, مخ په څاپېړو وهي زه حيران دريان ورته ولاړ يم خو دومره پوه يم چې چا ورته زما د مرګ دروغجن خبر رسولی دی زه چې هرڅومره کوښښ کوم ورته وايم چې زه ژوندی يم خو هيڅ مې له خولې ژغ نه ور وځي, د مور سوو کوکو ته چې ګورم زه هم ورسره په ژړا شوم, نارې او بغارې وهم, دغه وخت د ملک وراره ژغ راباندې وکړ, هلکه خير دی څله دي زيګروی دی, شا او خوا مې وکتل, د ملک په بېټک کې پروت يم, او د ده وراره مې سر ته ناست دی, زه هم راپورته شوم, لږ بیداره شوم, په ساعت کې يوه نیمه بجه وه, د ملک وراره پوښتنه وکړه,
 مېلمه ته خو د دې ځای نه مالومېږي؟
څوک يې؟
او له کومه راغلی يې؟
ماسخوتن هم ډېر وختي ویده شوې, موږ ته د پوښتنې موقع لا هم نه راغله,
 ده ته مې ټوله کيسه وکړه او ورته ومې ويل چې تر چوخن خو دا دی راغلی يم, پر مخ به تلم افغانستان ته, خو اوس پیښمانه يم يو ډېر بد خوب مې وليد مور به مې راپسې ډېره خفه وي, سهار بیرته کورته ځم خو له پلاره ډېر وېرېږم مړ به مې کړي, د ملک وراره تسلي راکړه چې هرڅه به خدای خير کړي, اوس ويده شه, خپل خوب وکړه, سهار له چای وروسته مې د ملک له وراره موبايل را واخيست پلار ته مې ټيلفون ور وکړو, ويې پېژندلم تر ډېر ښکنځلو وروسته مې ورته وويل:
سمه ده درځم, خو دوه شرطونه لرم, وهې به مې نه او بل مدرسه له ما پاتې ده,
ده هم له ناچارۍ ومنل او راته ويې ويل:
 زه خپل يو ملګري درلېږم له دغه کلي بل ځای مه ځه هغه به دي راوړي,
تر غرمې پورې زه د ملک له وراره سره د کلي په سر کې د توتانو تر درختو لاندې ناست وم چې
صوفي جوماخان چې زما د پلار د مدرسې د وخت ملګری و, خو اوس یې په بازار کې د موبایلونو دوکان خلاص کړی و, پر موټرسايکل راغی ځای په ټيلفون کې د ملک وراره ورښودلی و
له چوخن څخه تقريباٌ په درې ساعته کې ښار ته راغلو زه د پلار دوکان ته نه ورغلم کور ته ولاړم مور مې خبره شوې وه, چې زه له مدرسې تښتېدلی يم, دغه شپه او دواړه ورځې يې تر کوټې او تر دروازې تېرې کړې وې, هغه ساعت هم په دروازه کې ولاړه وه, چې زه کورته ور روان وم, چې څنګه يې وليدم, را منډه يې کړه, په غېږ کې ټينګ ونيولم, په دواړه مخه يې ښکل کړم, او ژړل يې.
ښه نو پلار دي په مدرسه کې سبق ويلی دی, بيا يې هم له تاسره داسې رويه ده؟
ما ورته وويل:
ياسين په لاس تړلې ګړۍ ته وکتل او ويې ويل:
پلار مې له حفظ سره ډېر ديني کتابونه هم ويلې دي, اته کاله يې په مدرسه کې تېر کړې دي, بس څه يې کوې زياتي, د پلار په نامه دي راته ژوندی وي، خو د پلار مينه مې ترې نه ده ليدلې.
یاسين ولاړ شو, زما مننه يې وکړه او له دوکانه ووتی.
15 اګست 2022
عابد لويال/ ږوب
سوهېلې پښتونخوا

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب