یکشنبه, مې 19, 2024
Homeخبرونهد افغانستان او انګلیستان په سیالۍ نړیوال ۲۰ اوره جام پیلېږي

د افغانستان او انګلیستان په سیالۍ نړیوال ۲۰ اوره جام پیلېږي

تاند(جمعه، د میزان۳۰) د ۲۰۲۲ د کرکټ شل اوره نړیوال جام د ۱۲ غوره لوبډلو لومړۍ مسابقه نن د استرالیا د پرت ښار په لوبغالي کې د افغانستان او انګلیستان په سیالۍ پیلېږي.

انګلیستان د شل اوره سیالیو نړیوال اتل دی او په تېرو دوو کلونو کې په دې فورمټ کې کله لومړی او کله هم دوهم شوی دی.

دا لوبه په څو دلیلونو د افغانستان لپاره له ډیرو ننګونو ډکه ده. لومړی مسابقه په استرالیا کې کېږي چې تیز باولران پکې ښه چلیږي، په داسې لوبغالي کې کېږي چې پیچ یې ډیر واښه یا چمن لري او دا ډول پیچ د سپینرانو لپاره ښه نه وي. د افغانستان قوت په سپینرانو کې دی.

افغانستان او انګلیستان تر دې وړاندې دوې شل اوره سیالۍ کړي او دواړه انګلیستان ګټلي دي. که څه هم د انګلیستان دا بري له روحي نظره اغېز لري خو د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې هم په راوروسته موده کې ډیره تجربه ترلاسه کړې ده.

د افغانستان لوبډله یوه له لسو لومړی درجه لوبډلو شمېرل کېږي او بې له دې چې د نړیوال شل اوره جام په غوره ټیمونو کې د شمېرل کېدو لپاره د بنګله دېش، سریلانکا، سکاټلنډ، آیرلنډ، نامیبیا، ویسټ انډیز، متحده عربي امارات او هالنډ په شان مخکې تر مخکې سیالۍ وکړي او په ۱۲ ټیمونو کې غوره شي، له وړاندې د لسو غوره ټیمونو په ډله کې شامل و.

خو په دې سیالیو کې افغانستان په لومړي ګروپ کې د استرالیا، نیوزیلنډ، انګلیستان، سریلانکا او آیرلنډ په شان لوبډلو سره یوځای دی.

د دغو ټیمونو په منځ کې ظاهراً تر ټولو کمزوي سرانکا او آیرلنډ ښکاري چې افغانستان ورڅخه څو مسابقې ګتلي دي.

کرکټ له فوټباله وروسته په نړۍ کې تر ټولو زیاته خوښېدونکې لوبه بلل کېږي او له همدې کبله لومړۍ مسابقه یې له ډیر حساسیته برخمنه ده.

په کرکټ کې تر ټولو زیات مینه وال شل اوره سیالۍ لري. د دې ډول سیالیو د اتلولیو جام له ۲۰۰۳ څخه پیل شوی دی او جالبه دا ده چې د دې فورمټ دوه ځلي اتل ویسټ انډیز پرون حذف شو.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب