جمعه, فبروري 6, 2026
Homeخبرونهيونيسف د روان ژمي لپاره افغانستان ته ۷۵ میلیونه ډالره غوښتې

يونيسف د روان ژمي لپاره افغانستان ته ۷۵ میلیونه ډالره غوښتې

تاند:(شنبه ،د ميزان ۳۰مه)‏‌ ‏‏د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق یونیسف په افغانستان کې د روان ژمي د مرستو لپاره د ۷۵ میلیونه ډالرو غوښتنه کړې ده.

دغې ادارې خبرداری ورکړی، چې ژمی به افغان بېوزلانو ته په روغتیايي برخه کې هم له ستونزو ډک وي او د دوی اړوند پروګرامونه بايد پکې تمويل شي.

د يونيسف په خبره، چې دوی افغان ماشومانو ته د ژمنیو بشري مرستو په اړه يوه ستراتيژي برابره کړې او غواړي عملي ېې کړي.

یونیسف باور لري، چې د بشري او اقتصادي ناورين سره ېې بیا هم د افغان ماشومانو د فاجعې په مخنيوي کې خپلې ممکنه هڅې کړي دي.

دغې نړیوالې ادارې له دې سره بیا هم، اقتصادي شوک، وچکالي، جګړه او د کرونا ویروس افغانانو ته له مخکې پرتو لویو خنډونو څخه ګڼلي دي.

د ماشومانو د ملاتړ دغه نړيوال صندوق زياتوي، چې د افغانستان له شاوخوا ۴۰ میلیونه نفوس څخه ۲۴،۴ میلیونه یې د بشري مرستو مستحق دي.

دغه اداره په کابل کې پر کاج ښوونيز مرکز خونړي ځانمرګي برید ته په اشارې وویل، چې افغانان لا هم د جګړې او تاوتريخوالي قربانيان دي او د امنيت ساتلو لپاره ېې هم باید اساسي ګامونه واخيستل شي.

په وروستيو کې د طالبانو چارواکي هم د بشري ناورين په موجوديت اعتراف او له نړيوالو د مرستو غوښتنه کوي.

څو میاشتې مخکې پورې دوی په دې اړه د نړيوالو بنسټونو راپورونه بې ځايه تبلیغات بلل.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د ډاکتر حکیمي کلیزه | ‌‌ذبیح‌الله شفق

زه پوهېدم چي ته به سترګي لکه نن بدلوې ‏‎ځکه مي تا باندي یوه شېبه حساب نه کاوه په ۱۹۹۲م کي هارون حکیمي د زابل په...