شنبه, سپتمبر 28, 2024
Homeخبرونهلالی حمیدزی:د کندهار اوسنی والي د اڅکزيو په وژلو او ربړولو کې...

لالی حمیدزی:د کندهار اوسنی والي د اڅکزيو په وژلو او ربړولو کې ډېر رول لري

تاند:(شنبه ،د ميزان ۳۰مه)‏‌ ‏‏په ولسي جرګه کې د کندهار يو پخوانی استازی لالی حمیدزی، چې خپله هم په قام اڅکزی او د کندهار د مشهور طالب ضد قومندان جنرال عبدالرازق له نیږدې کسانو څخه دی، په يوه ټلويزيوني مرکه کې د طالبانو حاکمه اداره د اڅکزي قوم د ګڼو کسانو په وژلو او ربړولو تورنه کړه.

نوموړي ادعا وکړه، چې د طالبانو دغه چلند د دوی له واکمنيدو مخکې په سپین بولدک کې د اڅکزيو خلاف پیل شوی و، چې دوی یې له کبله د طالبانو ډېرو مشرانو ته شکایت هم کړی و.

حمیدزی وايي، چې د طالبانو د واکمنۍ په لومړيو څو مياشتو کې کابل کې و، حال چې کله ېې خبرو ته د طالب مشرانو نه غوږ نیول او د دوی د قوم خلاف اقدامات ېې لیدل، هېواد پريښودو ته اړ وت.

نوموړي په مشخص ډول د کندهار لپاره د طالبانو والي حاجي يوسف وفا د اڅکزيو د وژلو او ربړولو اصلي عوامل وباله، خو زياته ېې کړه چې که د طالبانو امیرالمؤمنین ریښتیا موجود او په کندهار کې مېشت وي، څنګه ممکنه ده چې دغه وضعیت نه خبر نه شي او د مخالفت په صورت کې ېې مخه ونه نيسي ؟

لالي حميدزي له نوم اخیستو پرته د طالبانو یو شمېر مشران زړه سوانده او وطن پال وبلل، خو زياتوي چې هغوی بې واکه دي او څوک ېې خبرو ته غوږ نه ږدي.

حمیدزی د اڅکزيو د قوم خلاف ادعا شوې وژنې او ربړونې د پاکستان په اشاره بولي او وايي، چې د ډیورنډ کرښې دواړو غاړو ته مېشت دغه قوم تل د خپل هېواد د ساتنې او د پاکستان د مداخلو د مخنيوي لپاره مبارزه کړې او قربانۍ یې ورکړي دي.

د طالبانو حاکمې ادارې په دې اړه څه نه دي ويلي، خو مخکې ېې د هر ډول وژنو او ربړونو ورته ادعاوې رد کړي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب