شنبه, سپتمبر 28, 2024
Homeسپورتد شل اوره جام دوه ځلي اتل له سیالیو ووت

د شل اوره جام دوه ځلي اتل له سیالیو ووت

تاند- آیرلنډ د شل اوره نړیوال جام دوه ځلي اتل ټیم یعني ویست انډیز ته ماتې ورکړه اودا لوبډله د ۲۰۲۲ له نړیوال جامه ووته.

نن (جمعه) د استرالیا په بیلرو اوفل لوبغالي کې د ۲۰۲۲ د شل اوره جام سیالیو د ۱۲ غوره ټیمونو پړاو ته د وتلو لپاره د ویسټ انډیز او ایرلنډ ټیمونه مخامخ شول.

د ویسټ انډیز لوبډلې چې پچه ګټلې وه، لومړی په خپله بیټنګ وکړ او د ۵ لوبغاړو له سوځېدو وروسته یې په ۲۰ اورونو کې ۱۴۶ منډې وکړې خو ایرلنډ دا هدف په اتلسم اور کې نسبتاً په اسانه پوره کړ.

ټاکل شوې ده چې د سکاټلنډ او زیمبابوې ترمنځ د مسابقې په نتیجه کې یوه لوبډله بل پړاو ته ووځي.

تر دې وړاندې له دې پړاوه د سریلانکا او هالنډ ټیمونه وتلي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب