یکشنبه, سپتمبر 29, 2024
Home+د نظام د جوړيدو ښه فرصتونه شته خو قرباني غواړي

د نظام د جوړيدو ښه فرصتونه شته خو قرباني غواړي

ليکنه؛ عبدالوحيد وحيد

که موږ لکه اوس تيت او پاشلى ملت يو، لومړيتوبونه مو د واک په محور باندي راڅرخيږي، يوازې نيوکې کوو، خو حل لاره نشو وړاندي کولاى. نورو ته د پړې ګوته نيوى شو، خو خپلې نيمګړتياوې نه وينو.  نړول او ښکنځل مو ښه زده دي، خو  رغول د نورو کار ګڼو. د اسلامي نظام د رامنځته کولو  چيغې وهو, خو په سياست، اقتصاد، سوداګري، نړيوالو اړيکو ټولنيزو چارو او د ژوند په نورو اړخونو کې عملاً د دين پلى کيدو تګلاره نشو جوړولاى او که د ديموکراسي شعارونه ورکوو خو د واک تر پولو پورې، نو د خپلواکي خوند ليدل، له خيرات غوښتلو څخه د ملت ژغورل او ښېرازه هيواد جوړول به تنها هغه خيال او خوب وى چې تحقق نشي موندلاى.

که لکه د اوس په شان هيواد، ولس او ارزښتونه يوازې واک ته د رسيدو لپاره راته اهمیت لري او واک د امتیازاتو د ترلاسه کولو لپاره غواړو. که له هيواد سره ترهغه وخته پورې د مينې شعارونه ورکوو چې ارګ ته نه يو ننوتلي. که د واک له بايللو سره سم هيواد پرېږدو، که  ولس راته د ووټ اچولو او يا هم  په جګړه کې د قرباني کولو په وخت کې ياديږي او که د هيواد لپاره مو مشران قرباني نشى ورکولاى، نو د مشرتابه دعوه مو غلطه او له هيواد سره مينه مو دوکه ده.

که د ملي اجندا د تيارولو او د ملي ګټو په محوریت باندي د راټوليدو وړتیا او همت نه لرو. که ملي لومړيتوبونه او موخې نشو ټاکلى، که په ارګ کې ناست خلک د واک د ټينګښت او له ارګ څخه ايستل شوي ارګ ته د رسيدو لپاره پرديو دروازو ته له کچکول سره ولاړ يو او تر ټولو مهم دا چې که يوه ډله مو له له غرب او له پردي کلتور څخه اغيزمنې شوېو څو ښځو ته د افغانستان د ښځو په استازيتوب دندې سپاري او بله ډله مو د ولس په ښځينه بچيانو باندي د ښونځيو دروازې بندوي، نو په زغرده وايم چې خلي يو، خاشاک، ګردونه او مړې خاورې يو، چې باد به مو هرې خوا ته له ځان سره وړي. ځږ يو او سراب يو چه وزن او اغيزې نه لرو. هغه وريځ يو چې غوريږي غوړمبېږي خو باران نه اوروي. البته که احياناً  ويښ حساس په پوهه او تيکنالوژي سمبال ملت شو که د ښکنځلو پرځاى په خپلو سرچينو د ځان بساينې په لوري روان شو نو بيا هيڅ هيواد راته برګ او په خيرنو سترګو نشي کتلاى

د تأسف ژور خفګان او ژړا ځاى دى چې د تيرو څو لسيزو د مشرانو په فرمانونو نوښتونو او فتواو مو د  مليونونو هيوادوالو وينه توى شوه. هيواد مو کنډواله شو او د کونډو يتيمانو بيوزلو لښکرونه ټولنې ته پاتې شول، خو د پرمختګونو کچه مو ښکته شوه. د ابادي ګراف مو په منفي کې روان دى او ولس مو خيراتونو ته ناست دى. د نړيوالو پيغورونه اورو، د ګاونډيانو د ملنډو شوو، خو د وينو تويولو د هيواد د نړولو، د کابل د کنډواله کولو دروغجن اتلان د برياو او وياړونو دعوه ګر يې نه مني او موږ هم په خپلو رويو چلن او فکرونو کې هيڅ بدلون ته تيارى نه کوو.

افغانستان اوس متأسفانه د اوکراین د جګړې او زموږ د خپلو سهوو له امله د پخوا په پرتله د نړيوالې ټولنې د توجه په محراق کې ښکته ځاى لري . زموږ د جمهوري دورې ټولو سياسي مشرانو په تيرو دوو لسیزو کې فرصتونه له لاسه ورکړل او طالب وسلوال مخالف ځواک د هيواد د سياسي مشرتابه لپاره تيارى نه درلوده.  د واک د سمبالولو او د يوه هيواد د مديريت لپاره يې نه يوازې کادري وړتیا نه درلوده بلکې له مخکې نه دلته موجود مسلکي پرسونل يې هم ونشو ساتلى. لاملونه ډير دي، خو يو مهم لامل يې هم دادى چې موږ په خپله د خپل هېواد په پرمختګ سوکالي او ښيرازي کې دلچسپي نه لرو. زموږ مشران هغه مهال په هېواد کې سوله غواړي چې په واک کې وي او يا هم  په سوله کې  واک ته د رسيدو فرصت ترلاسه کوي.

د اوسني بد وضعیت د سمون لپاره د وسلوالې مبارزې له پلويانو او د تعصباتو په ويروس له ککړو هيوادوالو څخه مو هيله داده چې د سياسي مخالفت لپاره د جګړو کولو او د تعصباتو د کارت کارولو پرځاى نورې سياسي لارې غوره کړي. د حکومت په وړاندې د مخالفت ښودلو په موخه د مبارزې نورې مشروع داعيې ولټوي. هغوى دې شک نه کوي چې په هېواد کې نه کوم ځانګړي قوم او نه هم د کوم سمت خلک حاکم دي، بلکې د اهل تسنن حنفي مذهب د لارويانو ديني عالمانو ډله حکومت کوي چې نه د پښتون قوم د استازيتوب دعوه کوي او نه هم په هيڅ صورت د پښتنو د استازيتوب په معيارونو برابر  دى، بلکې په پښتنو سيمو کې د ديني عالمانو او مدرسو د زياتوالي له امله اکثريت يې يوازې د افهام او تفهیم په موخه په پښتو خبرې کوي.

څومره به ښه واى چې امارتي چارواکو خپلو کورنیو او بهرنیو ناکامو او نيمګړو تګلارو د توجیه لپاره د بانو جوړولو او غير منطقي استدلال وړاندي کولو پرځاى په افغانستان کې د خپل ولس او نړيوالو هر ډول اندېښنو ته مستقیمآ په خپله د خپل مسئولیت له مخې او په ژمنو باندې د عمل کولو په تړاو د خپل مکلفیت په منلو د مسلکي افرادو لخوا د يوې  ترتیب شوې متوازنې تګلارې په چوکاټ کې په کور د ننه، سيمه ييزو او نړيوالو حساسیتونو او رقابتونو په نظر کې نیولو سره په خپله رغنده مثبت غبرګون ښودلى واى.

زموږ اوسنيو حاکمانو به خپلې شل کلنې مبارزې ته څومره سپيڅلتيا او تقدس وربښلى واى چې خپلو ديني مکلفیتونو او له نړيوالو سره ترسره شويو ژمنو ته د کلک تعهد له مخې د شلمې پېړۍ له کليوالي منزوي چوکاټ څخه راوتلي واى او د يويشتمې پيړئ له معاصرو غوښتنو سره سم يې د وخت او عصر په حال د خبرو ديني علماو د يوه واکمن کميسيون تر مشرتابه لاندې  له هر قوم سمت جنس ژبې او سياسي ليدلوري درلودونکو، پاکو، مسلکي، دين او هيواد ته له ژمنو کادرونو څخه حکومت جوړ کړى واى، اساسي قانون يې ترتیب کړى واى او د يوې بين الافغاني پراخې جرګې په رابللو يې اساسي قانون تصويب او د خپل حکومت لپاره ملي مشروعیت ترلاسه کړى واى. د خپلواک عدالتي نظام او مقننه ځواک د رامنځته کولو لپاره يې اړين ګامونه پورته کړي واى تر څو په هيواد کې د زور او زر پرمټ دَ واک او امتیازاتو مخه د تل لپاره نيول شوي واى.

که څه هم اوسنى نظام سترې نيمګړتياوې لري. ګڼې ستونځې او ننګونې يې هم په مخکې پرتې دي، خو په افغانستان کې په وروستیو څو لسيزو کې دَ لمړي ځل لپاره يو پياوړى،  ملي يووالي ته ژمن، د افغانستان په ټولو جغرافيه باندي حاکم او په بشپړه توګه د قانون د پلي کېدو په ټولو امکاناتو باندې سمبال نظام رامنځته شوى دى. اوسنى حاکمه ډله د خپلو ملي او بين المللي مسئوليتونو له مخې او د نظام په وړاندې د پرتو کورنيو او نړيوالو ننګونو په درک سره هغه فرصتونه په لاس کې لري چې هيواد له اوسني بحران څخه راوباسي، په کور دننه او نړيواله کچه يو داسې منل شوى او مشروع نظام رامنځته کړي چې د پرګنو له ملاتړ څخه برخمن، د نظام مخالفین اقلاً د نظام په وړاندې د توپک پورته کيدو ته مجبور نشي او نړيوالې ټولنې ته د منلو وړ وي.

4 COMMENTS

  1. ډېر ګران او دروند عبدالوحید وحید صیبه نېکو هيلو سره درناوي او مننه چه خپل ښایسته ليک سره له کلوونو را هيسې زما ارمان مو دغو لاندې خپلو کرښو سره را پوره کړل، ” يوازې نيوکې کوو، خو حل لاره نشو وړاندي کولاى. نورو ته د پړې ګوته نيوى شو، خو خپلې نيمګړتياوې نه وينو. نړول او ښکنځل مو ښه زده دي، خو رغول د نورو کار ګڼو. د اسلامي نظام د رامنځته کولو چيغې وهو, خو په سياست، اقتصاد، سوداګري، نړيوالو اړيکو ټولنيزو چارو او د ژوند په نورو اړخونو کې عملاً د دين پلى کيدو تګلاره نشو جوړولاى او که د ديموکراسي شعارونه ورکوو خو د واک تر پولو پورې، نو د خپلواکي خوند ليدل، له خيرات غوښتلو څخه د ملت ژغورل او ښېرازه هيواد جوړول به تنها هغه خيال او خوب وى چې تحقق نشي موندلاى.”!
    له ټولو پښتنو نه مې هيله دا ده چه له یو سره دا د وحید صیب لیک وار وارې ووایاست او پوه شئ چه د اسنادو او شاهد یو خبیث سویسی جنرال خبره ماته په ۲۹۹۰ کال کې چه دوی یعنی غربي اروپا پښتانه له مینځه وړي او افغانستان درې ټوټې، ایران، پاکستان او تاجکستان ته سپارل کېږي، او ورووسته په ۱۹۹۲ کال کې د صبغت الله د کابل د دولت په سر د ناستې یوؤلسمه ورځ د تاجکستان قونسول له یار محمد او فرید مزدک’ د ببرک کارمل په اصلیت کې پنجابی دوستان ؤ او سره یوه څوکۍ په طیاره کې مانه مخې کې ناست ؤل، او تاشکند خوا ته روان ؤ، کله چه دوی خپلې د شرابو ګیلاسوونه جګ کړل، او د تاجکستان قونسل دا خبره یې داسې وکړه ؛ «حال ددگر تاجمستانذبزرگ را میسازیم»!
    هو دا ستاسو ټينګه او پیاوړه خبره ده چه “نیوکې کوؤ اما فکر کولای نشو چه د حل لاره ومیندله شي”، او پرېږدوو چه نور پردي موږ ته لاره وښیي! د یو امریکایي د پونتون استاد خبره او ښایسته ټیګه خبره چه “د افغانانو دا هيله ده چه هر شی دغو ته تیار په پطنووس کې ورته مخې ته کېښودل شي”!
    وحید صاحبه، د پښتنو ورځې شمېرل شوي دي او که فکر ؤ نکړوو، ډېر زیات اسناد راسره دي چه غربي اروپا پښتانه له مینځه وړي، له ۳۱۹۹ کال نه را هيسې دا جنجال په دې منطقه کې را پورته شو او د اسکندر خبیث د مقونیاوو ګډ سره د غربي اروپایانو امپر اطوري دورې سره او وروسته د مخالفت او دښمني اچولولو لار چه د اسکندر د پلار لار یا طریقه وه چه؛ بېل يې کړه او ورباندې برید وکړه او غالب شه، پالیسي سره پر موږ پښتنو تمبول شوی دی چه بس پر نورو نیکې کوه او فکر مه کوه، دغه ستاسې خبره ډېره درنه خبره ده چه بایدي ويښ شوو او که نن پښتانه له مینځه ریښتیا چه یوړل کېږي! هر یو یې چه غواړي، کتابونه او ارووپايي اخبار درکولی شم چه د اسنادو پر بنسټ، پښتانه له مینځه وړل کېږه، خبره پر ټوله آسیا ده چه ارړپاینو ته یې لا تر اړسه لاره نده ورکړې چه پر آسیا لاس ړاچوي او دا چه د پښتنو د بربادولو او بدنامولو له پاره یې د سعودی عرب په مرسته تروریستان تربیه کړل، مستند چه را سره دي او لاندنې تحقیقي لینک په آلماني کې کلوونه مخ کې نشر شوی دی. اوس وخت د فکر کول نژدې آخر ته رسېدلای دی، پښتانه بېدار شئ!
    ګلوونو سره زما تایپي نیمګړتیاوې معاف کړئ.
    https://www.tagesanzeiger.ch/wie-der-westen-den-islamismus-vorantrieb-219516967749 یعنی څرنګه غرب د اسلامي تعصب لمن يې وزاؤ!

    • سلام
      بیلکل فرصت زه تاسره منم.
      زه به دغه تبصره له تاسې سره په دری ژبه شریکه کړم. له بده مرغه موږ ته اصلا وخت او فرصت هېڅ معیار نه لری .واقعا ښه فرصتونه شته خو پوهاوی ،مدیریت،اهلیت، پاکی او تقوی او عینی اوذهنی شرایطو پېژندل غواړی نه ګونګ حالت او په پلمو دعلم اوبوهې مخه نیول lلله ج دبدلون په خاطر فرمایی:
      «اِنَّ اللّهَ لایُغَیِّرُ ما بِقَومٍ حَتّی یُغَیِّروا ما بِاَنفُسِهِم»
      با دقت در آیات قرآن کریم، ویژگی‌های اجتماعی بودن، این جهانی بودن و اصلاحگری را نیز می‌توان برای سنت‌های الهی بیان کرد. این قوانین اگرچه پاداش یا کیفر اخروی نیز دارند، تدابیر و رویه‌های خداوند هستند که در اجتماع این جهانی برای راهنمایی جهان به سوی مصلحت، طراحی شده‌اند. برخی از این سنت‌ها عبارت‌اند از اختیار و مسئولیت انسان، ارسال رسل، ظهور و سقوط امت‌ها، هدایت و اضلال، پیروزی حق بر باطل، استدراج، امتحان و ابتلا، عبرت آموزی، همبستگی دگرگونی‌های اجتماعی با تغییر درونی افراد و وراثت زمین برای مومنان.
      موږ ولیدل چې څه ډول بربریت تیر شو اوڅوک دقدرت ،مقام ، زور اوزرو وږی او تږی ول. که موږ دپرون دجزیرو دعدم او له منخه وړلو خبره کوو خو بیا موږ څه کوو؟ یو کال تېر شو همدا نارې وهو چې لیوه راغی! کورودان خوښ اوسی .

      • سلامونه مې ومنئ جناب ع شريف زاد صاحب محترمه

        يقيناً مو اغيزمن کړم. درنه تبصره او په واقعیتونو ولاړ حقائق مو د کرښو په شکل رامنځته کړى دى. موږ يوازې هغه د چا خبره سپاهي ځان ستائي يو.

        موږ مجاهدین چې کله کابل ته را ورسيدو نو د واک مجنونانو د امتیازاتو عاشقانو او د پرديو حلقه بګوشانو د واک په سر جګړه پيل او کابل وران کړ. موږ ورته حيران کتل چې دا هغه خلک دى چې پرون يې د ورور ګلوي اسلامي اخوت وطندوستي او د دين لپاره د قرباني خبرې کولى خو نن ورور وژنې د خور د عزت پړونى څيرې کوي او هيواد ورانوي.

        موږ هم ملامت يو چې موخې نه بلکې مخونه ټاکو او بيا په پټو سترګو العياذ بالله عبادت کوو. موږ ويښ ملت نه لرو خو باهمته ولس لرو علم ته ويښتابه ته او له توپک پرته مبارزې ته اړتيا ده
        الله مو ارام اباد خوشحاله او روغ رمټ لره

    • سلامونه نيکې هيلې او مننه جناب زمرى کاسي صاحب محترمه

      چيغې وهم زارئ کوم او هغه د کوم شاعر خبره چې هرې حجرې ته له جرګو سره ځم چې راويښ يې کړم متوجه يې کړم خپل حق او خپل حد پيژندلو او غوښتلو ته يې تيار کړم. جګړو ختم کړو ملت مى بيسواده شو. د اوسني ساينسي دور په غوښتنو نه پوهېږي تول چيغې وهو چې زموږ يوازې ګناه داده چې پښتون يم. نه داسې نه ده. نورې ګناه هم لرو موږ له ورور سره د دښمن په توپک جګړه کوو او د دښمن لخوا د ورور د وژلو لپاره راکړل شوي توپک ته مرسته خيرات او احسان وايو.

      راځئ دغه ويده قوم راويښ کړو. اوس هم ډير داسې اړخونه شته چې موږ د تباهي او ګمراهي جهالت خوا ته روان يو. زموږ بچيانې له ښوونځيو څخه را ګرزول شوي دى خو موږ هيڅ ټکان نه خورو. هيڅ غبرګون نه ښيو. تاسو ښه پوهېږئ چې شل کاله وروسته به دغه ملت نور څومره مظلوم محکوم او مجبور وي.
      اوس هم ډېر ناوخته نه ده چې ملا وتړو او دغه ولس د علم او پوهې زغم او منلو شفقت او احترام خوا ته را دعوت کړو.
      که داسې مو ونشو کولاى نو پرون هم غلامان وو نن هم يو او سبا ته به هم غلامان پاتې شو.
      مننه وروره

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب

پلمه | زهير سپېڅلی