شنبه, سپتمبر 28, 2024
Homeخبرونهپښتنو زده کوونکو ته د پاکستان خبرداری؛ په خپله ژبه مه غږيږئ...

پښتنو زده کوونکو ته د پاکستان خبرداری؛ په خپله ژبه مه غږيږئ جریمه کیږئ

تاند:(جمعه، د ميزان ۲۹مه)‏‌ ‏د پاکستان حکومت د پښتونخوا په ښوونځیو کې زده کوونکو ته په پښتو ژبه د نه غږيدو خبرداری ورکړی.

په دې اړه رسنیز شوي اسناد څرګندوي،چې په ښوونځيو کې په پښتو ژبه غږيدونکي زده کوونکي په جریمې هم ګواښل شوي دي.

 ‏د پاکستان د حکومت دغې پریکړې د پښتنو ملتپالو توند غبرګون راپارولی.

د پښتون ژغورنې غورځنګ رهبر منظور پشتین په دې اړه ویلي: «پښتو له رسنیو، نصاب، عدالت او سیاست څخه له وخته وایستل شوې، خو په ډیرو ښوونځیو کې پر پښتو عادي خبرې کولو هم بندیز دی. باید مونږ ډیرې ژبې زده کړو مګر زمونږ په مورنۍ ژبه پښتو به کله هم څوک بندیز و نه شي لګولی.»

ښاغلي پشتین پښتنو ته يادونه کړې،چې د ژبې د ورکولو هڅې به ېې د قومي حيثيت د ورکولو سبب شي.

هغه او نورو ملتپالو د پاکستان د دغه اقدام په اړه د خپلو عملي ګامونو په اړه څه نه دي ويلي.

تمه کيږي،چې د پاکستان تر واکمنۍ لاندې راغلي پښتانه قوتونه به د پاکستاني طالبانو خلاف د وروستیو ګډو مبارزو په شان په دې برخه کې هم په یوه قوت ګډ او پراخ لاریونونه وکړي.

4 COMMENTS

  1. دی ته وایی تعصب ، په انګلیسی ژبه فخر کوی او د مجاهد او مبارز قوم په ژبه بندیز ،دا ولی ؟ دا هر څه د انګریزانو او امریکی لپاره ځکه پښتانه د انګریزانو سره دښمنی لری او پاکستان د انګریزانو میراث خور دی ، پاکستانی ملایان به د ته هم ژر کوم اسلامی رنګ او فتوا ورکړی ، پښتنو ته صرف د بنګالیانو لار تعقیبول په کار دی ، غفارخان بابا ٨٠ کاله د عدم تشدد مبارزه وکړه خو پښتانه د مظلومیت څخه خلاص نشول او اضافه د مشکلاتو او ورکی سره مخ شول

  2. دا د تېرو څلويښت کلونو راهيسې د جهاد فتواوې به څنګه شي؟
    عمرانخان خو هم ويلي وو که څوک جهاد کوي، نو افغانستان ته دې ولاړ شي.
    دارالعلوم حقانيه به دا خپلې فتواوې چې د افغانستان په تړاو يې ورکړي څه کوي؟
    که پر ژبه بنديز لګول کيږي، نو دا د څلورو لسيزو فتواوې به څنګه شي؟
    چې ژبه له اعتبار ولوېده، نو فتوا خو بيا هډو د اعتبار وړ نه ده.
    له دې وروسته به بيا فتواوې په کومه ژبه ورکول کيږي؟
    د طالبانو جګړه خو به لا تر پوښتنې لاندې راشي.

  3. سللامونه
    پښتانه دې ورديوالا اردو مرداره تف کړي او په سکولونو کې دې اول مورنۍ ژبه له ابتدايي تر پوهنتونه وايي او پکر به کوي بل دا چې قران ویلي ( تاسو مو شعوب او قبايل مختلف رنګونه او ژبو والا پیدا کړلئ چې سره وپېژنئ) ۔نو دا پينځه پنجابي سندهي ايجړاګان به څه وي او ژبې به ېې څه چې زما د 15000 کلن لکه د برق تاريخي ژبه به راباندې بندوي??? ۔انټرنشنل لپاره انګلېش که څه هم د فېرنګ ژبه ده خو اوس ده۔
    بله خبره دا چې اسراييل ۔پلسطينيان پخپله قدس کې عربي خبرو ته نه پرېژدي!چېرته دي دا جرنیل طاريکي الناټک هرموني چې له شلو ټروريستي ډلو سره د اسراييل ضد جهاد وکړي??!!

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب