پنجشنبه, مې 2, 2024
Homeخبرونهملګرو ملتونو د افغانستان بشري وضعيت د ډېرې اندیښنې وړ وباله

ملګرو ملتونو د افغانستان بشري وضعيت د ډېرې اندیښنې وړ وباله

تاند:(جمعه ،د ميزان ۲۹مه)‏‌ د افغانستان د بشري حقونو له وضعیت څخه د ملګروملتونو ځانګړي راپور ورکونکي ریچارډ بینیټ د افغانستان له دولس ورځیني سفر څخه وروسته، د دغه هېواد د بشري حقونو وضعیت د ډېرې اندیښنې وړ ښودلی.

نوموړي ویلي، چې په افغانستان کې د بشري حقونو او بشري بحران د مخنیوي لپاره عاجلو اقداماتو ته اړتيا ده.

 تمه کيږي،چې ریچارډ بینیت به د راروانې اونۍ د اکتوبر په ۲۶ خپله ارزونه د ملګرو ملتونو عمومي اسامبلې ته وړاندې او وروسته به په یوه خبري غونډه کې راڅرګند شي.

 د ملګرو ملتونو د معلوماتو له مخې، بینیټ افغانستان ته په دې دولس ورځني سفرکې د طالبانو د ادارې د جګپوړو چارواکو په ګډون د بشري حقونو له مدافعانو، د ښځو له ډلو، د کابل پرکاج ښوونیزمرکز د وروستي برید د قربانیانوپه ګډون له هغو کسانو سره چې بشري حقونه یې نقض شوي، او همدارنګه له خبریالانو، سوداګرو ښځو، ښوونکو او استادانو، دیني عالمانو او د اقلیت ډلو له استازو سره لیدلي.

هغه دغه راز د پنجشېر او بامیان ولایتونو ته په سفر هم ورغلی.

طالبانو د نوموړي د سفر او تازه څرګندونو په اړه څه نه دي ويلي.

مخکې د طالبانو د بهرنيو چارو وزير مولوي امیرخان متقي د ملګرو ملتونو له دغه راپور جوړونکي سره د لیدنې پر مهال ويلي وو،چې د افغانستان وضعیت ډېر ښه دی او رسنيو ېې په اړه ناسم تبلیغات کړي دي.

1 COMMENT

  1. ​داتش په نامه ساختګی د پنجابی پاکستان له خوا د امریکا په ډالرو تربیه شوی قدیانی طالبان د افغان میرمنو تهدابی بی سوادی کولو او د افغان ملت د تباهی لپاره تربیه شوی دی همدا ئی علت وو چی دی خبیثو او تام بی سوادو مضر تره قاتلو عناصرو ته دا نورو معلومداره قاتلو ، چور کوونکیو او غصب کوونکیو تربیه شوو تنظیمونو ، کمونیستانو او خاص تربیه شوو تش په نامه دیموکراتانو ددوهم ځل لپاره دی بل ډول تربیه شووغلامانو ته د افغانستان ټول ولایاتونه او ارګ د هولی ؤډ ډرامائی شکل سره ورته تسلیم کړل او بادارانو ئی تښتیدلو قاتلو غلو لپاره سمدستی د همه شمول حکومت ( یعنی دا ټول تربیه شوی غلامان د ګډ حکومت شعار لاندی ټول سره راټول کړی ) چیغو باندی شروع وکړه اما په واقعیت کښی بادارانو دا رنګا رنګ غلامان پلانیز داسی تربیه کړیدی چی دوی هیڅکله خپلو مینځو کښی اتفاق سره ونکړۍ شی او ددوی باداران ددی خائینی لاری کولای شی چی افغان ملت زیاتره بی سوا ده او تام غربت سره وساتل شی او ددی له لاری د افغانستان نامداره تاریخی نام د جهان له نقشی څخه یووړل شی او ددی ګناهنګاران به بیا د بادارانو دی وحشتناکه فریبی په واسطه خپله افغانان ونومول شی یعنی افغانان جاهل وو او دی او دوی د یو مملکت او حکومتداری لیاقت نلری !!!!

    دا همیش ویل کیده چی نیمچه مرتجع منورینو په هره صحنه کښی هوائی سبسطی ویلی او لیکلی دی لکه چی اوس هم دوام لری ځکه دی مرتجعو منورینو نظر و صحنو ته همیش خواوی بدلی کړیدی او اوس ئی هم دا لار نیولی دی نو داسی مرتجعو منورینو سره د افغانستان راتلوونکی پلان شریک کول یو ملی خیانت دی !!!

    دا باید په جګ او جراتی اواز سره وویل شی چی افغان غیرتی ملت لا ژوندۍ دی او دا غیرتی ملت به نه دا رنګا رنګ غلامان او نه ددوی جهانی خائینین باداران دا تاوان ولری چی افغان غیرتی ملت له مینځه یو وړل شی دا به وروسته هم روښانه څرګنده هم شی یعنی ددی لپاره اساسی تهداب ایښودل شوی دی !!!!!!

    بلی ځینی خرڅ شویکمونیستان به دداسی واقعیتونو یاده په ښکنځلو ونوموی ( چی اوس دا مرتجعین خرڅ شوی حاجیان او الحاج شوی دی ) اما د تاسو دداسی فریبیو لاری بندی شوی دی !!!!

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب