جمعه, مې 17, 2024
Home+په سید جمال الدین افغان پوهنتون کې فرهنګي، علمي او ادبي بحثونه

په سید جمال الدین افغان پوهنتون کې فرهنګي، علمي او ادبي بحثونه

په سید جمال الدین افغان پوهنتون کې (د فرهنګي، علمي او ادبي بحثونو) لومړنی راپور

شاهدالله زیرک

د څښتن تعالی په سپېڅلي او هسک نوم!

نن سې شنبه مازدیګر څلور بجې (۱۴۰۱/۷/۱۲ هـ ش) کال، د کونړ سید جمال الدین افغان پوهنتون د ښوونې او روزنې پوهنځي د پښتو ژبې او ادب څانګې د قدرمن استاد پوهنمل دوکتور سید اصغر هاشمي په نوښت د (فرهنګي، علمي او ادبي بحثونو) په نوم د یوې غونډې پرانیسته وشوه، چې د دې غوندې اجنډا هدايت الله بارز ستانکزي له مخکې ترتيب کړې وه چې د درېځ چارې شاهدالله ځیرک په مخ بیولې. غونډه د قاري صاحب فریدالله محمدي لخوا د قران کریم په مبارکو ایتونو پیل شوه، د پیل خبرې دوکتور سید اصغر هاشمي وکړې.

استاد د غونډې په قوانینو، د غونډې په ارزښت او دوام خبرې وکړې او همدارنګه محصلینو ته یې د راتلونکو غونډو په اړه لارښوونې وکړې.

ورپسې ازاده مشاعره پیل شوه چې: محمد شېرزاد، شا محمد شیدا، ابوبکر صحرایي، عرفان الله ، منظور تاج شریفي، استاد سید اصغر هاشمي، نویدالله حبیبي، عاطف الله محبت، عادل آشنا او عزېز الرحمن محمدي انتخاب شوي غزلونه، ترنمونه، ادبي ټوتې او نور معلومات ګډونوالو ته واورول.

له مشاعرې وروسته استاد هاشمي یو ځل بیا د غونډې د ارزیابۍ لپاره درېځ ته وبلل شو.

استاد وویل، چې ځوانان د هېواد راتلونکي جوړولی شي.  زده کړه له ټولنې او چاپیریال څخه تر لاسه کېږي، هېڅوک هم دونیا ته پوه نه را استول کېږي. ځوانانو! دوام ورکړئ، تاسې هر یو قلمي ځواک لرئ، په ځان باور ولرئ، نو له ښه او بریالي ژوند به برخمن شئ. زموږ او تاسې دغه غونډه به په هرو دوه اونیو کې په حتمي ډول تر سره کېږي.

د بېلګې په ډول د استاد هاشمي دوه شعرونه دلته راوړو:

لارویه لیونی شوم، څه مقصد د دې دونیا؟

که مقصد د ژوندون تور وي، څه حاجت یې د سبا؟

لیونتوب کې سپېڅلیتا ده، سمندر تل کې لیدل دي

دا ژوندون د مرګي کور دی، په دې کور کې ده ځلا

د جهان په رنګینو کې، بدرنګي خوره وره ده

که هر مینه ابدي وي، جدايي څه له پیدا؟

ای د مینې سمندره! راشه راشه ما خُمار کړه

لیونی نه یم په سد یم، ځکه ځان ته کړم ژړا

لارویه لیونی شه، چې پیدا دې مست جهان کړې

چې بې حاله شوې، په حال شوې، د ژوندون دا تقاضا

ما چې ولیده په خوب کې هېڅ په ويښه پیدا نه شو

زه میٔن په تورو شپو یم، د سپین رنګ په واویلا

غونډه مازدیګر ناوخته د مولوي صاحب نجیب الله صدیقي په دعا پای ته ورسېده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب