جمعه, نوومبر 22, 2024
Home+په تاریخ کې د دې ورځې پېښې

په تاریخ کې د دې ورځې پېښې

نن د چهارشنبې ورځ، د اکتوبر د میاشتې ۵ مه نیټه او د ۲۰۲۲ م کال ۲۷۸ ورځ ده. د کال پای ته ۸۵ ورځې پاتي دي.

د 1796 کال په دې ورځ هسپانیا له برتانیا سره د جګړې اعلان وکړ.

د 1947 کال د اکتوبر د میاشتي پر پنځمه نېټه د امریکا د متحده ایالاتو د هغه وخت ولسمشر، هیري ایس.ټرومن، په لومړي ځل په خپله تلویزوني وینا کې د امریکا له خلکو څخه وغوښتل چې د سې شنبې په ورځ د غوښو او د پنجشنبې په ورځ د چرګانو له خوړلو څخه ډډه وکړي چې په اروپا کې له هغه کسانو سره چي د لوږې له لاسه د مرګ له ګواښ سره مخامخ دي مرسته وشي.

د 1965 کال په دې ورځ پاکستان له مالیزیا سره دیپلوماتیکي اړیکي په دې خاطر پرې کړې، چي مالیزیا د پاکستان او هند تر منځ د کشمیر پر سر په لانجه کي د هندوستان پلویتوب کړی دی.

د 1970 کال په دې ورځ د مصر یوازیني سیاسي ګوند انور سادات د پخواني ارواښاد ولسمشر، جمال عبدالناصر، ځای ناستی ونوماوه.

د 1981 کال په دې ورځ د امریکا متحدو ایالتونو د سویډن پخواني ديپلومات، راوول والین بیرګ ته افتخاري تابعیت له دې امله ورکړ چي په دوهمه نړیواله جګړه کې یې د بشري خدماتو لپاره هلي ځلي کړې وې.

د 1983 کال د اکتوبر د مياشتي پر پنځمه نېټه د پولینډ د کارګرانو د یووالي غورځنګ مشر، لیخ والیسا، د نوبل جایزې ته ونومول شو.

د  1989 کال په دې ورځ دلای لاما د نوبل جایزه وګټله.

د 1993 کال د اکتوبر د مياشتي پر پنځمه نېټه، چین د اتومي وسلو پر ازموینه لګول شوی بندیز مات کړ.

د 2009 ميلادي کال په دې ورځ د پاکستاني طالبانو نوي مشر، حکیم الله مسید، د اورپکو د مشرۍ تر ګټلو وروسته په لومړي ځل له خبریالانو سره ولیدل. تر دې د مخه داسې ګنګوسې وې چي د طالبانو د پخواني مشر تر وژل کیدو وروسته د دوو ګروپونو ترمنځ د مشرۍ په سر راپورته شوې لانجه کي ښايي هغه وژل شوی وي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب